Мы в Telegram
Добавить новость

И куда смотрит Екатерина Михайловна Мизулина (и вся "Лига безопасного интернета")?

СК: гражданин США получил почти 10 лет за убийство сестры в Мытищах

Герои России, меры поддержки многодетных семей и показ «Карины» в стране: топ-10 новостей недели

В Екатеринбурге пройдет благотворительный забег Ural Legal Run

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2022

Новости за 21.10.2022

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ نړيوال جام؛ ايرلنډ ويسټ اينډيز ته ماتې ورکړه

ایرلنډ په نړیوال جام کې نن ویسټ اینډیز ته ماتې ورکړه او دا لوبډله له دې شکست سره له روانو لوبو بهر شوه. په بله لوبه کې زیمبابوې سکاټلنډ مات کړ او له دې جام څخه یې بهر کړ. ویسټ اینډیز هغه لوبډله ده چې تر اوسه یې د شل اورونو نړیوال جام دوه ځله ګټلی دی، خو دې لوبډلې نن له ایرلنډ څخه په نهو وېکټو ماتې وخوړه. د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو. تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز خپل کړی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سرېلانکا او استرالیا یو یو ځل دا جام ګټلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سيمې هېوادونه له طالبانو کومې غوښتنې لري؟

د طالبانو یو شمېر مخالفان دا ډله تورنوي چې افغانستان یې له ژور بحران سره مخامخ کړی دی، یو شمېر کتونکي بیا راتلونکي ته اندېښمن دي. د طالبانو دننه هم داسې چارواکي شته چې له وضعیته راضي نه‌دي. نړیوالو د طالبانو له څه باندې څوارلس میاشتنۍ واکمنۍ وروسته د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، او له دې ډلې غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقوق رعایت کړي او په واک کې نور افغانان هم شریک کړي. د سیمې هېوادونه بیا تر ډېره د نورو ډلو ټپلو پر شمولیت او د افغانستان د امنیتي وضعیت پر ثبات ټینګار کوي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په بادام باغ کې د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

دې نندارتون کې د نارینه‌و ترڅنګ ډېر شمېر ښځې لیدل کېږي، دغه ښځې سوداګرې دي او په لاس تولید شوي توکي او نور یې د نندارې لپاره دلته راوړې دي. د دې نندارتون یوه ګډون‌واله سوداګره شکریه شمس وايي، اوسني وضعیت کې د ښځو لپاره د دې ډول فرصتونو برابرول مرسته وکړي چې د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي، هغه هم داسې مهال چې ډېر شمېر ښځې د طالبانو له‌خوا له دندو شړل شوي دي. نوموړې وايي: "له بېلابېلو ولایتونو ښځې راغلې دي. ما چې له کومو ښځو سره خبرې وکړې، له مزار شریف، غزني، ننګرهار، هرات او یو شمېر نورو لېرو پرتو ولایتونو راغلې وې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د عمران خان نااهلي: د تحریک انصاف پلویان په احتجاج دي

د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نااهلۍ ضد احتجاجونه پیل شوي دي. انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې عمران خان د شتمنیو په اړه سم معلومات نه ول ورکړي نو ځکه له ایین سره سم د قامي اسمبلۍ د څوکۍ وړ نه دی. تحریک انصاف د پرېکړې ضد د اسلام اباد های کورټ ته د تګ اعلان کړی. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د مينې په جرم د يو ځوان وژنې د خلکو خفګان او غبرګون پارولی

