په ايران کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني د وژنې ضد مظاهرې په څلورمه اوونۍ کې داخلېږي. په دې مظاهرو کې سلګونه مزدورانو هم ګډون کړی دی. بلخوا د بشری حقونو ډلې واييچې امنيتي ځواکونو لسګونه مظاهرچيان وژلي دي. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور
د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د تېرې ورځې د هوایي بریدونو وروسته چې لږ تر لږه ۱۹ کسان پهکې ووژل شول، روسیې د کییف په ګډون د اوکراین پر څو ښارونو نن هم توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ. کریملین دغه بریدونه د دې لپاره زیات کړي چې د هغه پله د ویجاړېدو غچ واخلي چې د کریمیا ټاپو وزمه د روسیې له خاورې سره نښلوي او د تېرې جمعې د ورځې په چاودنه کې یې یوه برخه ونړېده. د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین پر څو ښارونو نن سهار شاوخوا شل توغندي راپرېوتي دي. د اوکراین د جنوبي زاپوریژیا سیمې چارواکو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات کې ناکراري ډېره شوی ده، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي چې باید د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت د بدامنۍ مخه ونیسي. خو صوبايي جکومت د امنیت ذمه واري پر وفاقي حکومت اچولې ده.
د بشري حقونو ډلو د ایران پر دولتي امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د دې هېواد په کرد مېشتو سیمو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره پوره پوځي عملیات کړي. په هغو ویډیوګانو کې چې پرون د کردستان له سنندج ښاره پر ټولنیزو شبکو خپاره شول، امنیتي مامورین لیدل کېږي چې پر معترضانو مخامخ ډزې کوي. په همدې ورځ د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د ایران امنیتي ځواکونه پر خلکو د اوښکې بهوونکي ګاز او د هغوی پر کورونو د مرمیو ډزې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر په ۱۶مه نېټه د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، یوه ډله افغانان د افغانستان د راتلونکې په اړه د ملي ډیالوګ د رامنځ ته کولو غوښتونکي دي. هغه پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ترکیې په انقره کې یې د ډاکټرانو، د افغانستان د پخواني حکومت د وزارتونو د یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو په ګډون له یو شمېر افغانانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي. ښاغلي ویسټ ویلي چې، پر هزاره ګانو د حملې، د ده په خبره د ځوانانو او ښځو د خواشینونکو تلفاتو او په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره د یوې فضا د نشتوالي په اړه یې اندېښنې اورېدلي دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به د بشري حقونو د شورا د څوارلس چوکیو د ګټلو لپاره د چهارشنبې په شپه اتلس هېوادونو ته رایه ورکړي. د اتلس کاندید هېوادونو له ډلې به د بشري حقونو شوار ته د څوارلس هېوادنو استازي بریالي شي او له ۲۰۲۳ نه تر ۲۰۲۵ پورې به دغه په یادې شورا کې چوکۍ ترلاسه کړي. د دې ۱۴ چوکیو له ډلې څلور یې د اسیا پاسفیک شپږو هېوادونو"افغانستان، قرغیزستان، جنوبي کوریا، بنګلهدېش، مالدیف او ویتنام" ته ځانګړې شوي دي چې ملګرو ملتونو په عمومي مجمعه کې به ورته رایه ورکول کېږي. په ملګرو ملتونو سازمان... Читать дальше...
تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سبا د اکتوبر ۱۲مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې په اسیا کې د متقابلو اړیکو او اعتماد جوړونې د کنفرانس په څنډه کې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري. ترکي چارواکو له خبري اژانسونو سره په خبرو کې دا لیدنه تأیید کړې ده. له دې مخکې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي و، چې دواړه مشران به په استانه کې وګوري. اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړیتوب لري د روسیې او اوکراین په جګړه کې د یو منځګړي په توګه عمل کوي. انقرې که څه هم پر اوکراین د برید له کبله... Читать дальше...
د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې روسیې نن پر اوکراین د توغندويي حملو نوې څپه پیل کړه. اوکرایني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار مهال شل راکټونه راپرېوتل. د اوکراین د جنوبي سیمې زاپوریژیا چارواکو د ۱۲ توغندیو لګېدل تأیید کړي دي. همدا راز پلازمېنې کییف ته نژدې او نورو ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي. روسیې پرون د اکتوبر په لسمه نېټه هم د اوکراین پر پلازمېنه کییف او څو نورو ښارونو راکټي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې ۱۹ کسان ووژل شول. روسیې ویلي دا حملې یې د هغې چاودنې په... Читать дальше...
د روسیې له خوا د اوکراین د پلازمېنې په ګډون پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ځینې داسې ودانۍ هم لګېدلي چې عام خلک ژوند پکې کوي. د روسیې په بریدونو کې تر هغه وروسته زیاتوالی راغلی چې د روسیې او کرایمیا ترمينځ پله باندې چاودنه وشوه. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا بریدونه پر هغه پله د چاودنې غبرګون بللي دي. روسیې د اوکراین کرایمیا سیمه په ۲۰۱۴م کې نیولې وه. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور وګورئ
په کونړ ولایت کې دوه تنه چې ویل کېږي د پخواني نظام پوځیان وو، وژل شوي دي. یوه امنیتي چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوه کسان چې د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکي وو او د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ ته مېلمه تللي وو، د کور له مالک سره یو ځای وژل شوي دي. د کونړ د مرکزي روغتون سرپرست ډاکټر مطیع الله ازادي راډیو ته وویل، له نرنګ ولسوالۍ څخه دوه جسدونه ور وړل شوي دي. نوموړي وويل: "د یوه هویت معلوم دی چې د شلتن د درې اوسېدونکی دی، د هغه ځای خلک هم راغلي وو، خو دا بل یو معلوم نهدی چې د کوم ځای دی. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش یوځل بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ټولو نجونوپرمخ ښوونځي بېرته پرانېزي. نن د اکټوبر یولسمه د ماشومو نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو له خوا نومول شوې دغه ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په یولسمه په نړۍ کې ونمانځل شوه. دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې له نجونو ملاتړ زیات شي او هم د جنسیتي ناانډولۍ په اړه چې نجونې د خپل جنسیت په خاطر په نړیواله کچه ورسره مخامخ دي، عامه پوهاوی زیات شي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی... Читать дальше...
د یوه افغان خبریال عرفانالله کورنۍ مني چې هغه ترکیې ته په لار مړ شوی دی. افغان خبریال عرفانالله چې وړاندې یې په افغانستان کې د ژوندون په نوم خصوصي تلوېزیون سره کار کاوه، په غیرقانوني توګه د کډوالۍ په لارو هدف ته له رسېدو مخکې ومړ. د هغې د کورنۍ غړي وايي، د عرفانالله له مرګه درې میاشتې وروسته، تازه خبر شوي. د دوی په خبره، عرفانالله غوښتل په غیرقانوني لارو له ایران ترکیې ته ولاړ شي چې په لاره مړ شو. د عرفانالله د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، هغه... Читать дальше...
په لغمان کې د طالبانو په یوه رنجر موټر د چاودنې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او څلور ټپیان دي. د لغمان ولایت له امنیه قوماندانۍ رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، پېښه د علینګار ولسوالۍ د نورلام په سیمه کي د سړک غاړي ماين چاودني له امله شوې. وژل شوي او ټپیان ټول د طالبانو غړي دي چې دوی یې امنیتي ځواکونه بولي.
نن د اکټوبر ۱۱ مه د ماشومو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګري ملتونه هر کال دا ورځ نمانځي. د دې ورځې د ټاکلو هدف نجونو ماشومانو تعلیم ته پاملرنه او وده ښودل شوې ده. د افغانستان په سویل ختیځ غزني کې نهه کلنه حمیده د مور او پلار مشره لور او د خپلې ۶ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده. د هغې لاسونه د بوټونو په رنګ تور شوي، ښوونځی يې پریښی او د سړک په څنډه له سهاره تر ماښام بوټان رنګوي. نوموړې لا ماشومه ده، خو د ژوند چارو دومره سترې کړی چې ژاړي او خپله کیسه کوي. حمیده وايي: "د ورځې پنځوس یا سل روپۍ پیدا کوم. Читать дальше...
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې په کور دننه د تازه سبو په ځانګړي ډول رومیانو او پیازو بیې لوړې شوي، خو سوداګر يې هره ورځ ګاونډي هېواد پاکستان ته صادروي. په داسې حال کې چې ګاونډي هېواد پاکستان ته له افغانستانه د سبو په ځانګړي ډول د رومیانو او پیازو صادرات ډېر شوي یو شمېر افغانان یې په کور دننه د بیوو لوړوالي اندېښمن کړي. دوی وايي، پاکستان ته د رومیانو او پیازو صادراتو د افغانستان په مارکېټ ناوړه اغېزه کړې او اوسمهال یو من رومیان د کابل په بازارونو کې په ۴ سوه افغانۍ پېري په داسې حال کې چې تېر کال دا بیه ۸۰ افغانۍ وه. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش یوځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. ښاغلي ګوټرش د نجونو د نړیوالې ورځې نمانځنې ته د اشارې په ترڅ کې پر ټوېټر لیکلي چې دی په افغانستان کې له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې کولو د دوام له کبله سخت اندېښمن دی. هغه ویلي چې له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی، خو وایي پر طرزالعمل یې کار روان دی.
د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوو میاشتې راهیسې په مرکز اسعداباد او نږدې سیمو کې برښنا پرې شوې. د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او نږدې پرتو ولسوالیو وټهپور او پېچ درې ځینې کلي چې د مناګي برښنا کوټ ورغلي برښنا روښانه کول، له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې تیاره دي. د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي، نه پوهېږي چې بنسټیزه ستونزه څه ده، خو د دوی په خبره له کله چې برښنا پرې شوې، بېلابېلو ستونزو لاس و ګرېوان دي. د کونړ یو اوسېدونکی ضیاالرحمن سپین غر وویل: "په ښار کې هټیوال جنراتورونه چالانوي، چاپېریال ککړ شوی، لوګي او شور دی. Читать дальше...
د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، سږکال یې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیون لیټره ډیزلو مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د دې کمېټې څانګې نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه ډیزل د برښنا د تولید فابریکو ته ورکړل شوي چې په نتیجه کې یې په دې هېواد کې له ۳.۸ میلیونو زیات وګړي له برښنا څخه برخمن شوي او هم د روغتونونو په څېر حیاتي تاسیسات توانېدلي چې خپل خدمات سر ته ورسوي. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په خبره افغانستان په کال کې د خپلې اړتیاوړ ۱۶۰۰ میګاواټه برښنا، یوازې ۲۲ سلنه یې په داخل کې تولیدوي او نوره له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
هند افغانستان ته د روغتیایي مرستو د دیارلسمې کڅوړې یا بستې ته د لېږدولو خبر ورکوي. د هغې خبرپاڼې له مخې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت نن خپره کړې، په دغو نویو مرستوکې درمل، د جراحۍ وسایل او د ډاکترانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د اړتیا وړ مواد او وسایل شامل دي. د خبرپاڼې له مخې د ملګرو ملتونو په همکارۍ دغه مرستې په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون ته ورکړل شوې دي. د هند د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې تراوسه یې له افغانستان سره ۴۵ ټنه د اړتیا وړ روغتیايي مواد او وسایلو مرسته کړې چې د کوېډ۱۹ ضد پنځه سوه زره ډوزه واکسین هم په کې شامل دي.
د واکمن مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې عمران خان ته په ځواب کې ليکلي چې هم تاسو (عمران خان) به ويل چې د پاکستان استخباراتي ادارې د نړۍ تر ټولو تکړه ادارې دي چې ورته هرڅه معلوم وي او باید معلوم هم وي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د ګڼو توغندویي بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې چې د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکړي او دې هېواد ته به د هوایي مدافعې ضد پرمختللي سیسټمونه ورکړي. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روسیې د خونړیو هوایي بریدونو د لویې څپې په پایله کې له کییف سره د دوامداره ملاتړ د ژمنې ترڅنګ ویلي چې روسیه به د هغه څه لپاره حساب ورکړي چې نوموړي جنګي جنایتونه او ظلمونه وبلل. بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په ټیلفوني خبرو کې د پلازمېنې کییف په ګډون د... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، افغانستان ډېر کم وخت لري او که ترې ګټه وانه خلي، کېدای شي فرصت له لاسه ورکړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د دې هېواد لپاره د نړیوالو اوسنی تحمل یو فرصت بولي او په خبره یې، که ترې استفاده ونه شي، ډېر وخت به دوام ونه کړي. اروپايي ټولنې پرون په خپله رسمي وېبپاڼه د ښاغلي نیکلاسن له قوله لیکلي، سمه ده چې افغانستان د اسیا زړه دی، خو تل به د نړۍ د توجه مرکز نهوي. اروپايي ټولنې پرون د نیکلاسن د سفر... Читать дальше...
پېټه کدو یا حلوه کدو په امریکا کې یو زوړ تاریخ لري. ځينې خلک په خپلو کورونو کې د دې کر کوي او د مني په موسم کې یې استعمال زیات شي. د یوې سروې ترمخه امریکایان هر کال ۵۰۰ ميلیونه ډالره د پېټه کدو او له دې د جوړو شویو شیانو په اخېستلو مصرفوي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیویي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد یې وړاندې کوي.
تر ژوبلېدو او پاکستان پرېښودو وروسته دا دوهم ځل دی چې ملاله پاکستان ته تللې ده. که څه هم دا ځل د نوموړي د سفر مقصد د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي او مرستې راغونډول دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې هغه به وروسته نورو کومو سيمو ته ځي او له چا سره به ملاقاتونه کوي.
د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده. که له یوې خوا دامهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځی تړلي، خو له بلي خوا په زابل کې د یوه کلي اوسېدونکو د خپل کلي جومات د نجونو د زده کړو لپاره وقف کړی څو راتلونکي کې ښځینه ډاکترې ورته وروزي. د زابل د کاکړو ولسوالۍچې هېڅ ښځینه ډاکتره نه لري د سیمې اوسېدونکي یې وايي، په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ډېر کله یې ناروغان د ښځینه ډاکترې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...