د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، په ټلوېزیونونو کې د ښځینه ویندویانو د مخونو پر پټولو نوی محدودیت، د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د ازادۍ د شدید سلب څرګندونه کوي. د دې سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار تېر ماښام ازادي راډیوته وویل، د ښځو حجاب هغسې چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له سي ان ان سره په خبرو کې ادعا کړې وه، په هیڅ صورت اختیاري نه بلکې اجباري دی. نوموړې ويلي: "د ښځینه ویندویانو د مخونو د پټولو امرزیان اړونکی دی، ځکه دغه ښځې هغه معلومات چې په افغانستان کې څه پېښیږي راټولوي او خلک ترې خبروي. Читать дальше...