د عبدالله د بې‌پايې مینې نیمګړی داستان؛ هغه ځوان چې د تېرې سې شنبې په ورځ د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په طاوس‌خېلو کې په ډزو وویشتل شو او پرون ومړ. د کورنۍ یو غړي یې ازادي راډیو ته ټول داستان بیان کړی. دغه شخص چې د ټولنیزو حساسیتونو له امله د خپل نوم او غږ د نه خپرېدو غوښتنه کړې وايي، د عبدالله د مینې پنځه کاله کېدل او له تېرو دوو کلونو راهیسې د نجلۍ کورنۍ ته د مشرانو څو جرګې هم ور لېږلې وې، خو هغوی د رد ځواب ورکاوه. عبدالله غوښتل د خپلې تره لور سره واده وکړي، خو د نجلۍ د کورنۍ مخالفت د دې رشتې د جوړېدو مخنیوی کاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټام وېسټ: طالبانو سره د اړيکو لپاره د درېيم ګړي هېواد منځګړيتوب ته اړتيا نه‌لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، امریکا د طالبانو سره د اړیکو د اسانتیا د برابرو لپاره د کوم درېیم هېواد منځګړيتوب ته اړتیا نه‌لري. نوموړي امریکا غږ راډيو سره په یوې تازه مرکه کې ویلي: "زه د طالبانو سره په منظمه توګه تماس کې یم او د امریکا په حکومت کې زما نور همکارن او چارواکي هم له دوی سره په اړیکه کې دي." ټام وېسټ په دې مرکه کې د طالبانو سره د امریکا پر مستقیم ډیالوګ ټینکار کړی او ویلي يې دي فکر نه‌کوي چې په دې برخه کې دې کوم درېیم هېواد ته اړتیا وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له خپلو خلکو د ايران حکومت غوښتنه: اوکراين ته له سفر ډډه وکړئ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې اوکراین ته د جګړې د شدت او نا امنیو د زیاتېدو له امله له سفر څخه ډډه وکړي. دغې وزارت نن په یوه اعلامیه کې په اوکراین کې مېشتو ایرانیانو څخه غوښتي چې د ځان د ژغورلو او خوندیتوب لپاره دې دغه هېواد پرېږدي. پر اوکراین د روسې غیرموجه برید د فبروري په ۲۴مه څه باندې اته میاشتې وړاندې پیل شو. له هغې را وروسته اوکرایني او روسې ځواکونه د اوکراین په خیتځ او سویل کې د یو بل پر وړاندې په سخته جګړه کې ښکېل دي. روسیې په دې وروستیو کې پر ټول اوکراین او په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ټاکنو کمېسيون عمران خان د پنځه کلونو لپاره ټاکنو کې له نوماند کېدو منع کړ

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون نن (د اکټوبر ۲۱مه) دد ې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره په انتخاباتو کې د ملکي څوکیو لپاره له نوماند کېدو منع کړ. دې کمېسیون عمران خان تورن کړی چې د واکمنۍ پر مهال يې د دولتي مشرانو څخه ترلاسه کړي سوغاتونه په غیر قانوني ډول پلورلي دي. د ياد کمېسیون چارواکو عمران خان په دې هم تورن کړی چې د دې سوغاتونو له پلورل څخه ترلاسه شویو پیسو په پټولو یې د منتخبو حکومتي چارواکو هغه ژمنه ماته کړې چې باید خپلې پانګې په ډاګه کړي. د پاکستان حکومتي چارواکې اجازه لري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين جګړې لپاره ټاکل شوی روسي قوماندان پر بشري سرغړونو تورن دی

سیرګي سوروویکین هغه جنرال چې د ولسمشر ولادیمیرپوتین نوې ستراتیژي به په اوکراین کې پلې کوي د بشري حقونو د څار سازمان د یوه راپور په اساس په تاوتریخوالي او وحشیګرۍ کې نوم لري. د راپور له مخې جنرال سوروویکین په سوریه کې د روسیې په پوځي عملیاتو کې پر ملکي وګړو په بمبارۍ او په ۱۹۹۱ کال کې په مسکو کې د پخواني شوروي د مشر میخاییل ګورباچوف پرضد د ناکامې پوځي کودتا چې د شوروي پرځېدل یې چټک کړل، د شنډولو پر مهال د درېیو ملکي وګړو په وژنه کې ونډه لرله. اسوشیتیدپریس خبري اژانس راپور ورکوي چې په یوه بمي حمله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان او ځینو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې کمښت سره مخ شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دغه سازمان د ښځو اجراییه رییسې سیما باهوس د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت په اړه په پرانیستي بحث کې ویلي چې په افغانستان او یو شمېر نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي. سیما باهوس د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امنیت شورا  غونډه کې په افغانستان او یو شمېر نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت نه اندېښنه وښوده. اغلې باهوس ویلي چې په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ښځو د مدني ټولنو ۷۷ سلنه موسسو هېڅ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راډیويي مجله؛ د موسیقۍ دوو افغان هنرمندانو ته جایزې ورکړل شوي

د ازادي راډیويي مجلې په پروګرام کې اورئ چې د موسیقۍ دوو افغان هنرمندانو ته د اغا خان بنسټ د ۲۰۲۲ کال جایزې ورکړې دي. دغه راز په دې خپرونه کې له اکبر کرګر سره د داستان پر هنر بحث شوی. دغه راز اورئ په افغانستان کې د کتابونو د راغونډولو کمپاین پیل شوی. دا یو شمېر نور مطالب د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:




Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ننګرهار پوهنتون استاد 'لیث عبدالرحیمزی' لادرکه شوی

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهورپه پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوی دی. د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې کورنۍ يې د نوموړي د ترې تم کېدو ادعا کوي. د هغه مشر ورور قیس عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل چې استاد لیث د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ له دوی سره وروستۍ اړیکه نیولې او له هغه وروسته بیا تر ننه تری تم دی. نوموړي زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرائيلي لرغونپوهان: د تارياکو نشه په منځني ختيځ کې تر میلاد څوارلس پېړۍ مخکې دود وه

دا کېندنې چې د اسرائيلو په مرکزي سيمه (تل يهود) کې شوي، په پایله کې يې کولالي او ژيړو لوښي ترلاسه شوي دي. د لرغونپوهانو په باور له دې لوښو څخه د تارياکو د نشو لپاره کار اخیستل کېده. هغه قبرونه چې لرغونپوهانو کېندلي، په کنعانیانو پورې اړه لري او په دې قبرونو کې هم د تارياکو نښې نښانې ليدل شوي دي. د اسرائيلو د لرغونو آثارو ادارې لرغونپوه (ران بيري) د وير او غم په مراسمو کې د تارياکو د نشې په اړه رويټرز خبري اژانس ته وويل: " کېدای شي چې دا مرسم به د کشيش په وسيله د مړي له کورنۍ سره په ګډه جوړېدل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت: تر اویا هيکټارو ډېرې ځمکې مو له نشه‌يي بوټو څخه پاکې کړي دي

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، په افغانستان کې يې تر اویا هيکټارو ډېرې ځمکې له نشه‌يي بوټو څخه پاکې کړي دي. نهه مياشتې کېږي چې د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز بیا فعاله کړی او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره يې ځانګړې محکمه هم جوړه کړې ده، خو په دې موده کې دې دواړو ادارو د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نيول شويو اشخاصو په اړه هيڅ علني قضايي غونډه نه‌ده کړې. اوس د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، تر اويا زرو هيکټارو ډېر کښتونه يې له نشه‌يي بوټو څخه پاک کړي او د دې تر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې د ليک لوست کورس پیل شوی

په پېښور پوهنتون کې اسلامي جمعيت طلبا د زده کوونکو لپاره د پښتو ژبې د ليک او لوست پينځه ورځني کورس پيل کړی دی. د پښتو ژبې د زدکړې په دې کورس کې لسګونو زده کوونکو برخه اخيستې ده. دا کورس د اکتوبر پر ۲۱مه پای ته رسي. په دې اړه د مشال راډيو همکار وسيم سجاد ويډيويي راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ایران په اوکراین د برید لپاره د بې پیلوټه الوتکو کارولو کې ښکېل وبلل شول

سپینه ماڼۍ وايي، په کریمیا کې ایرانیان په مستقیم ډول له روسیې سره په اوکراین د برید لپاره د بې پیلوټه الوتکو په کارولو کې ښکېل دي. سپینې ماڼۍ د اکټوبر په ۲۰مه وویل چې ایراني پرسونل د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا کې "مستقیم په ډګر کې ښکېل دي" او د روسیې له ځواکونو سره مرسته کوي چې د ایراني جوړو بې پیلوټه الوتکو په مرسته په اوکراین باندې بریدونه وکړي. د د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل ایران یو "نسبتاً لږ شمېر" ایرانیان کریمیا ته د روزونکو او تخنیکي ملاتړ په توګه استولي او روسان په خپله د ډرون کنټرول په غاړه لري.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان پر بحران اندېښنه وښودل شوه

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت او روان بحران په تړاو اندېښنه وښودل شوه. د دغه سازمان مرستیالې امینه محمد وویل ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او بشرپالو خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی چې په کې صحرايي وژنې، خپلسر نیول، زندان او ځورول شامل دي په ښکاره غندلي. هغې ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي څو له جنسیتي، مذهبي او قومي تبعیض پرته د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي.

Pa.azadiradio.com 

متحده عربي امارات: د افغان نجونو د ښوونځیو تړل د منلو نه دي

د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل دوی ته د منلو نه دي. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې لانا زکي نسیبه د امنیت شورا په عمومي غونډه کې پرون وویل: "نږدې څلور سوه ورځې کېږي چې افغانستان کې نجونې متوسطه او لیسو ته نه پرېښودل کېږي. هېڅ اګر او مګر نشته. متحده عربي امارات دا اقدام او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ نور محدودیتونه هېڅ د منلو وړ نه بولي." سفیرې لانا زیاته کړه چې له ټولنیز ژونده د افغان مېرمنو او نجونو محرومول دا په ډاګه کوي چې تاوتریخوالی څرنګه بڼې خپلوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني او ایراني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې ده او ایراني چارواکو د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان لپاره پر خپلو ژمنو او هڅو ټینګار وکړ. محمد صادق تېره شپه په ټوېټر کې ایران ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي چې له ایراني چارواکو سره یې د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تېره سې شنبه د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنه کې اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام له ۲۱ میلیونو زیاتو افغانانو سره مرسته کړې

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام څانګه وایي چې روان کال یې په افغانستان کې له ۲۱ میلیون زیاتو زیانګالو افغانانو ته د خوراکي موادو مرستې رسولي دي. ډبلیو ایف پي په یوه ټوېټ کې له افغانانو سره د ډنمارک د دوامدره مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې هېواد د مرستو پرمټ توانېدلي چې په دې هېواد کې هغو کسانو ته مرستې ورسوي چې د خوړو خوندیتوب نه لري. دې پروګرام په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو نهه یې کافي خواړه نه لري چې ویې خوري او میندې او پلرونه نه شي کولای چې خپلو ماشومان ته سالم خواړه ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو بیا د افغان نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه

ملګري ملتونه وایي، ټولو زده کوونکو ته باید په افغانستان کې اجازه ورکړل شي چې د زده کړو له حق څخه استفاده وکړي. ملګرو ملتونو په یوه ټوېټ کې ویلي چې پر زده کړو سترګې پټول، د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او کولای شي چې دوی د تاوتریخوالي، فقر او استثمار سره مخ کړي. له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو له تلو منع کړی شوي دي. د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د اکټوبر په ۱۱مه په یوه ټوېټ کې پر طالبانو غږ کړی و چې ټولې نجونې زده کړو ته پرېږدي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل د مهمو تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتلو او رغولو هڅې پیل شوي

د کابل د تاریخي، فرهنګي او عامه سیمو د ساتنې او رغونې لپاره د طالبانو د رییس الوزرا له خوا ګومارل شوې کمېټې پرون پنجشنبې خپله لومړنۍ غونډه وکړه. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي چې د دې کمېټي مشري کوي ژمنه وکړه چې دغه کمېټه به د چاپېریال ساتنې په هدف کوټلي ګامونه واخلي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د کمېټې غړو د کابل سیند پر ګډون د مهمو تاریخي او فرهنګې سیمو د بیا رغولو په تړاو بحث وکړ او ژمنه یې وکړه چې د هرې سیمې تاریخي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان خپله لومړۍ سیالۍ انګلستان سره کوي

د کرکټ د شل اورونو د نړیوال جام لوبو غوره پړاو لوبې سر له سبا پیلېږي چې په دې ترڅ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له انګلستان سره او کوربه استرالیا له نیوزیلنډ سره مسابقه کوي. د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلي الراونډر سام کرن رسنیو ته په استرالیا کې وویل چې افغانستان پياوړې لوبډله ده او له دې ټیم سره به مسابقه د دوی لپاره اسانه نه وي. انګلستان چې د پنځوس اورونو اتل ټیم دی، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د شل اورونو د ملي ټیمونو په کتار کې کله د لومړي ټیم په حد امتیازات خپل کړي، کله هم د دوهم ټیم. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې او بریتانیا پر یوه ایراني شرکت او ځینو کسانو بندیزونه ولګول

اروپایي ټولنې او بریتانیا پر څو کسانو او د وسلو جوړولو پر یوه ایراني شرکت د نویو بندیزونو اعلان وکړ. اروپایي ټولنې او بریتانیا دغه نوي بندیزونه پر څو ایراني جنرالانو او د وسلو جوړولو پر یوه ایراني شرکت چې روسیې ته د کامیکازي په نوم بې پیلوټه الوتکې ورکوي څو د اوکراین په وړاندې جګړه کې ترې کار واخلي، لګولي دي. اروپایي ټولنې او بریتانیا د درېیو ایراني جنرالانو او د هغه شرکت چې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې تولیدوي، یادونه کړې ده. په دغو جنرالانو کې د ایران د وسله والو ځواکونو اوسنی لوی درستیز... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Задержан брат нового фигуранта дела о теракте в «Крокусе»

ЕС призвал РФ пересмотреть решение о передаче активов Ariston и Bosh "Газпрому"

МИД России: приднестровское урегулирование невозможно без пересмотра Кишинёвом своей линии

В Новой Москве в лесу нашли человеческий скелет

Музыкальные новости

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже дорогостоящего электрооборудования

Патрушев заявил, что нелегальная миграция связана с угрозами терроризма

В ходе беседы у костра Никол Пашинян подчеркнул необходимость пропаганды здорового образа жизни

Собянин: Москва завершает переход на новый стандарт экстренной медпомощи

Новости России

Гидрометцентр: в Москве 1 мая ожидается до 22°C, а затем начнется похолодание

РИА «Новости»: брата арестованного Курбонова ранее привлекали за хулиганство

Брата 12-го фигуранта дела о теракте в "Крокусе" арестовывали за хулиганство

Собянин поздравил работников скорой помощи с профессиональным праздником

Экология в России и мире

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

585*ЗОЛОТОЙ» дарит украшения за установку мобильного приложения

Спецвыпуск журнала «Стратегии развития» посвященный героям Великой Отечественной войны и Специальной военной операции

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Спорт в России и мире

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде

Кто отец Дианы Джокович?

Прямая трансляция матчей Рыбакиной и Путинцевой за выход в 1/8 финала турнира в Мадриде

Moscow.media

Скрытые защитники печени: исследование показало пользу макрофагов

Военные следователи провели в Судаке проверку лиц, не вставших на воинский учет

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)











Топ новостей на этот час

Rss.plus






И куда смотрит Екатерина Михайловна Мизулина (и вся "Лига безопасного интернета")?

Русским шлют недобрый сигнал из Таджикистана. Военную базу России могут закрыть?

Суд: Брата фигуранта дела о теракте в «Крокусе» арестовывали за хулиганство

СК: гражданин США получил почти 10 лет за убийство сестры в Мытищах