Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانه هدا خموش د ټايم مجلې د کال په سلو اغېزناکه څېرو کې راغلې

د افغان ښځو د حقونو فعاله هدا خموش چې نوم یې د ټایم مجلې د ۲۰۲۲ کال د سلو اغېزناکو څېرو په نوملړ کې راغلی وایي د افغان ښځو د حقونو لپاره د عدالت تر تامیندو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.


اغلې خموش د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په دې نوملړ کې د دې د نوم راتلل د افغان ښځو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې یې د هڅو پایله ده.


تازه ټایم امریکایي مجلې د ۲۰۲۲ کال د سلو اغېزناکو څېرو په نوملړ کې د هغې د نوم له لیکو خبر ورکړی دی.


د افغان ښځو د حقونو فعاله هدا خموش له نور افغان ښځو غوښتنه کوي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره دې مبارزه وکړي.


نوموړې وایي د افغان ښځود حقونو لپاره د عدالت تر تامیندو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.


هغه وايي: "ما هڅه وکړه چې ودرېږم او د نړۍ په هر ځای کې چې یم د قلم او خپل غږ په وسیله خپلو مبارزو ته دوام ورکړم تر څو وکړای شم د ځان، افغان ښځو او هغو نجونو او ښځو لپاره چې اوس یې له حقونو محرومې شوي، د بریالیتوب او برابرۍ لاره پرانیزم."


خو هغه ټینګار کوي چې دا بریالیتوب یې د ټولو بریالیو افغان ښځو لپاره ویاړ دی.




هغه ښځو ته دا پېغام ورکوي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي او د هغو کسانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي چې غواړي د دوی حقونه ترې واخلي.


هدا خموش د طالبانو د واکمنۍ پر ضد یوه له هغو معترضو ښځو څخه ده، چې د اوسلو په غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستانه تللې وه او په دغه غونډه کې د طالب چارواکو پر ضد خپل د اعتراض غږ له پورته کولو وروسته بېرته افغانستان ته سته نه‌شوه.


دا په داسې حال کې ده چې د ټایمز په نوم امریکايي مجلې په دې وروستیو کې د هدا خاموش نوم په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د ۱۰۰ ډېرو با نفوذه کسانو په نوملړ کې شامل کړ.


په افغانستان کې یوې ښځینه فعالې، مونسه مبارز، د ښځو د حقونو لپاره د هدا خاموش د مبارزې ستاینه وکړه، ویې ویل چې په دغه لیست کې د هغې د نوم شاملول طالبانو ته یو قوي پیغام دی.


نوموړې ويلي: "د افغانستان په دننه کې په اوسني شرایطو کې د طالبانو لپاره دا پېغام ورکوي چې ښځې له منځه نه‌شي تلای او ښځې د ټولنې مهمه برخه ده. دا ښځې دي چې ټولنه جوړوي او سیاستوال او مشران زیږوي."


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر ښځو بندیزونه زیات شوي دي؛ خو افغان میرمنې د کار، تعلیم او په افغانستان کې دننه او بهر په ټولنه کې د پیاوړي حضور په ګډون د خپلو حقونو لپاره لا هم خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.


د نړۍ د سلو با نفوذه شخصیتونو نوملړ په لومړي ځل په ۱۹۹۹ کال کې د امریکايي ساینس پوهانو، سیاستوالو او ژورنالېستانو د یوه نړیوال بحث په پایله کې خپور شو، مګر اوس دا په یو کلنۍ تبلیغاتي پېښه بدل شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus