Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عبدالله عبدالله: د افغانستان له اوسني وضعیت د وتلو لار مذاکرات دي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر، عبدالله عبدالله په پنجشېر، تخار او بغلان کې د ملکیانو د شکنجې او وژنې د ادعاوو په اړه ویلي، چې د انحصار او له منځه وړلو سیاستونو تل هېواد د بحران خوا ته بېولی دی.


 ښاغلي عبداله بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي، نن جمعه په خپل فېسبوک کې لیکلي، مستند خبري راپورونه ور رسېدلي چې پوځیانو په دغو درېیو ولایتونو کې خلک صحرايي محاکمه کړي، د دوی د وژنې او شکنجې اقدام شوی دی.


 عبدالله عبدالله ویلي، چې روان بحران د مذاکرو، تفاهم، د خلکو هوډ ته د درناوي، مذهبي تنوع او په هېواد کې موجودو هویتي او فرهنګي تفاوتونو ته د درناوي له لاسه حلېدی شي.


 ویل کېږي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دا لومړی وار دی، چې ښاغلی عبداله نسبتاً په تونده لهجه یو پېغام ورکوي.


هغه تر کوچني اختر مخکې له افغانستانه بهر سفر وکړ.  


د ملي مصالحې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کړې، چې د وروستیو پېښو په اړه بېطرفانه څېړنه وکړي او نتیجه یې له افغانانو سره شریکه کړي.  


راپورونه وايي پنجشیر، د بغلان اندراب ولسوالۍ او د تخار ولایت ځینې برخې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو شاهدې دي.  




د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنیت په یوه ټویټ کې نن جمعه ویلي هغه ویډیوګانې، صوتي فایلونه او راپورونه د ډېرې اندېښنې وړ دي، چې ښيي په پنجشېر، تخار او بغلان کې سرغړونې شوي چې د ده په وینا نور تایید ته اړتیا لري.  


هغه دا کار د بشري حقونو او د نړیوالو بشردوستانه حقونو د رعایت پر لار مهم بللی دی.  


د دې تر څنګ د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد حنیف اتمر په پنجشېر، بغلان او تخار کې د خلکو د وژنې او شکنجې د ادعاوو په تړاو په ځینو ټویټونو کې ویلي، چې سیاسي یا پوځي هدف، یا هېڅ قانون د ده په وینا دا وحشت روا نه ګڼي.  




د افغانستان د تېر حکومت د مذاکراتي هیئت مشر، محمد معصوم ستانکزي په یوه ټویټ کې ویلي، چې د زور او ستم له لارې حکومت نه شي کېدای.  


ښاغلي ستانکزي ویلي، ظلم بالاخره غچ اخیستنې ته لار اواروي. د ښاغلي ستانکزي په خبره، اوسني واکمنان دې د خلکو د ډارولو پر ځای د خلکو زړونه خپل کړي.  


طالبانو د دغو عکس العملونو په اړه تازه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې په پنجشېر، تخار او بغلان کې د ملکیانو د وژنې او شکنجې ادعاوې رد کړې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus