د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سره د 'افغانستان د وضيت په اړه' خبرې کړې دي. ښاغلي محب نن پر خپل ټويټر ليکلي چې له ښاغلي مسعود سره د خبرو اصلي تمرکز يې پر ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو و چې د ده په وينا پهکې د ملي بيرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي. د ده په وينا، له احمد مسعود سره په خبرو کې "دواړو پر دې ټينګار کړی چې د افغانستان د اوسنۍ معضلې د حل لپاره سياسي اجماع ته اړتیا ده". احمد مسعود يا د ده تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې یکشنبې په استرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې پيل شي. د اوونۍ تر اخره به د لومړي پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شي، افغان لوبډله د غوراوي په پړاو کې ده چې دا لوبې راتلونکې اوونۍ شروع کېږي. د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبي افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي. تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او استرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی. Читать дальше...
له هغې وروسته چې د افغان مېرمنو پر فعالیتونو محدویتونه وضع شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې اوس یو شمېر مېرمنې او نجونې هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره یوه لار ولټوي. یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې دطالبانو د واکمنېدو راهیسې له خپلو فعالیتونو او زدهکړو لرې پاتې دي، راټولیږي او د خپلې خوښې کتابونه لولي. د ښځې کتابتون د یو شمېر هغه مېرمنو او نجونو لپاره چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو محروم شوي د راټولیدنې په یو ځای بدل شوی. مریم چې هر ورځ دغه کتابتون ته ځي د شپږم ټولکي زده کونکې ده. Читать дальше...
د نشتر میډیکل کالج ویاند ډاکټر سجاد مسعود په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د روغتون انتظامیه لاوارثه مړي په مرده خانه کې ږدي او بیا یې د طبي زده کړو لپاره په کار راولي. نوموړي دا هم ویلي چې د طبي زده کړو لپاره محصلینو ته له سپارل کېدو وړاندې جسدونه پر بام اېښودل کېږي چې وچ شي.
بالاخره د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې لپاره يې په نړیوال شل اوریز جام کې مالي ملاتړی موندلی. کرېکټ بورډ وايي، د سوپر کولا شرکت به په دې لوبو کې د افغانستان مالي ملاتړی وي. د افغان کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه چې موږ د نړیوال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لپاره ښه سپانسر هم تر لاسه کړ. سوپر کولا (څښاک توليدونکي شرکت) د نړيوال جام لپاره د کرېکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل." خو کرېکټ بورډ د هغو پیسو اندازه نهده مشخصه کړې چې د... Читать дальше...
د ایلن ماسک شرکت، سپېس ایکس، چې د سپوږمکۍ له لارې مځکې ته انټرنټ رسوي، وايي چې نور اوکراین ته وړیا انټرنټ نهشي ورکولی. ياد شرکت د امریکا له دفاع وزارته غواړي چې اوکراین ته د سپوږمکۍ له لارې د انټرنټ لګښت ورکړي. د سپېس ایکس کمپنۍ د سپوږمکۍ له لارې انټرنټي خدمات په داسې حال کې چې د روسیې د یرغل له کبله د دغه هېواد د ټیلفون او انټرنټ شبکې پرچاو شوې، د اوکراین د پوځ لپاره د ارتباطاتو په خاطر مهمه او حیاتي سرچینه ګڼل کېده.
د هرانا په نوم د ایران د بشري حقونو یوې ډلې اعلان وکړ چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه پورې ۲۲۴ تنه وژل شوي دي. د بشري حقونو دې څارونکې ډلې نن (جمعه) د ایران په ټولو سیمو کې د اعتراضونو د مرګژوبلو تازه شمېر خپور کړ. يادې ډلې ويلي چې، د سنبلې له ۲۹ څخه د میزان تر ۲۱ پورې په مظاهرو کې ۲۲۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې تر اتلس کلونو کشران دي. بل پلو د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ماشومان هم وژل شوي دي. دا سازمان وايي، د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري په غیرقانوني ډول د لږ تر لږه ۲۳ تنو ماشومانو وژنه نور هم څرګندوي چې ایراني چارواکي غواړي چې پراخې مظاهرې د اعتراض کوونکو په وژلو پای ته ورسوي. تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني وژنې په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه راپارولي چې د څو اوونیو راهیسې په دې هېواد کې روان دي. مهسا امیني د... Читать дальше...
د ترکیې پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ چې پر اساس یې هغه څوک چې جعلي معلومات خپاره کړي، تر ۳ کاله په بند محکوم کېدای شي. د بشري حقونو ډلو پر دې لایحې مخکې تر مخکې اعتراض کړی او هغه یې د راتلونکي کال تر انتخاباتو وړاندې د بیان د ازادۍ د مخنیوي لپاره هڅه بللې وه. دا قانون، چې پرون (پنجشنبه) تصویب شو، د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واکمن ګوند له لوري وړاندیز شوی و.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه بله جوپه د کابل هوايي ډګر ته ورسېده. نن جمعه دغې ادارې پر خپلې رسمي ټویټر پانه لیکلي، دغه بشري مرستې د افغانانو سره د اروپايي ټولنې د کومک یوه برخه ده. دا د دې ټولنې د بشرې مرستو ۲۴مه بسته ده چې افغانستان ته رارسیږي. دغې ادارې د خپلو شریکانو او هغو ډاکترانو هم مننه کړې چې افغانستان کې ورسره کار کوي. د اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې د دې ټولنې هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسیمت نهدی پېژندلې خو افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دي.
په زابل مرکز قلات کې د «توري» په نوم د لوی بند د رغېدو چاري پيل شوې. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ددغه بند پر رغېدو ۹۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۶۰۰ سوه هکټاره ځمکه به خړوبه کړي او هر کال به د شپږو میاشتو لپاره د سل مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولري. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې په سوات کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې او د نوموړي په وينا د دې ذمه وار په مرکز کې د ايتلافي ګوندونو حکومت او استخباراتي ادارې دي.
شهباز شریف دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۳مه د قازقستان په استانه ښار کې د سیکا ( د اسیا د اعتماد جوړولو او تعامل ) سرمشریزې ته د وینا پر مهال کړې دي.
د هلمند هټیوال وايي د طالبانو د حکومت لهخوا لوړ ټیکس او د توکو لوړو بیو يې پر کاروبار منفي اغېز کړی چې له امله يې په ګټې وټې کې له پنځوس څخه تر اویا سلنې کموالی راغلی دی. بلخوا په هلمند کې د طالبانو د حکومت د مستوفیت چارواکي د مالیاتو زیاتوالي نهمني او وایې د تېرو باقیاتو تحویلي خلکو ته د مالیاتو زیاتوالی ښکاري. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
اوکراین نن د دفاع ورځ لمانځي، خو د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زلنسکي خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې د روسیې له هوایي بریدونو سره احتیاط وکړي. په ورته وخت کې اوکرایني سرتېرو له روسیي ځواکونو څخه د یو شمېر سیمو د نیولو خبر ورکړی دی. د اوکراین د موقتي اشغال شویو سیمو د بیا ادغام وزارت په وینا، اوکرایني پوځیانو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له روسي ځواکونو د استوګني تر شپږ سوه ډېر ځایونه بېرته نیولي دي. دا په داسې وخت کې ده چې مسکو د اوکراین پر لسګونو ښارونو بمباریو ته ادامه ورکړې ده چې یو شمېر ملکیان پهکې وژل شوې دي. Читать дальше...
دغې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د روان میلادي کال له پیله په دې برخه کې قربانیان زیات شوي چې ۸۵ سلنه یې ملکي وکړي دي. د قدوس چې کیڼ لاس او پښه فلج دي ازادي راډيو ته وویل، پنځه کاله وړاندې انګليسي کورس ته پر لاره د یو پخواني ماین د چاودنې له امله سخت ټپي شو. د خوست ولایت د نادر شاه ګوټ ولسوالۍ اوسیدونکی قدوس چې ۳۰ کاله یې عمر دی وايي، ماین د تېرو وختونو نه دلته پاتې شوی و. د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یې د بدن کیڼ برخه سر، لاس او پښه سخت ټپي شوه چې په لومړیو کې ډاکټرانو ورته د ښه کېدو ویلي و... Читать дальше...
د هرات ښاریان په دې ښار کې د معتادینو د ډېروالي له امله شکايت کوي او وايي چې، په ښار کې معتادینو دوی ته ستونزې جوړې کړي دي. په هرات ښار کې د ترقي شهر په نوم د پارک يوه برخه کې ليدل کېږي چې، څو معتادینو پر سر پټو غوړولی او په ډلهييز ډول د هيرويينو نشه کوي. د هرات خواجه کلا، ترقي پارک، د ښار دننه عمومي سړکونو ګلدانونه او هرات پخوانۍ فرقه د هغو معتادینو د راټولېدو په سيمو اوښتي چې څو میاشتې مخکې زندان ته وړل شوي وو، خو اوس له زندان څخه تر راخوشې کېدو وروسته بېرته په نشو اخته شوي دي. د هرات ښار... Читать дальше...
د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مالي او تخنيکي مرستو له بندېدو سره، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې بهير له معیاري حالت څخه وتلی دی. خو اوس تازه په کابل کې د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون چارواکي وايي چې، د معتادینو د درملنې بهير بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدلی دی. د دې روغتون مشر ناصر منقاد ازادي راډيو ته وويل، دوی هيله لري چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې له سره پيل شي، ځکه د هوا په سړېدو سره د دوی مراجعین نور هم ډېرېږي. نوموړی وايي: "تر اوسه زموږ... Читать дальше...
ماشومه شازیه هره ورځ په کابل کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي. هغه ښوونځي ته له تګ محرومه ده، ځکه د بېوزلۍ له امله مجبوره ده کار وکړي او پیسې پيدا کړي. دغه راپور کې په کابل کې د هغو ماشومانو سخت ژوند انځور شوی چې د خښتو په بټیو کې کار کوي.
دا شمېرې د دې ښوونیز مرکز یو استاد ازادي راډيو سره شریکې کړي، خو ځینې نورو رسنیو بیا ادعا کړې چې دې برید کې ۵۸ تنه وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپيان دي. حسن پویا په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز په برید کې د ټپې شوې نجیبې د تره زوی دی. نجیبه د بامیانو اوسېدونکې ده، خو له تېرو نهو کلونو راهیسې، د کابل په لوېدیځ کې دخپل کاکا په کور کې د زدهکړو د دوام لپاره اوسېده. په کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پر مهال یوه چره د نجیبې د سر په شاتنۍ برخه ولګېده او سخته ټپي شوه. هغه یې دوه ورځې مخکې له روغتون کور ته راويستې، خو اوس هغه پخوانۍ نجیبه نهده. Читать дальше...
په ایران کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته مظاهرې او د احتجاج کوونکو پرضد د پولیسو کارروایانې روانې دي. د بشري حقونو نړیوالې ادارې وايي، په مظاهرو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې له ایرانه بهر هم فعالانو د هغه هېواد له ښځو سره د پیوستون په موخه احتجاجونو ته دوام ورکړی دی. مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې. هغه د ګشت ارشاد پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. چارواکي وايي، امیني د زړه درېدو له وجې مړه شوه خو مظاهرچیان وايي، پر نوموړې تشدد شوی وو. له... Читать дальше...
د ازادۍ راډیويي مجله (تکرار)
د نوبل د ادبي جايزې ګټونکې فرانسوۍ ليکوالې په اړه د استاد نجيب منلې مرکه، د افغان ادبي بهير د يوې غونډې حال، د چاپيريال په اړه د يو کتاب چاپ، انګليسي ته د افغان مېرمنو د داستانونو له ژباړونکې سره خبرې، تاريخي ځايونو ته د زدهکوونکو د تګ په اړه مالومات او د نورستان نکلونه. نننۍ خپرونه کې مو يو شمېر نورو ادبي مطالبو ته هم ځای ورکړی دی. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د ازادې اروپا / ازادي راډیو مشر د قرغزستان له چارواکو غوښتي چې د دې ادارې د خبریالانو په وړاندې د شویو ګواښونو پلټنه وکړي. پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یوه ډله خلکو د یوه لاریون پر مهال د ازادې اروپا راډیو د قرغزي څانګې ازاتیک راډیو او ځینو نورو رسنیو له هغې ډلې کلوپ رسنۍ د دفترونو په تړلو ټینګار وکړ. د علم بیک اسراییلوف په نوم د مظاهره چیانو یوه تنظیموونکي ګواښ وکړ چې د ازادي راډیو په خبریالانو به تېل واچوي او له زور به ورسره کار واخلي. د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر، OCHA وايي، په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې عوامل ورځ تر بلې بشري اړتیاوې زیاتوي. پرون، پنجشنبه، اوچا د ناورین د اثراتو د کمولو د نړیوالې ورځې په اړه په ټوېټ کې ټينګار وکړ چې په دې مسله کې سمدستي اقدام مهم دی. اوچا داسې وخت د چاپیریالي عواملو له امله د بشري اړتیاوو د زیاتېدو مسلې ته اشاره کړې چې ژمی را روان دی او ورسره د هوا د ککړتیا او تړلیو ستونزو له هغې ډلې ناروغیو اندېښنې زیاتیږي.