Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا: د بشري حقونو په ننګه د معترضو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

یوه ورځ وروسته له دې چې یو شمېر ښځو په کابل کې د طالبانو د اجباري حجاب پر ضد لاریون وکړ، اوس سپینه ماڼۍ وايي، د بشري حقونو په ننګه د پورته شویو غږونو څخه له هرې ممکنې لارې ملاتړ کوي.


د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون په خپل رسنیز کنفرانس کې په کابل کې د اجباري حجاب په ضد د ښځو لاریون ته په اشارې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي.


ساکي وايي: "او دا چې ایا دې موږ حیران کړي یوو چې دوی یعنې "ښځې" پر واټونو اعتراض کوي؟ نه. دا هغه ښځې دي چې له لسیزو راهیسې په مېړانه د ظلم او د طالبانو پر وړاندې درېدلي. تاسو په دې پوهېږئ چې موږ به له هرې ممکنې لارې د دوی له هڅو او مېړانې او کوم جرئت چې دوی لري، ملاتړ ته دوام ورکوو."


په کابل کې د اجباري حجاب پر ضد لاریون کوونکو معترضو ښځو پرون ادعا وکړه، چې طالبانو یې د اعتراض مخه نېولې او سپکې سپورې یې ورته ویلي.




که څه هم طالبانو د ادعا په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې یو شمېر معترضې ښځې زندان ته اچولي او وروسته یې منلې چې معترضې ښځې یې د ضمانت په مقابل کې ازادې کړي دي.


له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نجونو، ښځو، بشري حقونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه د طالبانو تګ‌لاره او کړنې، له متحده‌ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د دې ډلې اړیکې ټاکي.


د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په خپل خبري کنفرانس کې د ښځو په اړه د طالبانو تګ‌لاره د بشري حقونو خلاف عمل وبلله او زیاته یې کړه، که همداسې دوام وکړي، له ټولې نړۍ سره به د طالبانو اړیکې خرابې کړي.


پرایس وویل: "د افغانانو غوښتنو او د نړیوالې ټولنې تمې ته د طالبانو ځواب به، نه یوازې له طالبانو سره زموږ اړیکې، بلکې له طالبانو سره د نړۍ اړیکې وټاکي. موږ پوهېږو چې له طالبانو سره تر هغه وخته پورې عادي اړیکه نه شو نیولای چې هغوی د افغانستان د ټولو خلکو حقونو ته پوره درناوی وکړي."




پرایس زیاته کړه، طالبان له نړیوالې ټولنې مشروعیت غواړي او دا مشروعیت د ټولګډونوالي او د نجونو او ښځو د حقونو په ساتنې او له دوی سره په چلند پورې تړلی دی.


د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو د اجباري حجاب فرمان داسې مهال له سختو غبرګونونو سره مخ دی چې طالبان دا د افغانستان کورنۍ موضوع بولي او وايي، نړیواله ټولنه حق نه‌لري چې په دې اړه نظر ورکړي.




خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون خبرداری ورکړ، چې که دوی احساس کړه چې طالبان د ښځو په اړه خپلې پرېکړې نه لغوه کوي، داسې لارې او وسیلې شته چې طالبان به له ډېر فشار لاندې راولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus