د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه وبایلله. افغان لوبډلې په نننۍ لوبه کې د ۱۱۳ منډو ټاکلی و. انګلستان دغه هدف داسې مهال ترلاسه کړ چې پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل. د افغانستان او انګلستان ترمنځ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان چپ توپ اچونکی سام کران شو چې پنځه افغان لوبغاړي یې سوځولي وو. په نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په استرالیا کې روانې دي د افغان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره ده او تر هغې وروسته به د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره سیالي وکړي. Читать дальше...
په پکتیا کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دوه ماشومان د هاوان د یوې زړې مرمۍ په چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې چاودنه د ځاځي اریوب په مري خېلو سیمه کې هغه مهال وشوه چې دې ماشومانو د هاوان مرمۍ ته اور واچاوه. بیان زیاتوي چې ټپي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي دي. زړې مرمۍ او ناچاودي مهمات او ماینونه له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پاتې دي او وخت ناوخت ناوړه پېښې رامنځته کوي.
پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو حکومت هغه ته اجازه نه ورکوي چې له هېواد بهر ووځي. کرزي ته یوې نږدې سرچینې نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د جرمني په پلازمېنه برلین کې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د کرزي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. سرچینې زیاته کړه چې طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ له پیله تراوسه روسیې او هند او اوس جرمني ته د سفر لپاره د کرزي غوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې. حامدکرزی، د پخواني دولت د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې رییس... Читать дальше...
د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ زلزله ځپلي نیوکه کوي، چې په تېرو څلورو میاشو کې دوی لپاره د کورونو پر جوړولو کار نه دی شوی او نه داسې سرپناه ورته برابره شوې، چې کورنۍ او ماشومان يې په کې تود او خوندي وخت تیر کړي. ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې ځايي اوسیدونکو ته يې د جون پر ۲۲مې زلزلې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول. د ګیانې زلزله ځپلو وویل، دوی په یاده سیمه کې د واورو له اورښت او د لارو له خرابیدو مخکې ژمنیو خوراکي توکو، د پوښاک شیانو او د سرپناوو مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري. نن د اکتوبر... Читать дальше...
افغانستان د انګلستان لپاره ۱۱۳ منډې هدف وټاکه. په نږدې شلو اورونو کې ټول افغان لوبغاړي وسوځېدل. د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ وکړې چې په ۳۲ بالونو یې ۳۲ منډې ترسره کړې. تر خوا یې عثمان غني دېرش منډې وکړې. پاتې نور لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول او همدا لامل وو چې افغان لوبغاړو ۱۱۲ منډې وکړې او له مخکې تګ پاتې راغلل. د انګلستان لپاره چټکو بالرانو ښه وړتیا وښوده. له هغې ډلې د انګلستان چټک چپ لاسي بالر سم کوران پنځه ویکټې واخیستې. مارک ووډ او بن سټوکس دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې. Читать дальше...
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي. په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت له لوري بازار ته د نوي بانک نوټونو د راویستلو په اړه خبر ورکول کېږي، خو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي. د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تازه په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د دغو بانک نوټونو د راوړلو بهیر به ژر افغانستان ته پیل شي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دغه بانک نوټونو د شمېر په اړه او دغه شان چې کله به افغانستان ته راوړل کېږي... Читать дальше...
که څه هم پر کاج ښوونیز مرکز د برید مسولیت تر اوسه کومه ډلې نه دی منلی، طالبان ادعا کوي د داعش هغه وسلهوال یې وژلي چې پر دې ښوونیز برید کې یې لاس درلود. طالبانو دا برید چې د کابل په دشت برچي کې د تلې په اتمه نیټه ۵۵ کسان ووژل د داعش د وسلوالې ډلې کار بللی دی. ددې برید ډیرې قربانیانې هغه نجونې وې چې د کانکور ازموینې ته یې چمتوالی نیوه. تازه د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یوه خبرپاڼه چې رسنیو ته یې استولې، ادعا کړې چې د دې پېښې عاملان داعش وسلهوال یې نیولي او وژلي دي. په دې خبرپاڼه... Читать дальше...
طالبان او د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د وروستيو جګړو په ترڅ کې يې يو بل ته درانه ځاني تلفات اړولي. طالب ځواکونو ته منسوبه يوه ويډیو چې په ټولنيزو پاڼو کې خپره شوې په هغې کې ادعا کېږي چې طالبانو د مقاومت ملي جبهې غړي وژلي. په دغه ويډو کې شپږ مړي ليدل کېږي. دغه ويډیو د جمعې په شپه خپره شوې، خو د دقيقې نېټې په اړه یې معلومات نه شته. اوس دواړه خواوې ادعا کوي چې د افغانستان په شمال بدخشان او بغلان ولايتونو کې يې يو بل ته درانه تلفات اړولي. د مقاومت ملي جبهې... Читать дальше...
