د ملګرو ملتونو او ګالپ موسسې د څو راپورونو په اساس د افغانستان خلک تر بل هر چا زیات له رواني اختلالاتو کړېږي. شافیه د ارزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکې ده. هغه وایي چې د ژوند سختیو او بېوزلۍ سوچونه ور اچولي او ارام ته یې نه پرېږدي. نوموړې زیاتوي: "په خدای کې مې روغه ورځ لیدلې وي. ډوډۍ هم چې خورم یا مې په نس درد وي یا مې ځیګر. خوب مې نه شته. د ماخستن د خوا مې سترګې سره ورشي، خو د زړه په دربا راپاڅېږم. نه پوهېږم چې څه را باندې شوي." د جان بي بي په نوم یوې بلې ښځې ازادي راډیو ته وویل چې ډاکترانو ته ورځي خو د ښه کېدو څرک یې نه لګېږي. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان کابو نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي او له دې کبله د افغانانو په منځ کې د ویروسي ناروغیو د خپرېدو امکان ډېر دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان په څلوېښت میلیون وګړو کې اتلس میلیونه او ۹ لکه په لوړه کچه د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي چې په نتیجه کې یې د ناروغیو د خپرېدو وېره زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو د دې ادارې له راپور سره سم، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د سپټمبر تر میاشتې پورې له ۵ کلونو... Читать дальше...
د بشري حقونو خپلواکې موسسې وايي، د ایران په اعتراضونو کې لږترلږه ۱۸۵ تنه وژل شوي دي. د ایران د بشري حقونو سازمان نن شنبه په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د وژل شویو اعتراض کوونکو شمېر ۱۸۵ تنه وباله او ویې ویل چې د دغو کسانو په منځ کې ښايي ۱۹ تنه تر ۱۸ کلونو کشران دي. د دې موسسې پر اساس، دا کسان د ایران په ۱۷ ولایتونو کې وژل شوي، خو تر ټولو ډېر د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې وژل شوي دي. د ایران حکومت په زاهدان کې د ۱۹ تنو وژل کېدا تایید کړې، خو بلوڅو فعالانو تر دې د څو برابره ډېرو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.
د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ وايي، فرانسې او جرمني هڅولی چې کوزوو ته اجازه ورکړي چې د ملګرو ملتونو په شمول په نړیوالو موسسو او سازمانونو کې شامل شي. ده زیاته کړې چې دغو هېوادونو سربیا ته ویلي چې که کوزوو ته یې اجازه ورکړه نو په اروپايي اتحادیې کې به دغه هېواد ته ژر غړیتوب ورکړي. خو د سربیا ولسمشر وايي چې دا ورته د منلو نه ده او د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف ده. کوزوو پخوا د سربیا یو ولایت و.
ټاکل شوې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال په افغانستان کې د هزاره ګانو په ملاتړ لاریونونه وکړي. د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړۍ حملې پر وړاندې غبرګونونه دوام لري او د اعتراضونو لړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسېدلې ده. په ځینو هېوادونو کې مېشت افغانان وايي چې نن شنبه او سبا یکشنبه به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا لاریونونه دوام لري. د دې لاریونونو عمده شعار "د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ" دی. په کاناډا کې د دغه لاریونونو یوې جوړونکې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
نن شنبه هم د ایران په څو ښارونو کې د مظاهره چیانو په وړاندې نور هم له تاوتریخوالي ډک اقدامات شوي دي. دغه مظاهره چیان د یوې ځوانې ښځې د وژنې له کبله په غوسه دي، چې تېره میاشت په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت له کبله نیول شوې وه او په توقیف کې یې ساه ورکړه. د شنبې په ورځ هم د ایران په څو ښارونو کې د مظاهرو او د مظاهره چیانو د ځپلو په وړاندې د اقداماتو راپورونه ورکړل شوي دي. دغه مظاهرې څلورمې اوونۍ ته ورسېدل. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري، چې له پلازمېنې تهران بهر په کرج او ځینو نورو ښارونو کې د مظاهره چیانو ډلې راټولې شوې وې. Читать дальше...
طالبانو یو ځل بیا د پاسپورټونو وېش بند کړ. د طالبانو د پاسپورټ ریاست یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د تخنیکي ستونزو له امله به سر له نن یعنې شنبې به تر راتلونکې خبرتیا د پاسپورټونو وېش بندوي. یو کس د تخار ولایت اوسېدونکی دی. هغه د خپلې پنځهکلنۍ ناروغې لور تصویر ازادي راډیو ته رالېږلی او وايي چې هر څه ژر باید عملیات شي. هغه تصویر چې ده ازادي راډیو ته رالېږلی، په کې لیدل کېږي چې د لور په ژبه یې لویې دانې دي. دی وايي، د لور درملنه یې افغانستان کې نه کېږي، تر خوا په یوه ګاونډي وطن کې هم دوه عملیاته وکړل. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یوې ادارې او د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د بشري مرستو رسونې په وړاندې خنډونه جوړ کړي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په اګست میاشت کې د دوی د مرستې رسونې په وړاندې ۱۲۹ ځلې خنډونه جوړ شوي دي. ضیا الحق وايي، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په خبره یې بشري مرستې تر حوزو رسېږي، خو تر خلکو نه. هغه وویل: "دلته مرستې راځي، کله چې حوزو والا ته راشي، پر جوماتونو یې نه ګرځي، هغه حوزې والا سره کښېني، حوزې ته نږدې کسانو ته مرستې... Читать дальше...
په دې درې هیوادنۍ اتلولي کې پاکستان، کوربه نیوزي لېنډ او بنګله دېش برخه اخلي چې تر منځ به یې ټولې اووه لوبې ترسره کېږي.
د ګلګت یو ځايي خبریال شبیر میر د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې عبدالله بېګ تر خوشي کېدو وروسته ګلګت ته رسېدلی دی.
د افغانستان-امریکايي پوهنتون یو شمېر محصلانې وايي، له ډېرو ستونزو وروسته له افغانستان څخه په وتلو بریالۍ شوې دي. نوم یې هوسۍ سادات ده او په افغانستان کې د خپلو وروستیو ورځو کیسه کوي، هغه ورځې چې طالبانو دې او نورو محصلانو ته اجازه نه ورکوله چې خپلو هیلو ته د رسېدو په خاطر له افغانستانه ووځي. اغلې سادات د افغانستان – امریکايي پوهنتون د ادارې او سوداګرۍ په څانګه کې لېسانس کړی او اوس د مرکزي اسیا – امریکايي پوهنتون کې ماسټري کوي. هغه وايي، له ۱۰۰ نورو نجونو محصلانو سره یې د روان کال د اګست په... Читать дальше...
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې وروستیو چاودنو یې امنیتي اندېښنې ډېرې کړي او د خوندیتوب احساس نه کوي. د کابل یو بل سهار نن د چاودنې له غږ سره پيل شو. دا چاودنه شاوخوا اته بجې د کابل د پنځمې حوزې اړوند د خوشحال خان مېنې په دیوان بیګي سیمه کې پر یوه کاسټر وشوه. د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې په دې چاودنه کې ۳ ملکیان ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه: "د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین د عامو وګړو د سپرلۍ په یو کاسټر موټر پسې انفجار کړی. Читать дальше...
پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرون په کوټه کې د جمهوریت د شهیدانو ورځ ولمانځله. یاد ګوند هر کال د اکتوبر پر اوومه دا ورځ لمانځي چې په ترڅ کې یې دوی په ۱۹۸۳ ۱و ۱۹۹۱ کلونو کې د خپلو وژلو شویو ملګرو یاد تازه کوي. غونډې ته د وینا پر مهال د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي او نور کسانو ویناوې کړې دي. په دې اړه تفصیل د صمد شبنم په رپورټ کې وګورئ
د سېلاب خیریه بنسټ په نووښت په لومړي ځل په خوست کې د ۱۱۰ جوړو ډله ییز ودونه وشول.د اکتوبر پر شپږمه د خوست په اماني لوبغالي کې د دغو ډله ییزو ودونو په مراسمو کې شاوخوا پنځه زره کسانو برخه واخیسته. تفصیل د مشال راډیو خبریال نجیب الله الوخیل په ویډیويي راپور کې.
اوکرایني چارواکي وايي، د زاپروژیا ښار د جنوب پر تاسیساتو او ملکي سیمو د روسیې د بې پېلوټه الوتکو او توغندو د برید په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد. د زاپروژیا د اتومي بټۍ په شاوخوا کې د جګړو دوام یو وار بیا په دې سیمه کې د اتومي ناورین د پېښېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. د اوکراین د انرژۍ او چاپېریال ساتنې وزیر خبرداری ورکړ چې پر دغو اتومي تاسیساتو د روسي ځواکونو بشپړ کنټرول او د هغو له انرژۍ څخه استفاده به د ټولې نړۍ لپاره خطرناک عواقب ولري. په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ... Читать дальше...
نړیوال بانک وايي، د افغانانو د سړي سر عواید را کم شوي او به تر راتلونکو دوو کلونو به ټېټه وده ولري. ڼړيوال بانک په خپل کلني راپور کې د افغانستان خراب اقتصادي وضعيت څېړلی. دا راپور چې پرون خپور شوی د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه لیکي، د نړیوالې ټولنې د لویو مرستو له درېدو او د داخلي سياسي واقعيتونو وروسته، اوس د دې هېواد اقتصاد له سره تنظمېږي. نړیوال بانک تخمین کړی چې روان کال به د افغانستان د ناخالصو ملي عوایدو کچه ۱۶ تر ۱۹ سلنې وي، داسې مهال چې راتلونکو دوو کلونو په دې هېواد کې د سړي سر... Читать дальше...
په خوست ولایت کې د زڼغوځیو غوټو په سپړلو کې سلګونه کسانو ته د کار موقع برابره شوې ده. په هغه ولایت، پکتیا، پکتیکا، کونړ او نورستان کې اوسمهال د زڼغوځیو ټولولو موسم دی چې پکې ګڼ کسان کار کوي. مزدوران تر کار وروسته تشې غوټې کور ته وړي چې په ژمي کې سوځوي. ویډیويي رپورټ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا د متحدایالتونو استازې مېشل ټیلر د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې خپلې ژمنې د مېرمنو او نجونو د حقونو د ورکړې په برخه کې ترسره کړي. مېرمن ټیلر دا غوښتنه پرون د دې شورا د غونډې پرمهال وکړه. هغې وویل: "موږ له نړیوالې ټولنې سره په ګډه له طالبانو غواړو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول لګېدلي محدودیتونه لرې کړي." که څه هم طالبانو ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي، خو د بشري... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، پوځیانو یې د اوکراین په ختیځ کې نهه ویشت مېشتځایونه او څه باندې اووه سوه اویا کیلومتره سیمه ازاده کړې ده. د دې سیمو شپږ په لوهانسک کې دي. لوهانسک، خرسون، زاپروژیا او دونیڅک د اوکراین د خاورې هغه برخې دي چې روسیې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق کړې. بل لور ته د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې په دونیڅک کې یې د لیمان ښارګوټې ته څېرمه د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده او له هغوی څخه یې درې کلي بېرته نیولي دي. دې وزارت همداراز ویلي دي چې... Читать дальше...
په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دې ښار په پنځمه حوزه کې د چاودنې په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، چاودنه دیوان بیګي سیمه کې د ملکیانو په یوه کاسټر موټر شوې. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي و. وروستیو کې کابل کې نږدې هره ورځ د چاودنو خبر ورکول کېږي چې درنه مرګژوبله هم لري. دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دننه یوه جومات کې چاودنه شوه چې اوس نړیوال مطبوعات وايي، ځانمرګی برید و. Читать дальше...
د زده کوونکو سازمانونه وايي د پوهنتون انتظامیه دې په پیسو د داخلو ورکولو پر ځای د مفتو داخلو شمېر زیات کړي چې له غریبو زده کوونکو سره مرسته وشي.
یو شمېر افغانان د افغانستان د هزاره وګړو د ملاتړ لپاره د نړۍ په څو ښارونو کې اعتراضونه په پام کې لري. راپورونه وايي چې دا اعتراضونه نن او سبا د جرمني په پلازمېنه برلین، د فرانسې په پلازمېنه پاریس، د ایرلنډ په پلازمېنه دوبلین او د کاناډا په وانکوور ښار کې تر دې سرلیک لاندې چې د هزاره ګانو وژل بند کړئ، پلان شوي دي. د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز له خونړۍ حملې وروسته د نړۍ په بېلابېلو ښارونو او همداراز پر ټولنیز شبکو د افغانانو اعتراضونه پیل شول. نړیوالو هم دا برید غندلی او عدالت ته... Читать дальше...
نشنل انټرست: نشنل انټرست مجلې یو مطلب تر دې سرلیک لاندې لیکلي دي: "انتحاري بریدګر د کابل په زړه کې د طالبانو پر کورنیو چارو وزارت برید وکړ." په مطلب کې وایو چې په دې پېښه کې د وزارت څلور کارکوونکي ووژل شول دا د تېر اګست راهیسې د طالبانو حکومت د بیا ځلي واکمنېدو پر وړاندې د تاوتریخوالي تازه پېښه وه. مجلې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له قوله لیکلي، پېښه له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې ډېری کارکوونکي د ماسپښین لمانځه ادا کولو په موخه جومات ته ورټول شوي وو. وړاندې... Читать дальше...
یو شمېر افغان اقتصاد پوهان وايې، په دې هېواد کې د اقتصادي وضعیت ښه کېدل د طالبانو او نړیوالې ټولنې په کړنو پورې اړه لري. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یو تازه راپور کې ویلې، د بشري مرستو په مټ نهشي کولی د افغانستان پاشلي اقتصاد ته سمون ورکړي. دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی پهکې راغلي، افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۵ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي دي. پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د نړیوالو مرستو لویه برخه له دغه هېواد سره بنده شوه او په څه کم... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د راروان کال تر مارچ میاشتې پورې به هره میاشت له ۱۵ میلیون افغانانو سره مرسته کوي څو له غذايي بحران څخه یې وژغوري. د دې پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې د ملګروملتونو دا اداره غواړي چې د راروان ژمي په موسم کې میلیونونه افغانانو ته خواړه ورسوي. دې ادارې مخکې هم ویلي و، چې له اوکراین څخه به ۸۰ زره ټنه غنم واخلي څو په افغانستان کې یې اړو خلکو ته ورسوي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې اوسمهال د افغانستان له شل میلیون زیات وګړي د لوږې له بحران سره مخامخ دي.