د ایران د قضایه قوې رئيس په دې هېواد کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال د نیولو شویو کسانو لپاره د سختو سزاګانو غوښتنه کړې ده. غلام حسین اژه ای دقضايي قوې مسؤلينو ته ویلي، په هغو کسانو دې د ضعیفو احکام له پلي کولو ځان وساتي چې، نوموړي د اعترض کوونکو اصلي عناصر بللي دي. د ایران د قضایه قوې د مشر دا خبرې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو لپاره د اقداماتو د سختېدو یوه بله نښه بلل کېږي. تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني وژنې په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه راپارولي چې د څو اوونیو راهیسې په دې هېواد کې روان دي. Читать дальше...
د پاکستان په سند ایالات کې د ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه سېلاب ځپلي د دوی د سپرلۍ په موټر کې د اورلګېدو له کبله وژل شوي. چارواکو ویلي، دوی خپلو کورونو ته په لار وو چې موټر یې اور واخیست. د ازادي راډیو خبریال په خپل راپور کې ویلي، دغه پېښه د سند ایالات د جمشوروي ولسوالۍ په نوري اباد سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو او عیني شاهدانو ویلي، اته ماشومان د مړه شویو کسانو په ډله کې دي. د سند په پارلمان کې د روغتیا برخې مسؤل سراج قاسم سومرو خبریالانو ته وویل، ۱۷ مسافره مړه شوي او لس تنه نور ټپیان شوی دی. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نړيوالو نه د تعامل غوښتنه وکړه. هغه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، افغانستان له هیڅ هېواد سره ستونزه نهلري. نوموړې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې، د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لپاره هڅې نهکوي او دده په وینا چې چاته به د دې کار اجازه هم ورنهکړي. نوموړي ويلي: "اسلامي امارت په خپلې بهرنۍ پاليسۍ سره نهغواړي چې هیڅ کله هم د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیانو ته درد سر جوړ شي، موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو... Читать дальше...
د سولې نوبېل انعام ګټونکې او د تعلیم نړیوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ د اکتوبر پر ۱۲مه د سیند په دادو کې له سېلاب ځپلو سره ولیدل او د مرستو ډاډ یې ورکړ. په پاکستان کې د جون له نيمايي راهيسي په بارانونو او سېلابونو کې تر ۱،۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۳۳ مېليونه یې اغېزمن کړي دي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان افغان سندرغاړی مير خان مقری دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او له تېرې یوې مودې راهيسې د عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي. مقری د خپلو کاروباري هلو ځلو ترڅنګ وخت په وخت سندرې هم جوړوي او پر خپل يوټيوب چینل يې خپروي. نوموړي په وروستیو کې "د شاه زلمو وطن" په نوم يوه نوې سندره خپره کړې. مقری وايي، له هغې راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هغه هېواد هنر او موسيقي له سختو چیلېنجونو سره مخامخ شوي. دی له همدې امله پر نړيوالو غږ کوي... Читать дальше...
اوکرایني چارواکي وايي، روسي توغندیو د اوکراین په خاوره کې څلوېښت ښارونه او ښارګوټي په نښه کړي او د دې هېواد په پلازمېنه او نورو سیمو کې یې مهمو تاسیساتو ته زیان اړولی دی. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په غوڅ اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې له روسیې سره د اوکراین د ځینو سیمو یو ځای کول یې غیر قانوني بللي دي. له دې سره هممهاله د اوکراین متحدانو ژمنه کړې چې، له دې هېواد سره پوځي مرستې زیاتوي. د کییف د پولیسو مشر اندري نیبای توف پر خپل ټیلیګرام لیکلي، د... Читать дальше...
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په میاشت کې د پاکستان جمهوري اتحاد (پي ډي اېم) د بې باورۍ تحریک له لارې له واکه لیرې کړی وو او نوموړی له هغه وخت راهیسې په اشارو کنایو کې د پاکستان د پوځ پر مشر قمر جاوېد باجوه نيوکې کوي.
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ په زرګونو هلکانو او نجونو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ. د دوی په ډله کې، هغو کسانو هم په ازموینه کې ګډون کړی و چې، په وینا یې په ټپي ځان او مات زړه خو له غښتلې ارادې سره راغلي وو. ۱۹کلنه زهرا عظمي د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکې ده چې، د میزان په اتمه د دغه مرکز په برید کې سخته ټپي شوی وه. زهرا ازادي راډیو ته وویل، چې هیڅ شی به یې خپلو موخو ته د رسېدو مخه ونه نیسي. نوموړې وويل: "زه خپله د کاج ښونیزمرکز له ټپیانو څخه یم، لاس مې ژوبل دی، خو بیا هم زه خپلو هڅو ته... Читать дальше...
