د ملي جمهوري غورځنګ او په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر محسن داوړ وايي چې د ريښتیا او پخلاينې کمېشن په جوړولو کې تر ټولو لوي خنډ "د پاکستان پوځ" دی.
د پاکستان د سپریم کورټ د قاضیانو شمېر په اړه د ۱۹۹۷ز کال قانون له مخې، په هغه عدالت کې د مشر قاضي په ګډون د ټولو قاضیانو شمېر باید ۱۷ وي چې اوسمهال د پینځو ججانو څوکۍ خالي دي.
په لاریونونو کې د محصلانو د نه ګډون په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي او محصلان دا اقدام ناسم بولي. د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې یوه محصله د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د نوي سرپرست وروستیو په دې څرګندونو، چې محصلان دې په لاریونونو کې ګډون نه کوي انتقاد وکړ. دغه محصله چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "د نړۍ په هر ځای کې انسانان کولای شي اعتراض وکړي، د هغه څه په وړاندې چې پر دوی... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په سپټمبر میاشت کې تر ۱۶۰۰۰ ډېرو ځوانانو او تنکیو ځوانانو ته د رواني روغتیا او د امیندوارۍ د سلامتۍ په اړه د سلا مشورې زمینه برابره کړې ده. دغې ادارې نن په یوه ټوېټ کې ویلي، په ټول افغانستان کې د دوی د سلا مشورې خدمات روان دي. بلخوا د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سېف د چلډرون د اکټوبر په لسمه په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې رواني درملنې ته لاسرسی کم دی او پرې اخته هرو څلورو وړو او لویانو کې یې یوازې یو درملنه ترلاسه کولای شي چې ډېری یې ښايي په بشپړ ډول روغ هم نه شي.
د فلسطین یوې افراطي ډلې اسراییل په لوېدیځه غاړه کې د هدفي وژنې په نتیجه کې د دې ډلې د یوه وتلي غړي په وژنه تورن کړ. په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دغې فلسطینۍ ډلې د سخت ځوابي اقدام خبرداری ورکړی. د عرین الاسود په نوم د ډلې مشر تامر کیلاني هغه وخت ووژل شو چې تېره شپه هغه ته نږدې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی بمب وچاودېد. دغه چاودنه په نابلس ښار کې وشوه، چې تقریباً هره ورځ په کې د فلسطیني جګړه غوښتونکو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ شخړې کېږي.
د اوکراین د ولسمشر مېرمنه اولینا زلینسکا وايي، د هغې د محاصره شوي ملت وګړي د دوی د ژوند لپاره مبارزه کوي. د اوکراین پوځیان د روسیې د یرغل په وړاندې په جګړه بوخت دي. هغې پرون د جرمني په فرانکفورټ کې د کتابونو یوه نندارتون ته ویلي نه پوهېږي چې سبا یا بل سبا به څه پېښ شي. د اوکراین د ولسمشر مېرمنه وايي، د هغې د معلوماتو له مخې وړمه شپه د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې له خوا د توغندیو تازه حملې شوې دي. پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل سبا دوشنبه اتمې میاشتې ته رسېږي.
د سکي نړیوال فدراسیون د دغه فدراسیون په ټولو نړیوالو مسابقو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو پر ګډون لګول شوی بندیز وغځاوه. دغه بندیز پر اوکراین د روسیې د یرغل او له دې یرغل د بېلاروس د ملاتړ له کبله لګول شوی دی. د سکي نړیوال فدراسیون د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی شورا د لوبو اتحاد او د ټولو برخوالو خوندیتوب ته په پام سره د المپیک نړیوالې کمېټې له سپارښتنې سره سم دا تازه پرېکړه وکړه. دغه بندیز د روسیې او بېلاروس لوبغاړي له سکي الپاین، سکي نوردیک، ازاد سبک او سنوبُورد مسابقو راګرځوي. د... Читать дальше...
په استرالیا کې د کرکټ د شلو اوورنو د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن هند وتوانېد پاکستان ته ماتې ورکړي. نن په لومړۍ مسابقه کې سریلانکا ایرلنډ ته ماتې ورکړه. افغانستان د دغو مسابقو په لړ کې پرون ونه توانېد د انګلستان په وړاندې بریا خپله کړي. نیوزیلنډ بیا پرون وتوانېد کوربه استرالیا ته ماتې ورکړي. د افغانستان بله مسابقه راروانه چهارشنبه د نیوزیلنډ پر وړاندې ده.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي وایي، طالبانو د تېرې جمعې په شپه د کابل په اتمه ناحیه کې د داعش خلاف عملیاتو کې له راکټونو او بمونو استفاده کړې ده چې د دې ګڼ مېشتې سیمې خلک یې وېرولي دي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې جمعې په شپه ادعا وکړه چې دوی د کابل په اتمه ناحیه کې د داعش خلاف عملیات کړي چې ۶ داعشیان یې په کې وژلي دي. د دې سیمې اوسېدونکي ادعا کوي وايي، طالبانو په دې عملیاتو کې له راکټونو او له بمونو ډکو بوشکو څخه استفاده کړې چې د دې سیمې خلک یې ډېر وېرولي دي. د اتمې... Читать дальше...
هند د اکتوبر پر ۲۳مه د پچې تر ګټلو وروسته پاکستان ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه او هغوی په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.
د خوړو نړیوال پرګرام په افغانستان کې د فقر له زیاتېدو اندېښنه ښودلې. د خپل پلار له سیوري محرومه ۲۲ کلنه پروانه چې د پنځه کسیزې کورنۍ مشري کوي، ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د ګلدوزۍ په یو کار خونه کې کار کوي، خو په خپل میاشتني معاش د کور خرڅ نه شي پوره کولای. هغه زیاتوي: "د ورځې چې څه پیدا کوم همغه خورم، خو داسې ورځې هم شته چې څه نه پیدا کوم چې ویې خورم، زما مور د زړه ناورغي لري او درملو ته یې سمه رسېدنه نه شم کولای. د دې لپاره چې پیسې مو کمې دي او ټول درمل پرې نه شم رانیولی، د همدې لپاره... Читать дальше...
ځینې ښځینه سوداګرې د تولید شویو توکو له نه صادرېدو او په کور دننه د بازار له نشتوالي شکایت کوي. رحیمه حاجي زاده په کابل کې د 'خورشید تابان' په نوم د جامو او زېوراتو شرکت لري. مېرمن حاجی زاده وایي، چې په ۱۳۸۷ کال کې یې په ۱۵۰ زره افغانیو پانګې سوداګري پیل کړه چې وروسته یی دا پانګه لس زره ډالرو ته ورسېده. خو د دې په خبره، اوس د کورني او بهرني بازار په نشتوالي، سره یې سوداګري پیکه شوې او پانګه یې هم راکمه شوې ده. هغه زیاتوي: "اوس صادرات نه شته. کوم پروګرامونه چې طالبان یې په کور دننه جوړوي او... Читать дальше...
وېسټ وویل، له طالبانو سره یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم د بندیز ختمولو، د بشري حقونو مراعتولو او له افغان خاورې د ترهګرو حملو د نه کېدو په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی.
د روسیې پراخو بریدونو په اوکراین کې میلیونونه خلک بې برښنا پریښي. د روسیې په توغندیزو بریدونو سره د څه باندې یو میلیون کورونو برښنا پرې شوې. دا د اوکراین په ملکي تاسیساتو په تېره بیا برښناکوټونو د روسیې بې مخینې بریدونه بلل کېږي. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اکټوبر په ۲۲مه په ټیلیګرام کې وویل چې روسیې د شپې په اوږدو کې پر اوکراین "لوی برید" کړی او په وینا یې: "ترهګر د دوی په هېواد کې وحشت ته دوام ورکوي." هغه وویل: "د شپې پر مهال، دښمن پراخ برید وکړ چې ۳۶ راکټونه چې ډېری یې شنډ شوي،... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا اړوندې د بشري خدماتو د معلوماتو څانګې په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د اګسټ میاشتې په پرتله په سپټمبر میاشت کې ملکي تلفات ډېر وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د AOAV ادارې د راپور پر بنسټ ویلي چې په تېره سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ملکيانو تلفات د اګست میاشتې په پرتله ډېر وو. د یادې ادارې په راپور کې چې تېره ورځ ناوخته د سپټمبر ۲۲مه د اوچا ادارې د بشري خدماتو د معلوماتو څانګې اړوند... Читать дальше...
شهباز شریف یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې خپل قانوني وخت پوره کوي او عام انتخابات به ۱۱ میاشتې وروسته پر خپل وخت وشي.
په اوکراین کې یو ناحکومتي سازمان له جنګي سیمو څخه د ماشومانو خوندي ایستلو لپاره زغره وال او مرمۍ ضد واسکټونه او خولۍ جوړې کړې دي. په هغه هېواد کې په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راهیسې ګڼ خلک بې کوره او کډوال شوي دي او په بریدونو کې ماشومان هم وژل شوي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هرو ۱۰ تنو ۹ تنه یې کافي خواړه نهلري. د ډبیلو ایفپي د افغانستان څانګې نن سهار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان والدین نهدی توانېدلي چې خپلو اولادونو ته پوره خواړه چمتو کړي. د خوړو د نړیوال سازمان له قوله، دوی د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې نږدې ۲۱ میلیونه افغانانو ته چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، مرسته کړي دي. د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، نږدې شل میلیونه افغانان اوسمهال د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د افغانستان لومړنی ملي پارک، بند امیر په دې ورځو کې د نسبتاً ډېر سیلانیانو کوربه دی، خو دغه بند ته څېرمه کوچني بازارونه چې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نهلري، خو ولې؟
طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په شمال کې یې د داعش د دوو جګپوړیو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۴ غړي وژلي دي. د طالبانو د ۲۰۱۷ قول اردو د لومړۍ لوا د ارکان رییس قاري امین الله طیب پرون وویل چې دا کسان د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ په 'ورته ظلم' کلي کې وژل شوي دي. طالبانو پرون دا ادعا هم کړې وه چې په کابل کې یې د داعش ۶ غړي وژلي دي. خپلواکو سرچینو تر اوسه د دې ادعاوو تایید نه دی کړی.
ټاکل شوې ده چې نن د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر په ازاد بازار کې لیلام کړي. باختر اژانس پرون د دې مزایدې خبر په ټوېټر کې ورکړ. په تېر څه باندې یوه کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی، دوی نږدې هره اوونۍ د افغانۍ د ثبات لپاره ازاد بازار ته ډالر د لیلام لپاره وړاندې کوي. د دې ډالرو سرچینه نه ده معلومه او طالبانو هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي چې دوی څرنګه ترلاسه کړې دي.
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن سریلانکا له ایرلنډ سره او هند له پاکستان سره سیالي لري. لومړۍ لوبه د سریلانکا او ایرلنډ ترمنځ د کابل په وخت اته نیمي بجې پیلېږي او دوهمه یوه د پاکستان او هند ترمنځ د غرمې دولس نیمې بجې شروع کېږي. د دې جام د غوره پړاو لوبې پرون پيل شوې چې په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ کوربه استرالیا ته د نهه اتیا منډو په توپیر ماته ورکړه او دوهمه لوبه انګلستان د پنځو منډو په توپیر له افغانستانه وګټله.
اسپانیا اعلان وکړ چې ۱۴ جنګي جټ الوتکې به په بلغاریا او رومانیا کې ځای پرځای کړي. اسپانیا د ناټو غړې ده او ناټو غواړي چې په خپلو ختیځو پولو کې د روسیې د تېري مخه ونیسي. د اسپانیا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ یو شمېر پوځیان هم د روزنې لپاره سیمې ته استوي. وروسته تر دې چې د فبروري په ۲۴مه روسیې پر اوکراین برید وکړ ناټو په ختیځې اروپا کې د خپلو غړیو هېوادونو امنیت ته اندېښنه لري.
په هلمند کې په وروستیو کې خپلمنځي نښتې او شخړې زیاتې شوي دي. تازه طالبانو ویلي دي چې په تېرې یوې اوونۍ کې د دې نښتو په ترڅ کې لس تنه ټپيان شوي دي. د طالبانو په وینا دا کسان په مارجه، ګرمسیر او نوزاد ولسوالیو کې ټپیان شوي دي. تر دې مخکې ازادي راډیو له سنګین او نوزاد ولسوالیو د خپل منځي شخړو راپور درلود چې په کې دوه کسان وژل شوي او څوارلس ټپیان شوي وو. د هلمند د اوسېدونکو په وینا دا شخړې د بېکارۍ، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله زیاتې شوي دي.
په ایران کې د دولت پر ضد مظاهرې چې شپږمې اوونۍ ته داخلې شوې دي، اوس یو شمېر کارګرانو هم اعتراضونو ته مخه کړې ده. د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني نیول او بیا د سپټمبر په ۱۶مه د هغې مړینه د دې سبب شوې ده چې په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام پر ضد د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو اعتراضونو ته لمن ووهي. د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې پرون د ایران په یو شمېر ښارونو کې د دې سربېره چې امنیتي ځواکونه دا لاریونونه سخت ځپي، مظاهرې روانې وې. د بشري حقونو د ډلو په وینا د دې مظاهرو... Читать дальше...