د جاپان صدراعظم وايي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو کارول به له بشريت سره د دښمنۍ یو اقدام وګڼل شي. فومیو کوشیدا نن استرالیا ته د سفر پرمهال وویل د مسکو دا ګواښ چې له اټومۍ وسلو به کار واخلي، نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی او د منلو وړ نه دی. تمه ده چې د راروان کال په مې میاشت کې به د جاپان هیروشیما ښار د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې کوربه وي. پر همدې ښار د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې اټومي بم وغورځول شو چې ۱۴۰ زره کسان یې وژل.
کرپټوکرنسي یا ځانګړې کوډ لرونکې مجازي پیسې د پیسو هغه ډول دی چې په دې وروستیو کې يې د نړۍ په لویو صعنتي هېوادونو کې د پخوا پرتله يې بازار تود شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مې راپه دېخوا له کله چې طالبان پر کابل بیا واکمن شول، امریکا د افغانستان پیسې د اروپا او د امریکا په فدرال بانکونو کې ګنګل کړې. دا پیسې د افغانستان د بانکي سیسټم پشتوانه ګڼل کېده. د بانکونو پر وړاندې د خلکو کتارونه جوړ شول. د صرافویو اوتومات ماشینونه له کاره ولوېدل او د مني ګرام له لارې بهر ته د پیسو لېږدول ستونزمن شول. سوادګري... Читать дальше...
د اوکراین ځواکونو په جنوبي سیمه خرسون چې په غیرقانوني ډول د روسیې له خوا اشغال شوې، د روسیې پر سنګرونو د توغندیو ډزې کړي. د اوکراین د ولسمشر، ولودمیر زلینسکي دفتر وايي ۸۸ استوګنځي په جنوبي سیمه خرسون او ۵۵۱ استوګنځي په شمال ختیځه سیمه خارکییف کې له اشغال څخه خلاص شوي. د دې دفتر په وینا د اوکرایني ځواکونو ځوابي عملیات په خرسون سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي. د زلینسکي د دفتر مرستیال مشر، کیریلو تیموشینکو په ټلګرام کې د دغو عملیاتو د نتایجو په اړه جزییات شریک کړي دي. د اوکراین پوځ دغه ځوابي... Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر مملک هنا رباني کهر د ایف اې ټي ایف د يادې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اوس لپاره دې احتجاجونه ختم کړي او د یو لوی احتجاج لپاره دې تیاری ونیسي.
د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې نن مازدیګر سره مخامخ کېږي. د استرالیا د پِرټ ښار د کرکټ نړیوال سټډيوم نن د افغانستان او انګلستان د ملي لوبډلو کوربه دی. لوبه په ځایي وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي چې په افغانستان کې به مازدیګر مهال درې نیمې وي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د نړیوال جام د تیاریو لپاره په استرالیا کې ده او په دې لړ کې یې له محلي ټیمونو او نړیوالو لوبډلو سره تمریني لوبې هم کړي دي. په رسمي تمریني لوبو کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه او... Читать дальше...
د اکتوبر په ۲۱مه په سوات او بونیر کې د امن لپاره مظاهرې وشوې. په دواړو سیمو کې مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د امنیت د راوستلو لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. په مظاهره کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم ګډون وکړو. بل پلو حکومت وايي، له سواته وسله وال بیرته تللی دي. نور حال په دې راپور کې.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق له نړیوالې ټولنې غواړي چې په طالبانو فشار راوړي څو یو ټولشموله حکومت جوړ او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، که څه هم یو کال کېږي چې طالبانو قدرت په زور نیولی، خو د افغانانو د مدني، بشري او سیاسي حقونو دخوندیتوب په اړه خپل کړو ژمنو کې ناکام دي. فایق پرون ناوخته د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې د ټولنیزو، بشري او فرهنګي چارو کمېټې ته په... Читать дальше...
طالب چارواکي وايي، په کابل کې پرون ورځ او تېره شپه د داعش پر ضد عملیاتو کې ۲ تنه داعشیان نیولي او ۶ نور یې وژلي دي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد شېبه وړاندې رسنیو ته استولې خبرپاڼه لیکلي، لومړی عملیات د کابل په ختیځ کې وشول چې دوه تنه داعشیان په کې ووژل شول. مجاهد زیاتوي، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کې د داعش وسلهوالو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول چې په پایله کې یې د داعش شپږ تنه ووژل شول. د مجاهد په خبره، له وژل شویو داعشیانو یو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت په کابل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې پيل شوي دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په کابل ښار کې یې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي دي. د دغه خبر تر چمتو کېدو پورې د مرګ ژوبلې د کره شمېر او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا د افغانستان له ولایتونو د کتنو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره له کندز ولایت څخه لیدنه ترسره کړه. یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي چې اوتونبایووا په کندز کې له ځایي چارواکو، د مدني ټولنې له ډلو او د ښځو، رسنیو او سوداګرو په ګډون د ټولنې له استازیو سره پرلیدنو کتنو سربېره د نجونو له یوه ښوونځي هم کتنه کړې ده. د نوموړې په خبره ډېرې اندېښنې د معیشیت د محدودو امکاناتو، بانکي سیستم او پر سوداګرۍ څرخېدې چې باید ورته پام وشي.
ډیجیټال ژورنال خپرونه: ډیجیټال ژورنال خپرونې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، د افغانستان کړکېچ پای ته نهدی رسېدلی او د ولسمشر جوبایډن ادارې نه یوازې پر طالبانو بلکې د افغانستان پر ملکي وګړو او میلیونونه ماشومانو بندیزونه زیات کړي دي. خپرونه زیاتوي چې له شل کلنې جګړې وروسته د افغانستان خلک بیا هم باید لوږه، ناروغي او دیکتاتوري وزغمي. په مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اقدام د عدالت نښه وه خو د افغانستان خلک نه پوهېږي چې ولې د امریکايي... Читать дальше...
په بادغیس کې د طالبانو امنیتي چارواکي په یوه چاودنه کې د درېیو ماشومانو د وژل کېدو خبره کوي. د بادغیس د امنیې قومندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دغو ماشومانو له یوې ناچاوده وسیلې سره لوبې کولې چې پرې چاودلی او ژوند یې له لاسه ورکړی. په افغانستان کې د لسیزو جګړو په ترڅ کې د ښکېلو ډلو له خوا ایښودل شوي ماینونه او ناچاودې وسلې تراوسه د ملکي وګړو په تېره د ماشومانو پر وړاندې یو لوی ګواښ بلل کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د اقلیم بدلون په افغانستان کې پر میلیونونو وګړو منفي اغېز کړی دی. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې پرون په یوه ټوېټ کې وچکالي، د خوراکي موادو د بیو لوړوالی او په لوږه د ډېرو خلکو ویده کېدل د اقلیم د بدلون د څو منفي اغېزو په توګه یاد کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام په کندهار کې د یوه بزګر له تصویر سره یوځای لیکلي چې که څه هم کروندګر په دې ولایت کې سخت کار کوي، خو بیا هم هېڅ یو یې نه شي کولای چې د خپلو کورنیو لپاره کافي خواړه برابر کړي.
په ایران کې د ښوونکو ټولنې د هغه څه پر وړاندې چې دوی د ایران د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د زده کونکو ځپنه بولي، د دوو ورځو لپاره د کار نه کولو اعتصاب اعلان کړی دی. د ښوونکو د همغږۍ شورا پرون جمعه وویل چې دغه اعتصاب به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې ترسره شي. د ښوونځیو یو شمېر ښوونکو ادعاوې کړي چې د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي وژل شوي دي. دغه اعتراضونه په ایران کې څه باندې پنځه اوونۍ وړاندې وروسته له هغې پیل شوي چې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د مهسا امیني... Читать дальше...
د بشري حقونو څار سازمان وایي، هغه درې ښځې چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وې، ورسره تاوتریخوالی او بد چلند شوی دی. د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېره اوونۍ یې د طالبانو له خوا له یو شمېر ښځو سره د بد چلند په اړه شکایتونه ثبت کړي دي. د دې سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښځې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اعتراضونو په ترڅ کې د طالبانو له خوا نیول شوې وې. بار وویل: "ښځو د ډېر ناوړه بد چلند جزییات ورکړل. د... Читать дальше...
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان لوبډله خپله لومړنۍ رسمي لوبه له انګلستان سره کوي. د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ دغه لوبه نن د افغانستان په وخت غرمه درې نیمې بجې د استرالیا په پرت ښار کې پیلېږي. د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي جاناټان ټروټ وویل چې لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی. هغه د افغان کرکټرانو روحیه ډېره ښه وبلله او وايي: "هغه څه چې زه پرې خوښ یم، د دوی لېوالتیا، د ښه کېدو لېوالتیا، له لوبې سره علاقه او په ځمکه کې د دوی کاري اخلاق واقعاً ښه دي. Читать дальше...