Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

شمال کې جګړه؛ مقاومت جبهه او طالبان یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې

طالبان او د مقاومت ملي جبهه ادعا کوي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د وروستيو جګړو په ترڅ کې يې يو بل ته درانه ځاني تلفات اړولي.


طالب ځواکونو ته منسوبه يوه ويډیو چې په ټولنيزو پاڼو کې خپره شوې په هغې کې ادعا کېږي چې طالبانو د‌ مقاومت ملي جبهې غړي وژلي.


په دغه ويډو کې شپږ مړي ليدل کېږي.


دغه ويډیو د جمعې په شپه خپره شوې، خو د دقيقې نېټې په اړه یې معلومات نه شته.


اوس دواړه خواوې ادعا کوي چې د افغانستان په شمال بدخشان او بغلان ولايتونو کې يې يو بل ته درانه تلفات اړولي.


د مقاومت ملي جبهې وياند صبغت الله احمدي هم د جمعې په شپه په خپل ټوېټر تاييد کړه چې طالبانو يې ځينې غړي ورته وژلي.


نوموړي وړاندې ليکلي چې په دې جګړه کې د‌ مقاومت جبهې دوه مخکښ قومندانان هر يو سيد بحر الدين اغا او عبدالحمید مجاهد په بدخشان ولايت کې وژل شوي.


احمدي په خپل ټوېټر ليکلي چې طالبانو په یفتل او شيوه ولسوالۍ کې غيرنظاميان تر نيول کېدو وروسته وژلي هغه ادعا چې بيا طالبان يې ردوي.


له دې وړاندې په بریتانیا کې د افغان ویتنس په نوم یو غیرانتفاعي سازمان د میزان په ۲۶ په یو څېړنیز راپور کې لیکلي و چې طالبانو د سنبلې په میاشت کې په پنجشېر ولایت کې ۲۷ اسیران وژلي دي.


د دغه راپور په اساس طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې جنګیالي نیولي او بیا یې وژلي.




خو طالبانو بیا ادعا کړې و چې دغه کسان په جګړه کې وژل شوي.


له دې سره خوا کې بیا د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت الله احمدي د میزان میاشتې په ۲۹مه لیکلي و چې طالبانو د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ډېر تلفات لیدلي.


سره له دې چې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د مقاومت جبهې ویاند هم د تلفاتو په اړه کره شمېر نه دی وړاندې کړی.


د ازادي راډیو خبریال  هڅه وکړه چې ددغو جګړو په اړه د طالبانو او مقاومت ملي جبهې نظر واخلي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدې د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus