د پاکستان ځینې اوسني او پخواني چارواکي افغانستان کې له پاکستاني طالبانو سره مذاکرې کوي.
راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ او پوځي استخباراتو ادارې يا اى ايس آى چارواکي په کابل کې دي، چې د پاکستاني طالبانو د ډلې ټي ټي پي له ځینو غړو سره د اوربند او روغې جوړې پر یوه موافقه سلا وکړي.
ځینو سرچینو د سي اين اين شبکې نيوز 18 ته ویلي، د پاکستان دغه چارواکي له تېرې چهارشنبې په کابل کې دي او د طالبانو حقاني شبکه په دغو خبرو کې د منځګړې رول لري.
د پاکستاني طالبانو ډله چې تر چتر لاندې یې ځینې نورې افراطي ډلې هم شاملې دي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې فعالیت لري او په وروستیو کې یې په پاکستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی
سرچینو ویلي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی مشر، ډګر جنرال فیض حمید هم د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی چې په دغو خبرو کې برخه واخلي.
د پاکستان تېر حکومت هم د عمران خان په مشرۍ له پاکستاني طالبانو سره د اوربند پر موضوع خبرې کړې وې، خو د پاکستاني طالبانو عمده ډلې د اوربند پر موافقه سلا ونه کړه.
ډګر جنرال فیض حمید په تېره سپټمبر میاشت کې چې لا د طالبانو سرپرست حکومت نه و اعلان شوی، کابل ته سفر کړی و، چې ظاهراً د افغان طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د حکومت د تشکیل پر سر د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د کابل په سرینا هوټل کې، د فیض حمید د هغه وخت عکسونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي وو.
په همدې حال کې تېره اوونۍ د مسیدو یوې جرګې چې څه باندې ۳۰ کسان په کې برخه لري، په پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو له ډلې سره د مذاکرو هڅې کړې وې، چې په برمل ولسوالۍ کې یې د پاکستاني طالبانو له مشر مفتي نور ولي سره کتلي وو.
تېره یکشنبه د سویلي وزیرستان په مکین کې هم د روغې جوړې لپاره دغسې یوه بله غونډه شوې وه.
څو سرچینو ویلي، تېره اوونۍ د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یا ټي ټي پي دوه قوماندانان په کابل کې حقاني شبکې ته سپارل شوي وو، چې د پاکستان د پوځ او د دې تحریک د مذاکرو د بریا په صورت کې به خوشې کېږي.
مسلم خان او محمودخان د ملا فضل الله په مشرۍ په سوات کې د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران وو، چې په ۲۰۰۹ م کال کې په دې سیمه کې د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.
له دې پرمختګونو باخبره سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله د خپلو نومونو له ښودلو ډډه کوي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، چې اوسمهال د پاکستان د پوځ یو پلاوی په کابل کې دی او د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرې کوي څو د یوه جوړجاړي په صورت کې اوربند او سوله اعلان کړي.
د مشال راډیو د راپور له مخې هغه مهال پاکستاني طالبانو د نورو مسایلو ترڅنګ د خپلو ۱۰۲ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، چې د دغو کسانو په لیست کې د مسلم خان او محمودخان نومونه هم شامل وو.
د پاکستان پوځ تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي او آزادي راډیو د طالبانو د حکومت د غبرګون په ترلاسه کولو هم بریالۍ نه شوه.