Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کورنیو چارو وزارت: تر اویا هيکټارو ډېرې ځمکې مو له نشه‌يي بوټو څخه پاکې کړي دي

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، په افغانستان کې يې تر اویا هيکټارو ډېرې ځمکې له نشه‌يي بوټو څخه پاکې کړي دي.


نهه مياشتې کېږي چې د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز بیا فعاله کړی او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره يې ځانګړې محکمه هم جوړه کړې ده، خو په دې موده کې دې دواړو ادارو د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نيول شويو اشخاصو په اړه هيڅ علني قضايي غونډه نه‌ده کړې.


اوس د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، تر اويا زرو هيکټارو ډېر کښتونه يې له نشه‌يي بوټو څخه پاک کړي او د دې تر څنګ يې په تېر يوه کال کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور تر دوه زره ډېر کسان نيولي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين ملا عبدالحق همکار وايي چې، دوی له نشه‌يي موادو سره مبارزې ته ژمن دي.




نوموړی وايي: "موږ د دوو زرو په شاوخوا کې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي او کاروباریان نيولي او په ولایتونو او اطرافو کې محکمو ته سپارل شوي دي، همدا رنګه مو په بېلابېلو ولایتونو کې (۴۳) زره نشه‌يي مواد نيولي چې محکمو ته مو سپارلي دي. (۷۸) هيکټاره ځمکه مو د کوکنارو او بنګو له کښتونو څخه پاکه کړې ده."


د طالبانو حکومت تېر شمسي کال د دلوې په مياشت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړولو اعلان وکړ، خو تر اوسه دې محکمې علني قضايي غونډه نه ده کړې او داسې شمېرې هم په لاس کې نشته چې دې محکمې د څومره قاچاق کوونکو دوسيې څېړلي دي؟


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت داسې مهال د کوکنارو د لسګونو جريبو ځمکو د ویجاړولو خبره کوي چې، يوه میاشت مخکې همدې وزارت ادعا کړې وه چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.




د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وايي چې، د طالبانو حکومت په صادقانه ډول د کوکنارو د کښت مخه نه نيسي.


ښاغلی پښتون وايي: "موږ د کوکنارو د کښت لپاره دوه ډوله سيمې لرو، يو هغه سيمې دي چې د سړک پر غاړه دي او خلک يې هره ورځ ويني، په دې ډول سيمو کې رښتيا هم چې د کوکنارو کښت منع شوی دی، خلک يې له ډاره نه‌شي کرلی، ځکه هر طالب قاضي او څارنوال دی، دا واک لري چې يو څوک ونيسي او محاکمه يې کړي، خو ما داسې اورېدلي چې په لرې پرتو سيمو کې اوس هم کوکنار کرل کېږي او بزګران يې حاصلات ټولوي. دوی بديل نه‌دی وړاندې کړی، ځکه دوی بديل نه‌لري."




که څه هم ملګرو ملتونو او نشه‌يي موادو سره د مبارزې نړیوالو ادارو په وروستيو میاشتو کې په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت او نشه‌يي موادو د توليد د نامعلوم وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده، خو تر يوه کال ډېر وخت کېږي چې د افغانستان د کوکنارو د کښت او تارياکو د اندازې په اړه هيڅ يوې ملي او نړیوالې ادارې رسمي شمېرې نه‌دي خپرې کړي.

------------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus