د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغان لوبډلې په تایلند هېواد کې د اسیا سهمیې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې د افغانستان د وېلچير ملي لوبډله سبا له عراق سره د لوبې میدان ته ښکته شي.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه فلپین هېواد ته بایللې وه.
د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي دي، چې د افغانستان ۱۲ کیسزه لوبډله هم برخه په کې لري.