Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خبريالانو نړيوال فدراسيون: طالبان دې کابل کې د دوه خبريالانو د ورکېدلو پېښه وڅېړي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تېر میلادي کال له اګسټ میاشتې راهیسي له کله چې په دوهم ځل طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د خبریالانو دځورونې، نیونې، وهلو، ټکولو او تښتولو پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.


د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخوا او د ګردیز غږ راډيو مسول جمال الدین دلدار چې له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې نادرکه شوي دي، لا يې هم برخلیک نه دی معلوم.


د ګردیز غږ راډيو په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: "د دغه راډیو مسول جمال الدین دلدار له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د طالبانو په بند کې دی، نیول او د رسنیو د غږ غلي کول د بېلابېلو قوانینو نقض کول دی، باید هر څه ژر خوشې کړل شي."


په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې محدودیتونو د رسنیو د ملاتړ د ګڼو بنسټونو غبرګونونه هم راپارولي دي.


تازه د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دغو دوه خبریالانو د ورکېدو په اړه څېړنې وکړي او د پېښې عاملین عدالت ته وسپاري.




دغه فدراسیون په خپله رسمي ویب پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي دي: "د بیان د ازادۍ د ساتنې په برخه کې طالبانو د خپلو ژمنو خلاف له کله چې واک ترلاسه کړی، په افغانستان کې د خبریالانو د ځورونې، وهلو ډبولو، نیولو او تښتولو پېښې د پام وړ زیاتې شوي دي."


فدراسیون له طالبانو غوښتي، چې د علي اکبر خیرخوا او جمالدین دلدار په اړه ژر څېړنې وکړي او د پېښې عاملین د قانون منګلولو ته وسپاري او د خبریالانو او رسنیو د ساتنې لپاره هڅې زیاتي کړي.


د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، موږ هم هڅه وکړه چې غبرګون یې ولرو، خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت د رسنیزو سرغړونو کمېسیون جوړ کړ چې له مخې يې باید رسنۍ او خبریالان د قانون پر بنسټ خپلې چارې مخته یوسي.


د یادولو وړ ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې لیکوال او مدني فعال عماد الدین دوران د کابل د خیرخانې سیمې نه نادرکه شوی دی، کورنۍ يې ادعا کوي چې نوموړی د طالبانو استخباراتو ریاست نیولی، طالبانو د استخباراتو ریاست یوه اوونۍ وړاندې وویل چې په دې اړه به معلومات وکړي، خو لا يې جزیات نه دي شریک کړي.


طالبانو په وار وار ویلي دی، چي د دوی د حکومت د قوانینو پر بنسټ د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي خو له دې سره لا هم په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus