Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ننګرهار کې د مينې په جرم د يو ځوان وژنې د خلکو خفګان او غبرګون پارولی

د عبدالله د بې‌پايې مینې نیمګړی داستان؛ هغه ځوان چې د تېرې سې شنبې په ورځ د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په طاوس‌خېلو کې په ډزو وویشتل شو او پرون ومړ.


د کورنۍ یو غړي یې ازادي راډیو ته ټول داستان بیان کړی.


دغه شخص چې د ټولنیزو حساسیتونو له امله د خپل نوم او غږ د نه خپرېدو غوښتنه کړې وايي، د عبدالله د مینې پنځه کاله کېدل او له تېرو دوو کلونو راهیسې د نجلۍ کورنۍ ته د مشرانو څو جرګې هم ور لېږلې وې، خو هغوی د رد ځواب ورکاوه.


عبدالله غوښتل د خپلې تره لور سره واده وکړي، خو د نجلۍ د کورنۍ مخالفت د دې رشتې د جوړېدو مخنیوی کاوه.


خو دا داستان د تېرې سې شنبې سهار نږدې اته بجې په غم واوښت، هغه مهال چې عبدالله د نجلۍ کور ته نږدې د پټیو تر مخې تېرېده چې، د نجلۍ ورور ابراهیم چې لا اته‌لس کلن هم نه‌دی، په عبدالله ډزې وکړې.


لومړۍ مرمۍ د عبدالله په لاس او دویمه په مخ ولګېده. هغه ټپي روغتون ته یوړل شو، خو په دویمه ورځ یعنې د پنج‌شنبې په ورځ روغتون کې ومړ.


عبدالله پرون مازدیګر خاورو ته وسپارل شو.




ازادي راډیو ته د دواړو خواو یعنې د عبدالله او ابراهیم نږدې عزیزانو د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ویلي، اوس د کلي او قریې مشران هڅه کوي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.


ابراهیم چې په عبدالله یې ډزې کړي، له سې شنبې ورځې راهیسې له کوره ورک دی. هغه یو کوچنی ورور لري او پلار یې هم وفات شوی دی.




موږ ډېره هڅه وکړه چې د دواړو خواو سره مخامخ خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو.


افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې لا په‌کې هم د ټولنیزو محدودیتونو له‌ امله، ورته پېښې کېږي.


د روان کال په مې میاشت کې په غزني ولایت کې هم یوه نجلۍ او هلک د مینې په تور ووژل شول.


له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دغه ډول پېښې شوې وې.


ټول‌پوهان وايي، له اسلامي ارشاداتو ناخبري، د رواج او غیرت په نومونو تپل شوي خرافات او ټولنیز محدودیتونه هغه لاملونه دي چې د دې ډول پېښو د کېدو لپاره یې بستر برابر کړی دی.




د ټولنیزو چارو کارپوه او د پوهنتون استاد عبدالواحد ناصري وايي: "په دې ټولنه کې د بدو دودونو فکر د ټولنې حیثیت ګډ وډ کړی دی. د یوه انسان او بیا د ځوانانو په وژنه د هغوی حقه حقوق تمامېږي. په نکاح ورکول یا ژوند جوړول چې شرعي حکم دی، باید له هلک او له نجلۍ پوښتنه شي او د هغوی اسلامي حق دی، مګر زموږ په ټولنه کې دا د یوه شخص د مرګ سبب کېږي."




په ټولنیزو رسنیو کې د عبدالله وژنې هم پراخ غبرګون درلود او ډېر کاروونکو یې په مرګ خواشینې وښوده.


د ټولنیزو رسنیو ډېرو کارکوونکو غوښتنه کوله چې د ځوانانو غوښتنو او هیلو او د ګډ ژوند لپاره د ملګري/ ملګرې ټاکلو حق ته باید احترام وشي.


که څه هم د بشري حقونو د فعالو بنسټونو روان او تېر کال د ناموسي وژنو راپور نه‌دی خپور شوی، خو په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې اوس طالبانو لغوه کړی، په خپل راپور کې لیکلي و، نږدې ۸۰ تنه نجونې او ښځې په افغانستان کې د ناموسي وژنو قرباني شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus