Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رایزټوپیس: القاعده شبکه له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي

رایز ټو پیس:


رایز ټو پیس خپرونې د افغانستان د اقتصادي بحران او په نتیجه کې یې د تروریستي ډلو د فعالیت د زیاتېدو د احتمال په اړه لیکنه خپره کړې ده.


خپرونې په پیل کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو محدودیتونو ته اشاره کړې، چې وروستی مورد یې ښځینه ویندویانو ته د مخ پټولو امر و.


رایز ټو پیس دا ښځو او مذهبي اقلیتونو ته د طالبانو له لوري یوه بله سزا بولي او وايي، چې د بشري حقونو رعایتولو ته د طالبانو نه لېوالتیا د دې سبب کېدای شي چې افغانستان د نړیوالو مرستې له لاسه ورکړي.


نړیوال بانک له وړاندې لا د ښځو د حقونو په خاطر افغانستان ته د پرمختیايي پروژو لپاره څه باندې ۶۰۰ ملیون ډالره ځنډولي دي.


خپرونه وايي، افغانستان اوس له شدید اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی، په سلو کې ۹۵ افغان کورنۍ د خوراکي موادو مصئونیت نه لري.


نو په داسې حالت کې اقتصادي شرایط په افغانستان کې د تروریستي ډلو په تېره بیا داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې او القاعده وړتیا او فعالیت زیاتولی شي.


خپرونه دې ته اشاره لري، چې هرڅومره فقر او نېستي زیاتېږي په هماغه اندازه تروریستي ډلو ته د کسانو جلب و جذب اسانیږي ځکه چې ځوانانو ته بل انتخاب نه پاتې کېږي.


رایز ټو پیس خپرونه د القاعده په اړه لیکي چې دا شبکه له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او دا احتمال شته چې بیا په افغانستان کې د روزنې یا تریننګ کمپونه جوړ کړي.


د روزنې کمپونه او د نویو کسانو جلب و جذب به د القاعده وړتیا ډېره کړي.


که څه هم اوس القاعده په امریکا کې د حملو توان نه لري خو که وړتیا یې زیاته شي، امکان شته چې پر امریکا او په اروپا کې د لوېدیځو هیوادونو پر هدفونو بریدونه وکړای شي.


خپرونه د داعش په اړه لیکي، چې دا ډله د طالبانو مخالفه ده خو هر څومره چې په افغانستان کې اقتصادي شرایط خرابېږي احتمال شته چې داعش ورڅخه ناوړه ګټه واخلي ځکه چې د طالبانو په وړاندې به بدبیني لا ډېره شي او ځوانانو ته به بله لار نه وي پاتې.


د بریتانیا مېل ورځپاڼه:


د بریتانیا مېل ورځپاڼې د طالبانو له لوري د تلوېزیونونو ښځینه ویندویانو ته په تلوېزیون کې د ښکارېدو په مهال د مخ پټولو د حکم په اړه لیکنه خپره کړې ده.


ورځپاڼې کښلي چې د یکشنبې په ورځ یو وار بیا د افغانستان په تلوېزیونونو کې ښځینه ویندویانې مخ پټې څرګندې شوې.


ورځپاڼه وايي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي پر مدني ټولنې یې محدودیتونه لګولي خو تر ټولو زیات فشار یې د ښځو او نجونو پر حقونو دی او غواړي چې د خپل ځانګړي ډول اسلام مطابق شرایط تحمیل کړي.


مېل ورځپاڼې د طالبانو د امربالمعروف د ادارې وروستي اقدامات د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له هغه فرمان سره تړلي بللي چې د روانې مې میاشتې په لومړیو کې یې خپور کړ او په هغه کې یې ویلي چې ښځې باید سر تر پایه په بورقه یا چادرۍ کې پټې وي.


ورځپاڼه د رسنیو د چلوونکو په قول وايي، چې طالب چارواکو ورته ویلي چې که ښځینه ویندویانو د دوی نوي مقررات رعایت نه کړل نو جزا به ورکړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus