هغې ښځې، چې ټاکل شوې وه په غور کې یې طالبان سنګسار کړي، ځان غرغره کړی دی. په دې ښځې تور وو چې له یوه سړي سره د غور په دولینه ولسوالي کې تښتېدلې وه. نارینه پرون (پنجشنبه) د طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو او وټاکل شوه چې ښځه نن (جمعه) د خلکو په وړاندې سنګسار شي. په غور کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان په دې اړه وویل: "په دو لینه ولسوالي کې د ښځو توقیف ځای د نهشتون له کبله د هغې د ورور په کور کې په ضمانت اوسېده او تحقیقات روان و، خو تېره شپه یې هلته په خپل دسمال ځان غرغره... Читать дальше...
د امریکا حکومت وايي، هڅه کوي چې په ایران کې خلکو ته انټرنټ برابر کړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون ناوخته وویل، د امریکا د ټکنالوژۍ صنعت هلې ځلې کوي چې ایرانیانو ته انترنیټ مهیا کړي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي و چې، د انترنیټ له یو شمېر کمپنیو څخه یې غوښتي چې د ایران خلکو ته د انترنیټي خدماتو د وړاندې کولو په اړه د ولسمشر جو بایډن له اجازې ګټه واخلي. د ایران حکومت د مظاهرو او اعتراضونو د مخنیوي لپاره وېبپاڼې بلاک کوي او د انترنټ سرعت ورو کوي.
په قطر کې مورخان وايي چې، د افغانستان تر لسو د زیاتو غلا شویو لرغونو اثارو د لیلام کېدو مخه یې نیولې ده. د برېتانیا ارټ ورځپاڼې پرون په دې اړه په راپور کې لیکلي چې، د قطر د نړیوال ګمرکي سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ټیم د انترپول یا نړیوالو پولیسو په همکارۍ یو شمېر قلمي نسخې، چې له درېیمې تر شلمې پېړیو پورې تړاو لري او په لویو نړیوالو لیلام خونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وې، وپېژندلې. دا خطي نسخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ غلا شوې وې. تر دې مخکې د افغانستان بېلابېل لرغوني اثار مختلفو هېوادونو ته قاچاق شوي.
د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پرون (پنجشنبه) یو ستر کتابتون پرانیستل شو. دا کتابتون ۲۵ زره ټوکه علمي، دیني، ادبي، ټولنیز، اقتصادي، تاریخي اوسیاسي کتابونه لري. له دې یوه ورځ وړاندې په جلال اباد کې د ماشومانو لپاره د ۲ لکه ډالرو په لګښت د یوه کتابتون د جوړولو چارې پیل شوې. افغانستان کې دا ډول کتابتونه ډېر پرانيستل کېږي، خو د لږ وخت په تېرېدو بېرته وتړل شي.
د ترکیې سرې میاشت ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې ۷۵ معلولانو ته ۷۵ ویلچرونه یا څرخ چوکۍ ورکړي دي. د دغو څرخ چوکیو د سپارلو په مراسمو کې په کابل کې د ترکیې سفیر ارګین آی وویل، هېواد یې په تېر یوه کال کې د خیر ښېګڼې په نوم څو ریلګاډي بشري مرسته افغانستان ته لېږلې ده او دا مرستې لا هم دوام لري. ترکیې د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې هم د مرستې په توګه افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۵۰ څرخ چوکۍ ورکړې وې.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، ماینونه او ناچاودلې وسیلې د افغانستان خلکو ته جدي خطر پېښوي. دې کمېټې پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د سږ کال له جنورۍ څخه په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودلو وسیلو د چاودنو له کبله د افغانانو مرګژوبلې په زیاتېدو دي. د دې کمېټې په وینا د ماینونو او ناچاودلو وسیلو اکثره قربانیان ماشومان دي. د سره صلیب نړیواله کمېټه د ناچاودو وسیلو پاکول د ټولو د ژوند لپاره ضروري بولي.
جليل احمد د ملي اردو يو سرتېری و چې وايي د طالبانو لهخوا له دندې له ګوښه کېدو وروسته په نشهيي توکو اخته شوی دی. هغه اوس د خپلې کورنۍ لهخوا شړل شوی او د هرات ښار پر واټونو شپې ورځې تېروي.
د قزاقستان په استانې کې د سیکا سرمشریزې برخوالو د افغانستان امنیت او ثبات سیمې او نړۍ ته د تروریزم د نه خپرېدو لپاره مهم وباله. دې کنفرانس ته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل، افغانستان له نا امنۍ څخه د وتلو لپاره د خبرو اترو له لارې عملي اقداماتو ته اړتیا لري. ده د دې خبرو هدف د یوه داسې پراخ بنسټه حکومت جوړېدا وبلل چې نړیوالې ژمنې په تېره بیا له ګاونډیانو سره دوه اړخیز تعهدات عملي کړي. دې سرمشریزې ته د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف وویل، د نړیوالو ستونزو په منځ کې افغانستان هېر شوی دی نو... Читать дальше...
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه صوتي پیغام کې ویلي چې، د ټولو وزارتونو قوانین او مقررې یې ورغوښتي چې دیني علما یې وڅېړي او هغه حکمونه او قوانین چې غیر اسلامي دي لغوه کړي. د طالبانو مشر، چې څېره یې له خلکو پټه ساتل کېږي، په دې پیغام کې وايي، ککه اراده لري چې سل په سلو کې اسلامي نظام جوړ کړي او په دې برخه کې یې کار پیل کړی دی. نوموړي ويلي: "تاسو ته ډاډ درکوم، د ټولو وزارتونو قوانین، اصول او لوایح چې په تېرو شلو کلونو کې د کرزي او اشرف غني په دوره کې جوړ شوي دي، ما راغوښتي دي هغه مې... Читать дальше...
لاس انجلیس ټایمز ورځپاڼه: لاس انجلیس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د چارواکو وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده چې ویلي یې دي، هغه پروژې چې په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله درېدلې وي اوس پر هغوی د کار زمینه برابره شوې ده او بهرني پانګوال هم کولی شي چې دلته پانګونه وکړي. د ورځپاڼې په باور، طالبان وروسته له دې چې پروسږ کال واکمنان شول، هڅې یې پیل کړې چې له یوې وسله والې ډلې د یوه حکومت بڼه خپله کړي، خو دا په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ښکته روان دی او نړیوالې ټولنې د دوی حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. Читать дальше...