Нижегородцам покажут "Смуту": исторический фестиваль состоится 5-7 апреля

В Тюмени насмерть сбили 9-летнего мальчика на велосипеде

Весна не спешит: после тепла Россию ждет холодный апрель

«Наука в школе: реальность или иллюзия»: в Технопарке Физтех-лицея им. П. Л. Капицы эксперты выяснили, могут ли школьники заниматься наукой

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2022

Новости за 01.10.2022

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل

نن په کابل کې د معترضو ښځو راټولېدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شو. دغو ښځو د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله مظاهره کړې وه. هممهاله یو شمېر نورو ښځو چې د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې راټولې شوې وې د "تعلیم زموږ حق دی" شعارونه ورکول.

Mashaalradio.com 

مېکسيکو کې د "یهودیو طالبانو" يوشمېر غړي نيول شوي

په مېکسيکو کې پوليسو د یهودانو د یوې سختدریځه فرقې "لېف طهور" يوشمېر غړي په یو حفاظتي مرکز کې اچول شوي دي. هغې فرقې ته د نجونو او ښځو په اړه د سختو محدودیتونو له کبله "یهودي طالبان" هم ویل کېږي. د لېف طهور (پاک زړه) په نوم په هغه ډله کې شاملې ښځې برقعې په سروي او د نجونو لپاره تر ۱۴ کلنۍ پورې حجاب او واده لازمي دي. د هغې فرقې منونکي خورا کم دي خو له نورو ټولو یهودانو ځانونه جلا ګڼي. د مېکسیکو چارواکي وايي چې د لېف طهور اسرایيلی مشر یې د منظمو جرمونو او د انسانانو د قاچاق په تور نیولی او په ډله کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مثلث: دطالبانو او اسلام اباد اړیکي

پاکستان پر نړیوالو دریځونو په وروستیو کې دا خبره راپورته کړې ده چې افغان طالبان لاهم د نړیوالو ترهګرو کوربانه دي. د طالبانو یوه چارواکي دا تور په کلکه رد کړ، د اسلام اباد ادعا او د طالبانو د یوازې یوه چارواکي عکس العمل د دې څرګندونه کوي چې د دواړو لوریو تودې اړیکي په سړیدو دي؟

Mashaalradio.com 

په بنګله دېش کې ګرانۍ خلک تنګ کړي

په بنګله دېش کې د روزمره ضرورت د توکیو ګرانېدو خلک د سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د ګرانۍ خلاف په سرښار ډاکه او نورو سیمو کې خلکو مظاهرې هم کړې دي. شنونکي وايي، پر اوکراین د روسیې برید، د بنګله دېش اقتصاد هم خراب کړی دی. نور حال د اې پي اژانس په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ لومړۍ لوبه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده

د کرکټ د شل اورونو د نړیوال جام لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۶مه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده. د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبي افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي. تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ انډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او اسټرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی. په تېرو نږدې شپږو پېړیو کې چې د کرکټ لوبې د انګلستان له جنوب ختیځه پيل شوې چې بیا د بریتانیا له امپراتورۍ سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په یوه اشغال شوې سیمه کې نږدې ۵۰۰۰ روسي سرتېري محاصره شوي

د اوکراین په ختیځ کې د ځواکونو ویاند سیرهي چیرواتي نن خبر ورکړ چې په دونیڅک کې د لیمان د ریلګاډي د مرکز له مهمې سیمې سره دوی روسیي پوځیان محاصره کړې دي. د چیرواتي له اټکل سره سم د محاصره شویو روسیي پوځیانو شمېر نږدې پنځه زرو ته رسېږي. دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې روسیې په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره د هغې د یوځای کېدو ادعا کړې ده. روسانو د دونیڅک په شمال کې د عملیاتو لپاره د لیمان د ریلګاډي له مرکزه د لوژیستیک عملیاتو لپاره استفاده کوله. مسکو تر اوسه په دې سیمه کې د محاصره شویو روسیي پوځیانو په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې

د کابل پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې. زینب د کابل په پروني خونړي برید کې خپله ځوانه خور له لاسه ورکړه. حسنیه عظیمي د «کاج» کورس زده کوونکې وه چې پرون په کابل کې له خپلو ګڼو نورو ټولګیوالو سره د یوه خونړي برید هدف وګرځېده. د حسنیې مرګ د هغې کورنۍ او خپلوان د ویر په ټغر کېنول. د حسنیې خور زینب عظیمي وویل: "سهار له کوره ووته چې په ازموینه کې برخه واخلي. ورته ومې ویل چې مه ځه خو ټینګار یې درلود چې ځي. نهه بجې وې چې خبر شوو چاودنه شوې." تر چاودنې وروسته د ګڼو قربانیانو جسدونه نه پیدا کېدل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څارونکي: افغانستان کې دې د بشري مرستو پر لګولو څارنه زیاته شي

ځینې څارونکي وايي، لا هم شک لري چې له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په اندازه بشري مرسته دې په شفاف ډول لګول شوي وي. د افغانستان امریکايي پوهنتون یو استاد، په دې باور دی، چې په کار ده له افغانستان سره د کېدونکو بشري مرستو د څار لپاره یوه درېیمګړې اداره جوړه شي. عبید اله بهیر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده، چې ښايي د دغسې یوه میکانیزم د نه موجودیت په صورت کې مالي فساد ته لار اواره شي. هغه وویل: "غوره لار دا وه چې د دواړو لوریو له خوا یو ګډ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د کابل پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وايي، د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې انساني تلفات لوړ شوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما تازه د تېرې ورځې چاودنې د تلفاتو ارقام خپاره کړل. یوناما په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی پلټنو او موندنو پر بنسټ په کابل کې د جمعې په ورځ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي. یوناما وړاندې لیکي چې په وژل شویو کسانو ډېری برخه ځوانې نجونې او مېرمنې دي. له بلې خوا بیا د طالبانو... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

طالبان: پر کاج ښوونيز مرکز مو د بريد په تړاو مشکوک تن نيولی

د طالبانو حکومت وایي دوی پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په تړاو یو مشکوک تن نیولی او پلټنې یې پیل کړې دي. په کابل کې د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر دغه ښوونیز مرکز په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول چې زیاتره يې نجونه زده کونکې وې. د دغه بريد ذمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې. اسوشیېټېډ پرېس اژانس په دې اړه ويډيويي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد يې وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د رسنيو د بندېدو او وضعيت په اړه اندېښنه وښودل شوه

د خبريالانو نړيوال فدراسيون په افغانستان کې د رسنيو د بندېدو او وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې. د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو د پرلپسې دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان رسنیو د خوندیتوب لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. د دغه فدراسیون په اعلامیه کې په خوست کې د رڼا غږ راډیو د بندیدو په اړه هم ویل شوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې "رڼا غږ" راډیو د سپټمبر په ۲۲مه د اقتصادي ننګونو له امله خپلې دروازې تړلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ورځ تر بلې ډېرېدونکې ناامني او اندېښنې؛ خلک: افغانستان کې امنیت نه شته

په کابل او ولایتونو کې وروستیو ناامنیو افغانان اندېښمن کړي او وايي، دې بریدونو او چاودنو وښوده چې د طالبانو هغه ادعا سمه نه‌ده چې وايي، افغانستان کې بشپړ امنیت راغلی. کابل نن یو ځل بیا د یوې بلې چاودنې شاهد و، د هغو پېښو تکرار چې د جمهوري نظام پر مهال یې کابل مېشتي شاهدان وو او حکومتي چارواکو به یې پړه پر طالبانو اچوله. د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته د پېښې له ځایه یو تصویر رالېږلی چې ښيي چاودنه پر یوه سراچه موټر شوې. د معلوماتو پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون: په خوست کې د رڼا غږ راډیو فعالیت ودراوه

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو په دوام کې په خوست ولایت کې د رڼا غږ راډیو فعالیت ودراوه. د دغه فدراسیون له خبرپاڼې سره سم، چې پرون شنبه یې خپره کړې ده، رڼا غږ د مالي ستونزو له کبله د سپټمبر په دېرشمه خپرونې ودرولې. د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون زیاته کړې چې په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو د دوام له کبله اندېښنه لري.

Pa.azadiradio.com 

زرګونه عراقیانو د ایران پر ضد لاریون وکړ

زرګونه عراقیانو نن په بغداد کې د ایران پر ضد لاریون وکړ او د خپل هېواد په چارو کې یې د ایران د لاسوهنې د پای ته رسېدو شعارونه ورکول. د عراق د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، لاریون کوونکو د فساد او د حکومتي سیستم د سهامي توب پر ضد هم شعارونه ورکول. فرانس پریس خبري اژانس وايي، د لاریون کوونکو شمېر زرګونه تنه وو او اکثره ځوانان وو. دوی له عراق څخه د ایران د وتلو او له ایران سره د برابرۍ غوښتنه کوله.

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي د کابل پرونۍ حمله په کلکه وغندله

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټرش د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې پرونۍ حمله په کلکه وغندله. سرمنشي د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله کړې ده. ګوټرش ټینګار کړی چې تعلیم یو اساسي حق دی او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره ضروري دی. له بلې خوا د ملګروملتونو امنیت شورل هم دا برید په کلکه غندلی دی.

Pa.azadiradio.com 

ترکیې هم د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو برخو یوځای کېدل وغندل

ترکیې هم د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو برخو د یوځای کېدو لپاره د مسکو هڅه وغندله. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، روسیې په جدي ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په دېرشمه یو سند لاسلیک کړ چې د خپل هېواد له خاورې سره د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا د یوځای کېدو هڅې ته رسمیت ورکوي. امریکا، بریتانیا، جرمني، سویډن او پولنډ دا اقدام غندلی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسیې د امریکا او البانیا له لوري وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د دغه هېواد له خاورې سره د اوکراین د خاورې د یو شمېر برخو د یوځای کېدو په محکومیت کې د ملګروملتونو امنیت شورا ته د امریکا او البانیا له لوري وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ، خو چین دغه پرېکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه. په امنیت شورا کې د پرېکړه لیک پر سر تر رای اخیستلو مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې د اوکراین څلور غصب کړې سیمې یې د خپل هېواد له خاورې سره یوځای کړي دي. د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړ چې د روسیې له خاورې سره د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيویي مجله؛ د ګردېز بالاحصار د خرابېدو ګواښ سره مخ ده

د ازادي راډیويي مجلې د دې اوونې په خپرونه کې اورئ چې جرمني کې افغانانو مشاعره کړې. دغه راز خپرونه کې اورئ چې پنځو شاعرانو ته جایزې ورکړل شوي. د ګردېز بالاحصار د خرابېدو ګواښ سره مخ ده. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا د جاپان په لور بالستیک توغندي توغولي

شمال کوریا نن د جاپان لور ته په  سمندر کې دوه بالستیک توغندي وتوغول. دا په تېره یوه اونۍ کې څلورم ځل دی چې پیونګ یانګ توغندي ازمایي. د جنوبي کوریا پوځ د نننیو توغندیو د ازموینې خبر ورکړ، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. جاپان وویل چې دې توغندیو د پنځه دېرشو او پنځوس کیلومترو په لوړوالي د درې سوه پنځوس او څلور سوه کیلومترو ترمنځ واټن وواهه. د ملګرو ملتونو په یو شمېر پرېکړه لیکونو کې بیا بیا له پیونګ یانګ نه غوښتنه شوې ده چې د بالستیک توغندیو له ازموینو لاس واخلي. یو شمېر کتونکي په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نرښځیان: زموږ د خوندیتوب پر قانون دې سیاست نه کېږي

پاکستان کې نرښځيان وايي، د دوی د شناخت او د حقونو خوندي ساتلو په قانون کې دې بدلون ونه کړل شي. د نرښځيانو مشرانو د سېپټمبر پر ۳۰مه په کراچۍ پريس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې دغه قانون سم دی او څوک دې پرې سياست نه کوي. تر غونډې وروسته د نرښځيانو د اتحادیې مشرې بنديا رانا مشال راډيو ته وويل چې دوی د مذهبي ډلو لخوا پر دغه قانون د اعتراضونو غندنه کوي. د دې په خبره ياد قانون کې هېڅ يوه ماده د پاکستان له ايين او شريعت سره په ټکر کې نه ده. د نوموړې په وینا، په دې قانون کې داسې خبره نه شته چې ګنې نرښځيان له يو بل سره ودونه کولای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: د پوتین له شرمه ډکه ټولپوښتنه په رسمیت نه پېژندل کېږي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د روسیې ولسمشر ته خبرداری ورکړ چې د روسیې له خاورې سره د اوکراین د خاورې د څلورو سیمو یو ځای کېدل به کله هم په رسمیت ونه پېژني. ولسمشر جو بایډن په واشنګتن کې خبرې غونډې ته وویل: "د پوتین کارونه د ده د ستونزه نښه ده، له شرمه ډکه ټولپوښتنه یې ترسره کړه او متحدایالتونه به کله هم دا په رسمیت ونه پيژني. صادقانه ووایم نړۍ به یې هم ونه پېژني، دی نه شي کولی د خپل ګاونډي خاوره ونیسي او په دې سادګۍ ورسره وتښتي." جو بایډن پرون وروسته تر دې په واشنګټن کې دا خبرې وکړې چې تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې په غبرګون یو شمېر ښځو لاریون کړی

کابل کې په کاج ښوونیز مرکز د برید په اعتراض، نن یو شمېر نجونو او ښځو لاریون کړی. معترضو نجونو او ښځو نن له ټولو محدودیتونو سره سره خپل غږ پورته کړ. د دوی د لاریون موخه، د کابل په لوېدیځ کې په کاج ښوونیز مرکز د برید غندل او د عدالت غوښتنه ده. د لاریون یوې ګډون‌والې ژولیا پارسي د لاریون پر مهال ازادي راډیو ته وویل: "زموږ نننی اعتراض په کاج ښوونیز مرکز کې د قرباني شویو نجونو په اړه دی. هدف مو دا دی چې نسل وژنه باید پای ته ورسېږي. یو بدلون باید راشي چې له مخې یې نسل وژنه پای ته ورسېږي. تر هغه... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Яндекс» продают за 475 млрд рублей

Счет шел на секунда: как врачи спасали жизни пострадавших в теракте в «Крокусе»

Потери иностранных компаний от ухода с российского рынка превысили 107 млрд долл. США

Спортивные выходные с «Известиями»

Музыкальные новости

Бизнес в огне. Почему так часто горят склады

Shot: рейс Turkish Airlines вернулся во Внуково из-за криков и танцев пассажира

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию

Чемпионат по зимнему плаванию пройдет в Пскове

Новости России

Счет шел на секунда: как врачи спасали жизни пострадавших в теракте в «Крокусе»

"На пожарную безопасность они тоже забили": жадность Агаларовых повлекла массовые жертвы в ходе теракта

В Челябинске начали курсировать «умные» трамваи

Успех Группы "Эталон": активы выросли до 303 млрд рублей

Экология в России и мире

Тариф – Большой Концертный Тур. Организация серии больших концертов.

В России зафиксирован рекордный рост цен на авиабилеты: названы новые реалии

На Сейшелы к новорожденным черепахам

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Спорт в России и мире

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер

Россиянка покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем

Александрова впервые войдет в топ-15 мирового рейтинга

Янник Синнер поделился впечатлениями от общения с игроками сборной Италии по футболу

Moscow.media

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию

В Петербурге перекрыли канал нелегальной миграции

В Москве начали тестировать самокаты с номерами, а в Саратове ввели запрет на передвижение

На Урале будут судить виновника ДТП с микроавтобусом, в котором ехала группа учителей











Топ новостей на этот час

Rss.plus






«Наука в школе: реальность или иллюзия»: в Технопарке Физтех-лицея им. П. Л. Капицы эксперты выяснили, могут ли школьники заниматься наукой

В Тюмени насмерть сбили 9-летнего мальчика на велосипеде

Свыше 2,8 тысячи ям заделали на автомобильных дорогах в Люберцах с начала года

Творческая мастерская «Домики для братьев наших меньших» в ТРЦ «Нора»