غزني کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
په دې سیالیو کې ۲۸ لوبډلو ګډون کړی وو چې پایلوبې ته یې متحد افغان او د پکتیکا یاران لوبډلې وتلې وې چې پهکې د پکتیکا یارانو لوبډله ۳-۱ پایلې سره د دې سیالیو اتله شوه.
دا سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، هدف یې د والیبال ورزش وده او د لوبغاړو ترمنځ ته د یووالي رامنځ ته کول ښودل شوي.