Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یوناما: د نجونو زده کړو په اړه د طالبانو نظرونه همغږي نه دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو یو شمېر مشران د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو باور لري، خو د دوی نظرونه لا تراوسه هم همغږي نه دي.


د اتم ټولګې زده کوونکې مرسل، چې د ښوونځيو د بندېدو د پرېکړې دوام يې د زده کړو هیله ورځ تر بلې مړاوې کوي.


هغه وايي، د طالبانو حکومت په کور پاتې کړه او په کور جبري پاتې کېدل ورته د یو بندې په څېر احساس ورکوي.


مرسل وویل: "دلته کور د زندان په څېر دی، هغه ښوونځی، هغه خوبونه، هغه څه چې ما درلودل، دا ټول مې د اسلامي امارت د یوې خبرې له امله هېر کړل، نن زموږ کور د زندان په څېر دی، په رښتیا هم ډېره مایوسه شوې یم."


مرسل طالبان د زده کړو په برخه کې د روان حالت مسوولین بولي.


خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بېرته پیلېدو ته هیله منه ده.


اغلې لاینز په دې اړه د طالبانو د مشرتابه له غړو سره څو ځلې لیدنې کړې دي.


اغلې لاینز تازه د سی این این سره په یوه مرکه کې ویلي، هغه د یو شمېر طالب مشرانو په باور له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هیله منه کړې ده.




د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دغه شان ټینګار وکړ، چې طالبان لا هم د دې نظر په همغږي کولو نه دي بریالي شوي.


هغې زیاته کړه: "ځينې یې په ښکاره ډول په دې باور دي، او موږ د طالبانو له ډېرو مشرانو څخه اورېدلي او هیله من شوې یو، خو د هغوى نظرونه لا هم همغږي نه دي چې نجونې دې بيا ښوونځيو ته ولاړې شي، بناً دوی د یوه حاکمیت تر چتر لاندې، یو واحد نظر او کلي توافق ته نه دي رسېدلي."


طالبانو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي وو، چې د دوی د مشرتابه له لوري د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د حکم په تمه دي.


خو دا باور د نجونو د ښوونځیو د ځینو ښوونکو لپاره د تېر ایستلو نه پرته بل څه نه دي.


دوی د د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او پوهې د موضوع په اړه د شک په نظر ګوري.


یوه ښوونکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم يې په دې راپور کې خپور شي، ازادی راډیو ته وویل: "دوی کولای شي چې په خپل منځ کې سره کېني، همغږي وکړي او پرېکړه وکړي چې د نجونو لپاره بېرته ښوونځي پرانېزي، همدارنګه، پر ښځو بندیزونه کم کړي، اما دوی اصلاً نه غواړي چې دا کار وکړي."


د طالبانو حکومت له میاشتو راهیسې له شپږم ټولګیو د پورته نجونو ښوونځي تړلي دي.


تر اوسه هیڅ کوم کورني او بهرني احتجاج په دې برخه کې د طالبانو د حکومت لخوا کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وړاندې له سي این این سره په خبرو کې ویلي وو، چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستل کیدو په اړه ښه خبرونه په لاره دي، خو هغه څه چې لا تر اوسه هم د یوې خبرې تر حده پاتې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus