د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د یو شمېر مشهورو لوبغاړو په ګډون په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ یو ورځنۍ لوبې پیل شوې دي. د افغان کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا، د دې لوبو مهمې موخې راتلونکو ۵۰ اوریزو لوبو ته د لوبغاړو چمتووالی او د ځوانو لوبغاړو د تجربو زیاتول دي. ویډیويي رپورټ.
د پکتیا د احمد خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي او ځوانان وايي، د بې کارۍ او وزګارتوب له کبله يې ژوند له کړاونو او ستونزو سره مخامخ دی. دوی زیاتوي، ددې سیمې یو شمېر ځوانان په قاچاقي او غیر قانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته تللي، چې هغوی هم د قانوني اسنادو د نشتون د لاسه ازاد کار او کسب نشي کولای او څه ګټه وټه په لاس نه ورځي. د احمدخېلو اوسیدونکي او ځوانان له حاکم نظام غواړي چې دوی ته کاري زمینې برابرې کړي، تر څو په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي. د احمدخېلو اوسیدونکي بسم الله مشال راډيو ته وویل، د بې کارۍ دلاسه د دوی ځوانان د ستونزو سره مخامخ دي. Читать дальше...
د روسیې د تتارستان جمهوریت د پلازمېنې کازان یوې محکمې د سیاسي فعال اندري بویارشینوف د بند موده وغځوله. دغه فعال په ټروریزم کې په دخالت تورن شوی دی. بویارشینوف په اوکراین کې د روسیې د غیر موجه یرغل د مخنیوي غوښتنه کړې ده. د دغه فعال مدافع وکیل، ریم سیبیروف زادۍ راډیو ته وویل، محکمې نن امر وکړ، چې د ده موکل د اګست میاشتې تر ۱۸مې تر محاکمې مخکې په بند کې وساتل شي. دی د مارچ میاشتې پر ۱۸مه په عامه د تروریزم د ملاتړ او د ټروریزم د توجیه کولو په تور توقیف کړای شو.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي چې چاودنه د ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې شوې.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي، د ایران او ګڼو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د مذاکرو د دوام لپاره خنډونه لیرې کړای شوي دي. د دغو خبرو هدف د ایران د اټومي تړون بیا برحاله کېدل. د هغه په خبره د خنډونو لیرې کېدل دا امکان برابروي، چې دغه مذاکرې ژر له سره پیل شي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر دا خبرې نن جمعه وروسته له هغې وکړې چې د دې ټولنې استازی انریک مورا له تهران څخه راستون شو. مورا ویلي، د دغو خبرو د بیا پیل لپاره پرمختګونه تر تمې زیات بهتره دي.
هرات ولایت ځیني اوسیدونکو د طالبانو هغې پرېکړې ته چې له مخې يې کورنۍ یو ځای هوټلونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره نشي تلای په غبرګون کې وايي، طالبان باید د دا ډول کړنو څخه لاس واخلي. د طالبانو د حکومت لخوا د محدویتونو په دوام سره دا ځلې طالبانو په هرات ولایت کې یو شمېر رسټورانټونو او هوټلونو ته ویلي، هغه کورنۍ چې ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي د مېرمنو او نارینو لپاره جلا ځایونه جوړ او ډوډۍ ورکړي. د طالبانو دغه پریکړه له غبرګونونو سره مخ شوې. د هرات ولایت اوسیدونکي نګینه چې د طالبانو تازه پریکړې حیرانه کړې... Читать дальше...
د هېواد په شمال کې په ځینو ولایتونو کې وروستیو نښتو او د طالبانو د ځواکونو استولو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ملکیانو پر وړاندې د سر غړونو په اړه اندېښنې راپارولي دي. تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارد بنیت - هغه کس چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د څارنې مسوولیت لري، د وروستیو نښتو او د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ښاغلي بنیت ویلي «لا تایید» ته اړتیا ده خو ویلي یې دي چې دی وضعیت له نږدې څاري. نوموړي ټینګار کړی چې باید نړیوال قوانین او بشري حقونه رعایت شي. Читать дальше...
فیض حمید له ۲۰۱۹ز کال څخه د ۲۰۲۱ز کال تر اکتوبره د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر هم پاتې شوی دی چې په اړه یې په وروستیو کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) مشرانو څرګندونې کړې وې.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر، عبدالله عبدالله په پنجشېر، تخار او بغلان کې د ملکیانو د شکنجې او وژنې د ادعاوو په اړه ویلي، چې د انحصار او له منځه وړلو سیاستونو تل هېواد د بحران خوا ته بېولی دی. ښاغلي عبداله بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي، نن جمعه په خپل فېسبوک کې لیکلي، مستند خبري راپورونه ور رسېدلي چې پوځیانو په دغو درېیو ولایتونو کې خلک صحرايي محاکمه کړي، د دوی د وژنې او شکنجې اقدام شوی دی. عبدالله عبدالله ویلي، چې روان بحران د مذاکرو، تفاهم، د خلکو هوډ ته د درناوي، مذهبي... Читать дальше...
