د تاجکستان چارواکي وايي، چې د ګورنو بدخشان په ناآرامه سیمه کې یې پنځه نور وسله وال وژلي دي. له دې سره د دولتي ځواکونو په لاس د دې سیمې د وژل شویو اوسېدونکو شمېر ۲۶ ته لوړ شو، که څه هم د سیمې خلک وايي د وژل شویو کسانو شمېر تردې ډېر زیات دی. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، چې دولتي ځواکونو په روشن ولسوالۍ کې پنځه تنه تروریستان چې عمرونه یې د ۳۰ او ۵۳ ترمنځ دي وژلي. په بیان کې د یوې تروریستي ډلې د مشرۍ په شک د یوه کس د نیولو خبره هم شوې ده. د کورنيو چارو وزارت دا هم ویلي،... Читать дальше...
په هند کې خلکو نن د رپ موسیقې د نامتو سندرغاړي سیدهو موسې والا پر مړینې ویر وکړ. ۲۸ کلن موسې والا، چې په هند او همداراز د کاناډا او برتانیا په پنجابي ټولنو کې یې خورا زیات مینه والو لرل د یکشنبې په ورځ د هند په پنجاب ایالت کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو په خپل موټر کې ووژل شو. زرګونه کسان نن د پنجاب موسا نومي کلي ته ورغلل او د هغه مړي ته یې چې په ګلونو پوښل شوی و، درناوی وکړ. پولیس وايي، نوموړی د جنايي بانډونو د سیالۍ په پایله کې وژل شوی او د هغه د وژنې مسوولیت هم د ګولدي برار په نوم بانډ منلی دی.
د اوکراین یوې محکمې دوه روسي سرتېري پر ملکي اهدافو په برید مجرم پېژندلي او دواړو ته یې د یوولس نیم کال حبس سزا اورولې ده. دا سرتېري تورن دي چې د فبروري په ۲۴مه یې د خارکییف سیمې په دریو ختیځو ښارونو کې د استوګنې پر څو ودانیو او یوه ښوونځي د هاوان ډزې کړي.
د مې په ۳۱ مه په ټوله نړۍ کې د تمباکو نه کارولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه. د صحت نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تمباکو په لوګې کې له ۷۰۰۰ زیات کیمیاوي مواد وي چې ۷۰ په انسانانو او ځناورو کې د کینسر سبب جوړیږي. راپور زیاتوي چې هر کال په نړۍ کې د تمباکو د استعمال له وجې ۸ ميليونه خلک مري.
د افغانستان ځینې هغه پخواني چارواکي چې د طالبانو عمده سیاسي مخالفان بلل کېږي، وايي په خپلو تازه بحثونو کې د یوه متفاوت افغانستانشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ټولو قومونو له کادرونو جوړ وي. د دغو سیاستوالو له ډلې، انجنیر محمد خان چې په تېر حکومت کې د اجراییه ریاست مرستیال و، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان سیاستوالو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره په کتنه کې د داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د «سهامي حکومت» بڼه ونه لري. هغه وویل... Читать дальше...
په کابل کې د موی ټای سیالۍ پیل شوې. د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا سیالۍ د کابل له یو ډېر شمېر ورزشي کلپونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوي. د کابل په کچه د موی ټای په دې سیالیو کې چې درې ورځې به دوام وکړي، د موی ټای د برخې لوبغاړي به د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېيو کټګوریو کې په خپلو کې سیالۍ وکړي. د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلومات پر بنسټ، دا سیالۍ د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو انتخاب بلل شوی.
په لغمان ولایت کې د فوټسال ولایتي سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د لغمان ولایت په کچه د پيروزي جام په نوم د فوټسال یادې سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، نن د فواد زرهي فوټسال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د دې سیالیو په وروستۍ ورځ چې نن وه، چلنجر معدن لوبډله د فواد زرهي لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته لاړه او په پایله کې فواد زرهي لوبډلې ۳ د صفر په وړاندې چلنجر معدن ته ماتې ورکړه.
دا هوکړهلیکونه د چارو ادارې، اداري اصلاحاتوادارې، د مسلکي تعلمیاتو ادارې او د لوړو زده کړو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ لاسلیک شول. احمد د کابل اوسېدونکی دی. دی وايي، له څو ورځې راهیسې د طالبانو په یوه اداره کې په خپل کار پسې لالهانده دی. د ده په خبره، که څه هم د تېر په پرتله د فساد مخه یو څه نیول شوې، خو په دولتي ادارو کې د سهل انګارۍ او کارکوونکو د کمې له امله یې کارونه ځنډېدلي دي. نوموړی وايي: "زه له څو ورځو راهیسې په خپل کار پسې سرګردان یم. کله... Читать дальше...
راپورونه وايي، روسي ځواکونه نن سې شنبه د اوکراین له پوځیانو سره د کوڅه پر کوڅه جګړې په نتیجه کې د اوکراین د ختیځ ښار سیورو-دونیڅک مرکز ته ورنږدې شوي او دې جګړه کې د ښار زیاتې برخې نړېدلي دي. د اوکراین په ختیځه سیمه لوهانسک کې د روس-پلوه بېلتونپالو مشر، لیونید پاسیچ- نیک د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، د اوکراین د سیورو-دونیڅک ښار دوه پر درېیمه برخه له وړاندې د دوی په کنټرول کې وه، خو د روسیې پرمختګ د ده په وینا د تمې خلاف یو څه چټک و. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، په سیورو-دونیڅک کې د مسکو... Читать дальше...
د اسپانیا لالیګاه فوټبال سیالۍ به د روان میلادي کال په اګست میاشت کې پیل شي. د اسپانیې د فوټبال فدراسیون نن سه شنبې اعلان وکړ، چې ټاکل شوې د لالیګاه د الف او ب ګروپونو د فوټبال سیالۍ د روان میلادی کال د اګست میاشتې په ۱۴ نیټه پیل او د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون تر څلورمې به دوام وکړي. د اسپانیې د فوټبال فدراسیون د پرېکړې پر بنسټ، سږ کال منی د قطر د ۲۰۲۲ فوټبال جام سیالیو په مهال، د نومبر میاشتې له ۹ د ډسمبر میاشتې تر ۲۹ به د لالیګاه په لیګ کې هېڅ سیالۍ نه ترسره کېږي. ټاکل شوې، د لالیګاه فوټبال... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل وايي، پر روسیې به د دې ټولنې د بندیزونو شپږمه بسته یوازې د مسکو د اومه تېلو د صادراتو پر اندازه اغېز ونه کړي، بلکې د هغو د بیو د ټیټېدو سبب به هم شي. دا بندیزونه به په زیاته پیمانه اروپايي ټولنې ته د روسیې د تېلو د صادراتو د کمېدو سبب شي. بوریل نن سې شنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی د روسیې تر ټولو مهم پېرېدونکي دي او هدف یې دا دی چې ډاډه شي روسیه د خپل جنګي ماشین د فعال ساتلو لپاره لږې مالي سرچینې لري. ښاغلي بوریل دا څرګندونې... Читать дальше...
په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانۍ مسوولانې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په دې ولایت کې لس رسټورانټونه چې ښځو مدیریت کول، تړل شوي دي. واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېد وروسته، په هرات کې د ښځینه رسټورانټونو سقوط! صفیه محیطي مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، په هرات کې یې د "بانوان هریوا" په نوم رسټورانټ درلود. اغلې محیطي اصلا د کندز اوسېدونکې ده، خو په خپل ولایت کې د جګړو له امله هرات ته کډه شوه او هلته یې یو کورنی رسټورانټ جوړ کړ چې وروسته یې همدا رسټورانټ پراخ کړ. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر وايي د افغان سوداګرو پر ستونزو یې ورسره خبرې کړي. منصور احمد خان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په کابل کې یې د سفارت په انګړ کې د افغانستان له تجارانو او د کار و بارونو له خاوندانو سره له پاکستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیت او کار و بارونو په برخه کې پر پرتو ستونزو خبرې وکړې. هغه نه دي ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو کوم رسمي استازي هم برخه درلوده او که نه.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تېر میلادي کال له اګسټ میاشتې راهیسي له کله چې په دوهم ځل طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د خبریالانو دځورونې، نیونې، وهلو، ټکولو او تښتولو پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي. د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخوا او د ګردیز غږ راډيو مسول جمال الدین دلدار چې له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې نادرکه شوي دي، لا يې هم برخلیک نه دی معلوم. د ګردیز غږ راډيو په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: "د دغه راډیو مسول جمال الدین دلدار له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا... Читать дальше...
د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه د خلکو په زوره د تری تم کولو د مخنيوي په اړه يوه کمېټۍ جوړه کړې چې مشر يې د دې هېواد د قانون او انصاف وزير اعظم نذير تارړ دی. په کمېټۍ کې د پاکستان د کورنيو چارو او د بېوزلۍ د خاتمې او ټولنيز تحفظ پر وزيرې سربېره د وفاقي کابينې ځينې نور غړي هم شامل دي. د کورنيو چارو وزارت د دې کمېټۍ اعلان تر هغه وروسته وکړ چې کله د مې پر ۲۹مه اسلام اباد های کورټ په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د يوې مقدمې د اورېدنې پر مهال د پاکستان مرکزي حکومت ته امر وکړ چې د دې هېواد پخواني پوځي... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان یا who د سې شنبې په ورځ د تنباکو د زیانونو په اړه نوي معلومات خپاره کړل چې پکې راغلي، تنباکو هر کال د ميليونونه انسانو ژوند اخلي. دا سازمان وایي، تنباکو د چاپیریال او د انسانانو روغتیا دواړو ته زیان رسوي اوغوښتنه کوي چې باید داسې ګامونه پورته شي چې صنعت یې د هغه ویجاړۍ لپاره چې د تنباکو په تولیداتو سره یې رامنځه ته کوي، ډېر حساب ورکوونکی وي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هر کال د تنباکو صنعت په نړۍ کې له اتو میلیونو د زیاتو انسانانو ژوند اخلي، شپږ سوه میلیونه ونې له مینځه... Читать дальше...
د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي. د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال وايي، چې متحدایالات د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده. ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پرمهال له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که د دې ولایت د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لګېدلی اور مهار نهشي، ښايي د کونړ او لغمان ځنګلونو ته هم ورسیږي. د اوه ورځو په تېرېدو سره د ختیځ ولایت نورستان په واما او نورګرام ولسوالیو کې د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مهار شوی. د سیمې اوسېدونکي اندېښنه لري چې د اور له امله ښايي د یاد ولایت د ځنغوزیو ځنګلونه لمنځه لاړ شي. که څه هم سیمه ییزو اوسېدونکو د د اور وژلو هڅه کړې ده خو د دوی په وینا نه دي توانېدلي. د نورستان اوسېدونکي امان الله عنایت وايي... Читать дальше...
په افغانستان کې کروندګر وايي، سږ کال د وچکالۍ له وجې کم غنم شوي دي. دوی همداراز وايي، د کیمیايي سرې د بیې لوړېدو له کبله یې په فصل زیاتې پیسې لګولې دي. د کرنې وزارت اټکل کوي چې سږ کال به په افغانستان کې تر شاوخوا څلور نیم مېلیونه میټرک ټنه غنم وشي چې د تېر کال په نسبت کم دی. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) لخوا له ۱۹۸۸ز کال راهيسې د مې ۳۱مه د تمباکو د نه کارونې نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ياد سازمان د دې ورځې په مناسبت په خپل سږني راپور کې ويلي چې د تمباکو صنعت هر کال تر اته مليونه زياتو کسانو د مړينې سبب ګرځي. په راپور کې راغلي چې د تمباکو صنعت له کبله هر کال يو خوا ۲۲ اربه ټنه اوبه ضايع کېږي او بلخوا د تمباکو د پخولو لپاره ۶۰۰ مليونه ونې سوځول کېږي. د راپور په خبره، د دې په پايله کې ۸۴ مليونه ټنه کاربن ډای اکسايډ ګاز خارجېږي چې د هوا او چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي. د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، چې د خدمتونو وړاندې کول ګران شوي نو ځکه د تېر په پرتله په افغاني حاجیانو هم سږ کال لګښت ډېر راځي. د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې له هغو افغان حاجیانو چې مخکې یې نوم لیکنه کړې او لومړی قسط پیسې یې تحویل کړي غوښتنه... Читать дальше...
د چلغوزیو د ځنګل متاثره شوي مالکان وايي، حکومت باید د اورلګېدو وجوهاتو معلومولو لپاره د کره پلټنو ترڅنګ دوی ته د رسېدلي تاوان ازاله هم وکړي.
اېوا بي بلوڅه ریپ سندرغاړې ده چې مېلیونونه خلکو یې ویډیوګانې لیدلې دي خو چې کله ورسره مخامخ شوي نو نه یې ده پېژندلې. نوموړې د کراچۍ په لیارۍ کې زېږېدلې او لویه شوې. د هغې په اړه د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلخ کرنې ریاست په دغه ولایت کې د زردالو او شفتالو د حاصلاتو د پام وړ ډېروالي خبر ورکوي. د بلخ ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو توکو د برخې عمومي مدیر محمد حسین عظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، تېر شمسي کال کې د بې وخته واورې او باران ورېدو له امله د زردالو او شفتالو حاصلات لږ وو، خو د بڼوالۍ وضعیت ښیي چې سږ کال به د زردالو او شفتالو حاصلات څه باندې شلو ټنو ته ورسېږي. ښاغلی عظیمي وایي، په بلخ ولایت کې پر ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه د زردالو او په ۵۰۰ هکتاره ځمکه هم د شفتالو باغونه جوړ شوي دي. د بلخ ولایت د کرنې... Читать дальше...
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک د بشري مرستو په دوام کابل ته د یو اندازه نغدو پیسو له رسیدو خبر ورکوي. د افغانستان بانک له لوري ازادۍ راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغدې پیسي کابل ته را ورسېدې. د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نغدو پیسو د مرستو له پیل راهیسې دا ۲۹ جوپه نغدي مرسته ده چې کابل ته انتقالیږې او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي. د افغانستان بانک ویلي،... Читать дальше...