امېد غزني لوبډله د غزني د فوټبال غوره لیګ اتله شوه.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فېسبوک پاڼه کې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي، دا سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې د ۶ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې، د امېد غزني په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني په غوره لیګ کې ازادي، امېد غزني، صداقت، کاروان کوچي، جمعیت منګور او ده یک ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی و چې لومړی مقام یې امېد غزني او دویم مقام ازادي لوبډلې خپل کړ.
د غزني غوره لیګ په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.