د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنى کمپاین پیل کړ.
د طالبانو حکومت د عامې ورغتیا وزارت د پولیو د محوه کولو لپاره د اضطراري عملیاتو د ملي مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مومن نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه کمپاین د راتلونکې څلورو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې دوام لري.
هغه وویل: "دغه کمپاین د څلور ورځو لپاره دی چې په درې ورځو کې یې واکیسن تطبیق کېږي او په څلورمه ورځ یې سروې ده چې کوم ماشوم له دغه کمپاین نه پاتې نه وي، په دې کې هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلنو زیات نه وي او له شپږو میاشتې کم نه وي د پوښښ لاندې دي."
د ښاغلي مومن په وینا په دې کمپاین کې ښځینه کارکونکي هم شاملې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ورستیو معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۱ کال کې څلور پېښې په غزني او کندز ولایتونو کې ثبت شوې.
د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ یوازې سږ میلادي کال یوه پېښه د پکتیکا په دیله ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
دغه وزارت له خلکو غوښتې چې د پولیو له واکیسناتوران سره همکاري وکړي تر څو هېڅ ماشوم له دغه کمپاین بې برخې پاتې نه شي.
سږنی کمپاین د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې 'یونېسف په مالي ملاتړ ترسره کېږي.
د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې اقدامات پیل کړي دي.
د ورستیو راپورنو له مخې افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم د نړۍ هغو هېوادونو کې دي، چې دغه ناروغي په کې شته.
په تېرو کلونو کې د افغانستان په ځینې سیمو کې ناامنۍ او د ځینې وسله والو ډلو له لوري له واکسین سره مخالفت په ځانګړې توګه ددې ناروغې د زیاتېدو لاملونه ښودل شوي و.