د جون میاشتې ۲۲مه وه چې د پکتیکا او خوست غرنۍ سيمې د ریښتر په کچه پنځه اعشاره نهه زلزلې ولړزولې. د رسمي شمېرو پر بنسټ له زر زیات کسان مړه شول، په زرګونه تنه نور ټپیان او په لسګونه تنه نور بېکوره شول. د پکتیکا د برمل اوسېدنکی نیک ولي خان یو له هغو دی چې دا پېښه يې په خپلو سترګو لیدلې ده. هغه چې اوسمهال د بېځایه شویو په یو کمپ کې اوسیږي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ هر څه يې لاسه ورکړي او په تېرو څلورو میاشتو کې بې سرپناه و. نیک ولي له حکومته غواړي چې د کور او سرپناه په جوړولو کې دې ورسره مرسته وکړي. Читать дальше...
د سيند په جامشورو ضلعې کې په یو مساپر وړونکي بس کې د اورلګېدو له وجې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي. دا پېښه د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته شوې دی. چارواکي وايي، هغه کورنۍ د سېلابونو له وجې په کراچۍ کې مېشته او کلي ته پر لاره وه چې د پېښې ښکار شوه. د اسوشیېټېد پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورت.
له یوه کال هلو ځلو وروسته، هنر سالار ډلې په کاناډا کې د اغاخان موزیم دننه "زما مینه افغانستان" په نوم نندارتون پرانيست. په دې نندارتون کې د افغانستان کیسې د تصویر او انځور په ژبه نندارې ته اېښودل شوي. دلته د افغان ښځو په لاس اوبدل شوې سره غالۍ اېښودل شوې، تر خوا یې په لږ واټن دویم پوړ ته تلونکې زينې هم په هغې غالۍ پوښل شوي چې د افغان ښځو د لاس تولید دی. نندارې ته اېښودل شویو انځورونو او تصویرونو کې بيا تاوتریخوالی، د افغانانو غم او ترڅنګ یې خوښي، بریا او فرهنګ ښودل کېږي. د هنر سالار ډلې... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د ملي امنیت نوې ستراتیژي خپره کړې. دا تګلاره چې پرون ناوخته خپره شوې، د افغانستان به اړه هم پهکې راغلي او ښيي چې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته، متحدهایالات په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي. په دې ۴۸مخیزه ستراتيژۍ کې لیکل شوي"امریکا د ترهګرۍ له ګواښونو د خپلو هېواد او خلکو د ساتنې لپاره ثابت قدمه ده او کله چې تروریستي ګواښونه زیاتېږي، هماغه ډول باید دوی د ترهګرۍ ضد چلند هم بدلون وکړي." په دې ستراتېژۍ کې لیکل شوي، که څه... Читать дальше...
د اوکراين متحدينو له کييف سره د نورو پوځي مرستو اعلان کړی دی. یوه ورځ وروسته له دې چې د ملګروملتونو عمومي اسامبلې د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د روسیې لهخوا له خپلې خاورې سره د اوکراین د سیمو یو ځای کول غیر قانوني وبلل او د اوکراین متحدینو له کییف سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړه. له پوځي مرستو ژمنو وروسته سملاسي روسیې د اوکراین د پلازمېنې په سیمه کې پر اساسي بنسټیزو تاسیساتو او پر جنوبي ښار میکولاییف توغندویي بریدونو ته دوام ورکړ. د دغو بریدونو د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه راپورونه نهدي ورکړل شوي. Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولاد يمیر زلنسکي له نړیوالو بسپنه ورکونکو وغوښتل چې له هېواد سره یې ملاتړ زیات کړي. د هغه په خبره د روسیې لهخوا په حملو کې د ویجاړو شویو ښوونځیو او کورونو د رغولو لپاره زیاتو پیسو ته اړتیا لري. زلنسکي پرون چهارشنبې په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق، IMF غونډې ته په خبرو کې وویل، اوکراین شاوخوا ۵۵ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري. ۳۸ ملیارډ ډالره د بوديجې د کسر د پوره کولو لپاره او ۱۷ ملیارډه ډالره نور هم د اساسي بنسټیزو تاسیساتو د رغولو لپاره د راتلونکي کال اټکلي بودجې ته اړتیا لري. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمهییز اتصال ډېر مهم دی او اوس دې ته ښه فرصت برابر شوی دی. ښاغلي مجاهد دا خبره پرون په کابل کې د سیمهییز اتصال په اړه یوه سمینار ته په وینا کې کړې ده. نوموړي د وینا په یوه برخه کې چې په خپله ټویټرپاڼه کې یې ایښې وایي، په افغانستان کې امنیت د سیمې د اتصال لپاره مهم دی چې ګټه به یې هم افغانستان او د سیمې هېوادونو ته رسیږي خو نوموړي په دې خبرې ټینګار وکړ چې د سیمې د هېوادونه لپاره باید دغه امنیت مهم شي. نوموړي ويلي: "ټول ښکېل هېوادونه چې د افغانستان... Читать дальше...
د موټروې پولیسو یوه مشر سید فرحان احمد خبریالانو ته وویل، چې په بس کې ۵۵ کسان سپاره ول چې سېلاب ځپلي ول. د بس د ایېرکنډېشنر په ځای کې ناڅاپي اور لګېدلی.
په پاکستان کې د جون له نيمايي راهیسې بارانونو او سېلابونو ۱،۷۰۰ کسان وژلي خو ملګرو ملتونو ويلي چې له ولاړو اوبو پيدا شويو ناروغيو مرګونه به تر دې لا ډېر وي. سېلابونو تر ټولو دېر نقصان په سيند صوبه کې اړولی. هلته په زرګونو کورنۍ کډوالې شوې چې په کیمپونو کې دېره دي. خو خلک وايي ډنډونو، د خوارکي موادو کمښت او د پوره دواګانو نه شتون، په کیمپونو کې د اوسېدونکو ژوند ته خطر پېښ کړی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د اکتوبر ۱۳مه د "ناورينونو د خطرونو کمولو د نړيوالې ورځې" په توګه لمانځل کېږي. په خیبر پښتونخوا کې د ماحولياتي چارو د پوهانو ترڅنګ حکومتي چارواکي هم وايي چې د ناورينونو پر مهال د خلکو د ژغورنې لپاره زيات او جدي کار ته اړتيا ده.
د اوکراین په اړه د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه نن پنجشنبه هم دوام کوي. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د ۳۰ هېوادونو دفاع وزیران د روسیې د راکټي بریدونو په وړاندې د اوکراین د دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه خبرې کوي. روسیې په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کییف په شمول د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو توغندويي بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ایران په ښارونو کې پرون او تېره شپه له سختو امنیتي تدابیرو سره سره مظاهرو او اعتراضونو دوام درلود. اعتراض کوونکو شعارونه ورکول چې مړ دې وي دیکتاتور. په خپروو شویو تصویرونو کې خلک په تهران، کرج، مشهد، اصفهان، شیراز، رشت او ګڼو نورو ښارونو کې د مظاهرو په حال کې لیدل کېږي. د تهران په شهرک غرب سیمه کې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې. د دغه ښار په نورو سیمو کې هم ښځو د اعتراض په دود ټیکري له سرونو لېرې کړي وو او مرګ په دیکتاتور نارې یې وهلې.
د سانتي په نوم یوه رضاکاره ټولنه غواړي چې په ننګرهار کې د څه باندې ۲ لکه ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ کړي. د دې ټولنې مشر انجینر عنایت الله نصر وايي، دا کتابتون به چې د بنسټ ډبره یې پرون کېښودل شوه، په ۲۴۵ متر مربع مځکه او په ۸ میاشتو کې جوړ شي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ماشوم ادبیاتو ته پهکې چندان پام نهدی شوی او په دې برخه کې ډېر څه نهدي خپاره شوي. د ماشومانو ترڅنګ د لويانو لپاره مخکې ډېری دغه ډول کتابتونه جوړ شوي دي، خو د وخت په تېرېدو بېرته تړل شوي دي.
د پاکستان د تېلو او ګازو یوې خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د (OGIL) په نوم د تېلو او ګازو د پانګونې شرکت یوه پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملاعبدالطیف منصور سره په کتنه کې وویل چې، په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا لري. افغانستان هغه هېواد دی چې د برېښنا د توليد برخه کې ستونزې لري او په ډېری سيمو کې يې خلک له برېښنا بې برخې دي. د کابل په ګډون د ډېرو لويو ښارونو برېښنا وارداتي ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پر طالب مشرانو د وېزو پر بندیز غبرګون وښود. د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې، د امریکا دا پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پرمختګ کې خنډ پېښ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر هغو اقداماتو رڼا واچوله چې له مخې یې د طالبانو پر مشرانو او نورو هغو کسانو چې د سختو پاليسیو او تشدد له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. ده په دې لړ کې اعلان وکړ چې له دې کبله... Читать дальше...
د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب او جوزجان له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره ليدلي. دا ليدنه وروسته له هغه شوې چې، د طالبانو له حکومت سره د دوی د یوه مهم ازبک ټبره قوماندان صلاح الدین ایوبي د اړیکو د پرېکون په اړه خبرونه خپاره شول. د طالبانو حکومت وايي چې په دې کتنه کې د ټولنیزو ستونزو، انکشافي پروژو او تعلیمي مسلو په اړه خبرې وشوې او د امنیت په اړه ډاډ څرګند شو. دا په داسې حال کې ده چې قوماندان ایوبي ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې نوموړی په فاریاب ولایت کې خپل کلي ته ستون شوی دی.
ایکانومېسټ: د ایکانومېسټ مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، په افغانستان کې شل میلیونه وګړي د قحطۍ پر درشل ولاړ دي، خو د دې هېواد مرکزي بانک د سیاسي لوبې یرغمل دی. د لیکنې لیکوال ډان ویلمیز لیکي، هغه له ۲۰۰۵م کال راهیسې په افغانستان کې کار کړی او په وروستیو کې یې د دې هېواد د اقتصادي بحران په اړه تحقیق کړی دی. د لیکوال په وینا د افغانستان په بازارونو کې ډېر خلک د پولي ثبات په اړه نه پوهېږي، خو له نشتوالي یې کړېږي. هغه لیکي د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالره پانګه د امریکا په مالي ادارو کې... Читать дальше...