د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه د نړیوالو د اندېښنو او غبرګونونو په دوام تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما ویلي چې د طالبانو وروستیو کړنو او په دغه هېواد کې روان اقتصادي ناورین په ژوره توګه اندېښمن کړي دي. د یوناما پر ټویټر پاڼه په یوه ټویټ کې راغلي:"یوناما د پراخ ګډون د دوام نشتوالي او د وروستي کړکیچ د زیاتوالي له امله ژوره اندېښنه لري،له دې سره سره، یوناما به له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو د افغانانو، په ځانګړې توګه د میلیونونو خلکو سره چې له بې وزلۍ سره... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته پېښه تایید کړه او ویې ویل چې نن دجمعې ورځې د لمانځه اداکولو پر مهال د کابل د پنځمې حوزې اړوند د ایوب صابر جومات کې چاودنه شوې. د نوموړي يه خبره یاده چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي. ځدران وایي، امنیتي منسوبین سیمې ته رسېدلي او د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي. دا په تېرو دوه میاشتو کې پر جوماتونو څلورمه چاودنه ده چې رامنځته کېږي. مخکې تر دې په کندوز او بلخ ولایتونو کې هم ورته چاودنې شوي چې ګڼو خلک یې ووژل او ټپیان کړل.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د تاوتریخوالي او نښتې هغې پېښې ضد لاریون وکړ چې پکې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۳۰ ژوبل شوي ول. په ۲۰۰۷ز کال کې د چيف جسټس محمد افتخار چودري د بحالۍ لپاره وکيلانو تحريک پيل کړی وو چې سیاسي ګوندونه هم ورسره ملګري شوي ول. پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف نوموړی له دندې ګوښه کړی وو چې پرضد یې تحریک پیل شو. پر هغه ورځ چودري کراچۍ ته سفر لاره چې د تاوتریخوالي پېښه وشوه. متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) ګوند د مشرف د حکومت برخه وو او په سیند کې واکمن وو. Читать дальше...
په اردن کې د خورماوو پلورونکي وايي چې په روژه کې یې کاروبار زیات شوی دی. دوی وايي چې زیاتره خلک په خورما روژه ماتول خوښوي. هلته په ولس د خورما مجهول قسم زيات مقبول دی. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې
راپورونه وايي اوکراین کې د روسي پوځيانو د پرمختګ مخه نيول شوې او ظاهراً يې کې نور زیانونه هم لیدلي دي. د بریتانیا دفاع وزارت نن جمعه ویلي، د اوکراین پوځیانو په دونباس کې د روسي ځواکونو د مخکې تګ د هڅو مخنیوی کړی دی. ځینې دفاعي چارواکي وايي، په وروستیو ورځو کې د زمییني یا مار ټاپو په شا و خوا کې تازه شوې جګړه ښايي د تور سمندرګي پر لویدیځ ساحل د ولکې د ټینګولو لپاره په یوه مبارزه بدله شوې وي. دغه وزارت وايي په انځورونو کې ښکاري چې روسیې د سیويرو دونیڅک په غرب کې له سیویرسکي دونڅ سیند څخه... Читать дальше...
وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د افغان ښځو د حجاب او نجونو د تعلیم په اړه بېلابېلې پرېکړې اعلان کړې، ورځ تر بلې په نړیواله کچه او په کور دننه د ښځو او فعالینو اندېښنې او غبرګونونه یې زیات کړي. تازه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې باربرا ووډوارد پرون پنجشنبه د مې میاشتې په ۱۲ د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا له ناستې وروسته د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بندیزونه “غلط” وګڼل او په سختو ټکو یې وویل چېے که دا حال همداسې دوام وکړي نړیواله ټولنه به په ځانګړې توګه... Читать дальше...
په پاکستان کې د ګرمۍ له څپې راتګ سره سم خلکو په نهرونو کې لمبا ته مخه کړې ده. ځینې خلک بیا وايي چې د ګني شربت یې تنده ماتوي او د ګرمۍ احساس ورکموي. د موسمیاتو ادارې چارواکي وايي چې د ګرمۍ څپه به د راتلونکې اوونۍ تر پایه دوام ولري. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د هند لپاره د پاکستان پخوانی سفير عبدالباسط وايي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد د تعلقاتو بڼه بدله شوې ده.
د قره قل پوستکي استعمال او تولید په افغانستان کې له لرغونو چارو ګڼل کیږي، خو ورستیو بدلونونو دغه صنعت له سقوط سره مخ کړی چې یوه بېلګه یې د کابل د اندرابیانو واټ دی چې پکې د قره قل هټۍ او کاروبار کېږي. ۷۰ کلن حبیب الله چې له تېرو ۵۰ کلنو راهیسې د قره قل پوستکي ګنډي وايي، داسې ورځې به وې چې د ډېر کار له امله به ان د(سر ګرولو ته نه وزګارېده) خو اوس له زیاتې وزګارتیا ستړی شوی. نوموړی وايي:" زموږ بازارونه ښه و، د روژې په میاشت کې به مو تر نیمو شپو کار کو خو اوس کار نشته، پخوا دلته ۱۲۰ دوکانه و خو... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په خپل ټوېټر باندې لیکلي چې په ټولنه کې د پوره، مساوي او معنا لرونکي مشارکت په برخه کې د نیمايي نفوس د وړتیا جدي محدودول به سوله، ثبات یا پرمختګ ته وده ور نهکړي. بلنکین د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو د جي اوه هېوادونو تر اعلامیې وروسته دا ټويټونه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین زیاته کړې چې د جي اوه هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ګډه د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو په تړاو خواشیني ښيي. Читать дальше...
د زابل ولایت اوسېدونکی دادمحمد د خپل تره سردار کیسه کوي چې له دېرشو کالو راهیسې نشه کوي. دی وايي چې تره یې له ناوړه خلکو سره د ناستې او ملګرتیا له امله معتاد شو. دادمحمد زیاتوي چې تره مې ځمکې خرڅې کړې او اوس له خپلوانو سره د پخوا په څېر اړېکې نه پالي. دا چې سردار د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ دا به د سردار د وراره دادمحمد له خولې واورو:
د نورستان یو شمېر اوسیدونکي وایي چې، پر پخوانیو معتادینو سربېره، په وروستیو میاشتو کې د بېکارۍ له ډېرېدو سره، ډېرو نورو ځوانانو هم نشو ته ته مخه کړې ده. د نورستان برګمټال او منډول ولسوالۍ هغه سيمې دي چې هلته ډېر ځوانان، ښځې او ماشومان په نشه یي موادو معتاد شوي دي. د سیمې اوسیدونکي شکایت کوي چې په هېواد کې تر وروستیو بدلونونو را وروسته د بېکارۍ له ډېرېدو سره، د معتادو ځوانانو شمېر د هرې میاشتې په تېرېدو سره ډېرېږي. غلام الله نورستانی د برګمټال ولسوالۍ یو قومی مشر دی. دی وایي چې د معتادینو له... Читать дальше...
په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له اتیا روغتونونو څخه تر نيمايي ډېر يې د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي. په افغانستان کې له روغتيايي برخې سره د بهرنیو مرستو کموالي، د معتادینو د درملنې پر پروګرام ډېر منفي اغېز کړی او په دې برخه کې مرستې يو مخ بندې شوي دي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې، پخوا د معتادینو د درملنې پروګرام په بشپړ ډول پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو د پخواني حکومت په وروستيو مياشتو کې دا مرستې په ټپه درېدلي وې. د عامې روغتيا وزارت وياند جاويد هژير وايي،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه چې پکې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د طالبانو لخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه وشول. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشرې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د ناروې په مشرۍ د امنیت شورا د پنځلس غړیو هېوادونو استازو ته معلومات ورکړل. په ملګرو ملتونو سازمان... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون / پنجشنبې په لوی اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اوکراین په هغو سیمو کې چې روسي ځواکونو موقتاً نیولې وې، د بشري حقونو د سرغړونو او د ملکي وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د پلټنو غوښتنه کوي. دا پرېکړه لیک د چین او اریتیریا د دوو مخالفو رایو په وړاندې د شورا د ۳۳ غړیو هیوادونو په موافقو رایو تصویب شو. د راپورونو پر اساس د روسیې له لوري اوکراین کې ګڼ شمېر ملکيان په بريدونو کې وژل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال تر شپاړسو کلونو کشره لوبډله د منځنۍ اسیا د شپاړس کلونو لوبډلو په اتلولۍ کې نن دقرغیزستان له لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویندوی فیروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د منځنۍ اسیا تر ۱۶ کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولۍ مسابقې به نن پیل شي او د افغانستان د فوټبال تر ۱۶ کلونو مشره لوبډله به لومړۍ مسابقه له قرغیزستان سره وکړي او دا مسابقې به د مې میاشتې تر ۱۸ پورې دوام وکړي." ده زیاته کړه، دا سیالۍ د ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان... Читать дальше...