د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۷ ولایتونو کې د یو څه شدید باران او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست پرون په یوه بيان کې وویل چې سمنګان، تخار، بدخشان، بامیان، بغلان، پنجشېر او نوروستان ولایتونو کې به د جمعې په ورځ باران وریږي او ممکن سېلونو هم په کې راووځي.
څه باندې دوه اونۍ مخکې هم شدیدو بارانونو او سېلونو افغانستان کې له شلو زیات کسان مړه کړل، سلګونه کورونه یې ویجاړ او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه یې خرابه کړه.