په ایران کې فعالانو د دولتي تلوېزیون ژوندۍ خپرونې هک کړې او په ایران کې یې د د دولت ضد اعتراضونو په ملاتړ تصویرونه او پیغامونه خپاره کړل. په تلوېزیوني نشراتو کې پرون له دولتي چارواکو سره د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي د کتنې راپور د څو شېبو لپاره مختل شو او پرځای یې د ځینو وژل شویو اعتراض کوونکو او مهسا امیني تصویرونه خپاره شول، هغه ځوانه ښځه چې تېره میاشت مړه شوه. پر دې مهال د اورونو په منځ کې د خامنه اي عکس راڅرګند شو چې څنګ ته یې لیکلي وو: "زموږ سره یوځای شئ او ولاړ شئ. ویل شوي، چې د... Читать дальше...
تمه کېږي د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنۍ کشره لوبډله نن ناوخته د تاجکستان په وړاندې مسابقه وکړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې دا په اسیا جام کې تر ۱۷ کلنۍ د کشرو لوبډلو د مسابقو لړۍ ده، چې نن به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د کابل پر وخت شپږنیمې بجې پیلېږي. د افغانستان ټیم تر دې مخکې د جمعې په ورځ منګولیا ته ماتې ورکړه. افغانستان دا مهال د H ګروپ د جدول په سر کې دی، که نننۍ مسابقه یې مساوي هم شي، د خپل ګروپ په سر کې به پاتې شي.
کابل کې پر 'کاج' ښوونيز مرکز له برید وروسته د اعتراضونو په دوام، د فرانسې په بوردي ښار کې مېشت افغانان د شنبې په ورځ د اکټوبر ۸مه سره راټول شول او د "هزارهګانو نسلوژنه ودروئ" شعارونهيې ورکړل. پر 'کاج'ښوونيز مرکز برید کې ۵۳ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپيان دي.
په کابل ښار کې د یو خصوصي پوهنتون د رضاکارو محصلانو ټولنې د ښار د پاکوالي په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی. په کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د یک شنبې په ورځ "راځئ چې خپل ښار پاک وساتو" په نوم کمپاین د کثافاتو په راټولو سره کمپاین پیل کړ. دغو ځوانانو د یاد کمپاین له لارې خلک د ښار د پاکوالي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل. د دغه کمپاین یو غړي امین حکیمي ازادي راډیو ته وویل: "د نن ورځې د کمپاین هدف سره له دې چې د ښار پاکوالی دی، د اوبو په مصرف کې باید... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې د تېر حکومت یو نظامي وژل شوی دی. طالبان هم دا خبره مني خو وايي، دا کس خپلو دښمنانو وژلی دی. د ارزګان ولايت د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډيو ته وويل چې دغه کس د ارزګان ولايت په ده يک سيمه کې پرون ماخستن په ډزو وژل شوی. نوموړی وايي، وژونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د طالبانو ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي. تر دې مخکې هم په ګڼو ولایتونو کې ملکیان او پخواني نظامیان په نښه شوي چې په ځينو مواردو کې طالبانو د دې لامل شخصي دښمنۍ بللي. خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په... Читать дальше...
په کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید ۹ ورځې وروسته د دې مرکز مسوولان وايي، چې سبا د دوشنبې په ورځ ته درسي بهیر بیا پیلوي. د کابل په لوېدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز چې د تلې میاشتې په اتمه نېټه پرې ځانمرګی برید وشو، مسوولان یې وايي، د دې مرکز درسي بهیر بېرته پیلوي. د کاج ښوونیز مرکز مسوول غلام رضا امېد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پرېکړه یې کړې ده چې د دوشنبې په ورځ خپل مرکز بېرته پرانېزي. امېد وویل: "د ټولو ټپيانو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د زده کړو د دوام په خاطر باید درسونه ونه درېږي. Читать дальше...
د بلوچستان د وکیلانو ټولنې او د پاکستان عدلي کمیشن غړو له چيف جسټس غوښتنه کړې چې په سپریم کورټ کې دې د ججانو خالي څوکۍ ژر تر ژره ډکې کړي. دوی دا غوښتنه د اکتوبر پر اتمه په کوټه کې د یوې غونډې پر مهال وکړه. تر غونډې وروسته د خیبرپښتونخوا د عدلي کمیشن غړي احمد فاروق ایډوکېټ مشال رېډیو ته وویل چې په سپریم کې د ججانو په ۱۷ څوکیو کې پينځه د روان کال د فرورۍ راهیسې خالي دي چې له وجې یې ډیرې مقدمې د ځنډ ښکار دي. نوموړي زیاته کړه چې باید په دې څوکیو ګمارنې د قابلیت او د رتبې د لوړوړالي پر اساس وشي. ... Читать дальше...
په دوبۍ کې د هندوانو لپاره لوی مندر جوړ شوی دی. دا به یوازې هلته د مېشتې هندو ټولنې د عبادت ځای نه وي بلکې هغوی کولای شي چې په دغه ځای کې خپل کلتوري او مذهبي تهوارونه هم ولمانځي. د دې مندر جوړوونکي وایي چې دا یې یوه زړه غوښتنه وه او ډېر ورته خوشحاله دي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیویي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد یې وړاندې کوي.
د اوکراین په زاپروژیا ښار کې د روسيې د بریدونو په پایله کې بېګا لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي. روسیې د اوکراین په جَنوبي ښار زاپروژیا باندې بېګا بریدونه کړي. د زاپروژیا د ښاري شورا سکرتر اناتولي کورتیف ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي. کورتیف زیاته کړې چې پنځه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څلوېښت نور کورونه هم قسمي تخریب شوي. زاپروژیا تېره اوونۍ د روسیې له خوا له خپلې خاورې سره الحاق شوې، خو روسیې په هغو سیمو بریدونه کړي چې لا هم د اوکراین په ولکه کې دي. د زاپروژيا الحاق د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوی. Читать дальше...
د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ايي اې) مرستیال مشر ډېویډ کوهین په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي. امريکايي رسنيوو (سي اين اين او فاکس نیوز) خبر ورکړی چې د امریکايي ولسمشر جوبایډن ادارې ډېویډ کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږلی وو او هغه د اکتوبر پر اتمه د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره ملاقات کړی دی. سي این این خبر ورکړی چې پر دې مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم موجود وو. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي. دا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر اېمن... Читать дальше...
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې طالب چارواکو د دې ښار یو شمېر فرعي سړکونه په سمنټي دېوالونو بند کړي. د کندهار ښار د کمانډو فرعي سړک چې تازه د خلکو پر مخ تړل شوی او له سمنټو جوړ شوي لوی دېوالونه په کې اېښودل شوي دي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، ژمنه کړې وه چې اوس امنیت راغلی او هغه لارې به پرانېزي چې د جمهوریت پر مهال د امنیتي ګواښونو له امله په سمنټي دېوالونو بندې شوې وې. خو د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، وروستیو ورځو کې طالبانو د کمانډو، فرقې او د شرکت مېوې لارو کې لوی سمنټي دېوالونه اېښي. Читать дальше...
له اوږده ځنډ وروسته، د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو دوحه کې سره لیدلي دي. له څه د پاڅه دوه میاشتې وروسته، د امریکا متحدهایالاتو او طالب چارواکو سره بیا رسمي خبري کړي. د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، د دواړو لوریو رسمي بحث دی چې په دوحه کې شوی. سيانان نن راپور ورکړی دا خبرې چې د شنبې په ورځ شوي، په کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و. د دې خبرو اترو ټول رسمي جزییات لا نهدي معلوم،... Читать дальше...
د منځنۍ اسیا هېواد قرغیزستان ۹۰ فیصده وګړي مسلمانان دي. په هغه هېواد کې ښځې د کورني اقتصاد په برخه کې مهم رول لوبوي او په دفترونو او بازارونو کې کار کوي. په قرغیزستان کې د سړیو په نسبت زیاتې ښځې کار کوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د جمهوري نظام د مهال د مشرانو جرګې غړی او د دې جرګې د شکایتونو د کمېسیون پخوانی ريیس زلمی زابلی تېره شپه په کابل کې په حق ورسید. د ده د کورنۍ غړیو رسنیو ته ویلي چې نوموړي د سږو او پښتورګي ناروغي لرله. زلمي زابلي په زابل، کندهار او کابل کې د طب د ډاکتر په توګه کلونه کار کړی او د مشرانو جرګې د غړي په توګه یې د رسنیو په تودو بحثونو کې ګډون کاوه.
د جرمني حکومت وايي، لسګونه افغانانو چې په افغانستان کې یې د دوی له پوځ سره همکاري کړې وه او ټاکل شوې وه چې له افغانستان څخه وایستل شي، مړه شوي دي. د ډي پي اې خبري اژانس له راپور سره سم، د جرمني دفاع وزارت وویل، ۲۵ افغانان چې یو وخت د دوی ځايي کارکوونکي وو، اوس مړه دي. د دغو کسانو له منځه ۱۲ تنه په طبیعي ډول یا په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي. ۶ تنه یې وژل شوي، خو داسې کومه نښه نه شته چې دا کسان دې د جرمني د وسله وال ځواک د ملاتړ په خاطر وژل شوي وي. دا نه ده څرګنده شوې چې د نورو د مړینې سبب څه وو.
په جولای میاشت کې د القاعده شبکې پر مشر د امریکا له بریده وروسته په لومړي ځل جګپوړو امریکايي چارواکو له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي. د فاکس نیوز د راپور له مخې، د ولسمشر بایډن ادارې د سي آی اې مرستیال ريیس ډیوید کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته استولی او پرون یې د طالبانو د استخباراتو د ريیس عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي سره وکتل. له بلې خوا سي این این وايي چې د طالبانو د استخباراتو د ريیس په مشرۍ پلاوي سره د سي آی اې د مرستیال ريیس د کتنې په مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم حاضر و. Читать дальше...
د اوکراین په خرسون سیمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره تړلې اعلان کړې، د مسکو له لوري ګومارل شوي چارواکي وايي، له سختې مرحلې سره مخامخ دي او امر یې کړی چې د اوکرایني ځواکونو د لویې ځوابي حملې د خطر له کبله دې ځینې سیمې تخلیه شي. ده پرون په ټیلګرام کې همداراز ویلي چې د روسیې دوې سیمې چمتو دي چې د اوکراین د خرسون ماشومان او لویان ومني.
د اوکرایني ځواکونو له ځوابي حملو او پرمختګونو وروسته د روسیې دفاع وزارت د اوکراین په جګړه کې د خپلو پوځیانو عمومي قوماندان تبدیل کړ. د روسیې دفاع وزارت پرون شنبه وویل چې د هېواد د هوايي ځواک قوماندان سرګي سورو ویکین یې د اوکراین د جګړې قوماندان ګومارلی دی. دا په یوه اوونۍ کې درېیم ځل دی چې د روسیې جګپوړي قوماندانان تبدیلېږي.
د ایران په ګڼو ښارونو او پوهنتونونو کې تېره شپه لاریونونه وو. د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې نجلۍ له وژل کېدو وروسته د اعتراضونو څلور اوونۍ پوره شوې خو داسې نه ښکاري چې اعتراض کوونکي دې له مظاهرو ژر لاس واخلي. د تهران په نازي اباد کې مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې ویل، دا کال خونړی دی او خامنه يي به نسکورېږي. د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا هم تایید کړې چې د تهران په لسګونو سیمو کې اعتراضونه شوي دي.
د طالبانو په حکومت کې د اورګاډي د ادارې چارواکي وايي چې تېره اونۍ د هېواد د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دې ادارې پرون د تلې ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي چې په دې انتقالاتو کې یوازې ۳۳۷ ټنه بهر ته صادرات او پاتې ټول د نفتي او غیرنفتي موادو په ګډون واردات دي. د اورګاډو ادارې په یوه بل بیان کې ویلي دي چې د خواف هرات د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم چارې به تر دوو میاشتو پورې بشپړې شي. بیان زیاتوي چې ایران ژمنه کړې چې ژرترژره به له همدې لارې خپل انتقالات پیلوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ولایتونو له ځوانانو سره په کتنه کې یو ځل بیا د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی. ښاغلي کرزي پرون پر خپل ټوېټر ولیکل چې په دې ناسته کې یې د ملي وحدت او د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویناوالو هم د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې پرانېزي. طالبانو د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې کډوال او بېځایه شوي تر ډېره له صحي خدماتو بې برخې دي، نړیوال مکلف دي چې خلکو ته د بشري روغتیايي اړتیاوو د رسولو په برخه کې خپل بې پرې توب وساتي. دې ادارې پرون پر ټوېټر خبر ورکړ چې د پروان ولایت په مرکز چارېکار ښار کې یې د پخوانیو جګړو شاوخوا ۲۲۰۰ کورنیو ته یې بشري مرستې رسولې دي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې د کورنیو بېځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یوځل بیا له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د روسیې هر راز نفوذي شبکې له منځه یوسي. زیلینسکي پرون په مونتي نګرو کې یوې سیاسي امنیتي غونډې ته په آنلاین ویډیويي وینا کې وویل: "ټول اروپايي هېوادونه باید د روسیې د نفوذ شبکې له منځه یوسي، څو چې ناسم اطلاعات، فساد او جنايي سیاستونه خپاره نه شي. د بالکان د هېوادونو لپاره د دې موضوع اهمیت تر اروپا کم نه دی." دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنې د روسیې د انرژۍ پر سرچینو د اتکا د کمولو لپاره د هڅو په ترڅ کې اوس اوس پر روسیې د بندیزونو اتمه پړاو تصویب کړ. Читать дальше...
جاپاني چارواکي وايي، داسې ښکاري شمالي کوریا یوبل بالستیک میزایل توغولی چې په تېرو دوو اونیو کې د دې هېواد له لوري اوومه دا ډول ازموینه ده. د جاپان پوځ نن وویل چې دا توغوندی د دې هېواد له اقتصادي، انحصاري ساحې څخه بهر راپرېوتی دی. د جاپان د ان اچ کې د ملي شبکې د راپور له مخې ښکاري چې دوهم میزایل هم توغول شوی دی. شمالي کوریا دا ازموینې وروسته له هغه کوي چې د امریکا او جنوبي کوریا پوځي ځواکونو ګډ سمندري پوځي تمرینات پای ته ورسول. د شمالي کوریا د فضايي پراختیا ملي ادارې د دې میزایلونو توغول د امریکا د اقداماتو پر وړاندې دفاعي تدابیر بللي دي.
د جرمني دفاع وزیره وايي چې ناټو باید د ګډ امنیت د ټینګښت لپاره لازیاتې هڅې وکړي څو د روسیې د ګواښ پر وړاندې ځان خوندي کړي. د جرمني دفاع وزیرې کریستین لامبرښت لیتوانیا ته د سفر پرمهال وویل چې ناټو باید د غړو هېوادونو د ګډ امنیت لپاره هڅې زیاتې کړي، ځکه د دې په وینا، دا معلومه نه ده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پراختیا غوښتنې وهمونه تر کومه حده وړاندې تللی شي. مېرمن لامبرښت پرون د اکتوبر اتمه د بالتیک په دې هېواد کې له دېره جرمني سرتېرو سره د لیدنې پرمهال وویل چې لیتوانیا ته هم د روسیې ګواښونه اورېدل کېږي، خو د دې په وینا... Читать дальше...