ځینو ښوونکو او د نجونو د زده کړو فعالانو کابل کې د زده کړو پټ مرکزونه جوړ کړي او له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو ته درس ورکوي. د نجونو منځني او ثانوي ښوونځیو له تړلو څلور سوه ورځې تېرېږي خو د طالبانو حکومت لا هم نه دي ویلي چې کله به دغه ښوونځي پرانیزي.
د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې نن کوربه هېواد استراليا سرېلانکا ته ماتې ورکړه. نن لومړۍ ورځ ده چې په دې جام کې یوه لوبه وشوه، سرېلانکا په ټاکلیو شل اورونو کې یو سل او اوه پنځوس منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل. استرالیا دې هدف ته په اولسم اور کې ورسېده او درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. دا لوبه د کوربه استرالیا لپاره ډېره مهمه وه ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې د نهه اتیا منډو په توپیر له نیوزیلنډ څخه بایللې وه. سرېلانکا بیا له ایرلنډ څخه په دې ګروپ کې یوه لوبه ګټلې ده یوه یې هم اوس وبایلوده. Читать дальше...
د مایور پلازا د مادرید یو له پېژندل شویو میدانونو څخه دی، دغلته سېلانیان او د سیمې اوسېدونکي د زرګونو پسونو نندارې لپاره راټول شوی دی. د پسونو په غاړه کې د ځوړندو ګینګړیو اشنا غږونو د زوړ فرهنګ او سنت یاد تازه کړ. د پسونو دغه رمه له دې ځایه د ژمې څړ ځای ته د رسېدو په موخه تېرېده. سنتې نڅا او موسيقي ددې فرهنګ یوه برخه ده؛ هغه مراسم چې مخینه يې څو پېړیو ته رسېږي. دغه کلني مراسم چې په ۱۹۹۴ کال کې پیل شول شپونکیو ته يې فرصت برابر کړ چې د اسپانیا له شمال څخه سوېل ته د خپلو مالونو د لېږدولو لپاره له دې عنعنوي لارې څخه کار واخلي. Читать дальше...
یو شمېر افغان هندوان او سېکهان وايي، سږ کال یې له دې امله چې ډېر عزیزان يې افغانستان کې نهوو، د دیوالي مراسم کمرنګه و. من موهن سنگهـ استالفي چې کابل کې اوسېږي وايي، سږ کال د دیوالۍ مراسم د نورو کلونو په شان نه و. هغه د سهشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دې امله سږ کال دیوالي کمرنګه ونمانځله چې زیات شور جوړ نهشي او کومه ستونزه منځته را نهشي. بله دا چې خلک هم کم وو، یوازې مو درمسال کې شمعې روښانه کړې او یو څو تنه چې هلته راغونډ وو، خپله خوښي مو ونمانځله." د ازادي راډیو د راپورونو... Читать дальше...
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسلهوالو کسانو هغه پولیس افسر وواژه چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د کمپاین د یوې ډلې د امنیت مسؤل و. د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې د واکسین ډلې ته زیان نهدی اوښتی او دوه تنه بریدګر چې پر موټرسایکلونو سپاره وو په تېښته بریالي شوي دي. د پولیسو یوه چارواکي غلام اصغر ویلي چې، پېښه د بلوچستان ایالت په پشین ولسوالۍ کې شوې ده. د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نهده منلې.
یو شمېر خبریالان او د رسنیزو ادارو مسؤلين اندېښمن دي، چې د جرمني له لوري د پناه غوښتونکو نوي پروګرام ته به د خبریالانو پر ځای نور کسان لار ومومي. يو خبريال چې نهغواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وایي، چې ژوند یې په خطر او اندېښنو کې دی. نوموړی وايي، د کډوالۍ اړوندې ادارې باید هڅه وکړي، چې حق حقدار ته ورکړل شي. دا افغان خبریال ادعا کوي، چې د افغانانو د تخلیې په بهیر کې نورو کسانو د خبریالانو له نامه استفاده کړې او له هېواده وتلي. له همدې امله دی اندېښمن دی چې د جرمني له... Читать дальше...
اوکراین او متحدینو يې د روسې دا ادعا چې کېیف غواړي په راډیو اکټیف ککړ بمونه جوړ کړي او د روسیې په ځواکونو یې وکاروي، رد کړي دي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیتري کوبله ددې ادعا د سپیناوي لپاره د نړیوالې اټومې انرژۍ له ادارې غوښتي څو په بېړنۍ توګه اوکراین ته پلټونکي واستوي او دده په وینا "په اوکراین کې هغه سولهيیز " تاسیسات تفتیش کړي چې روسیه پهکې د ککړو بمونو د جوړېدو ادعا کوي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې هېواد یې رښتینی دی او د پټولو لپاره څه نهلري. د کوبله د غوښتنې په... Читать дальше...
په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وویل چې په پاکستان کې جمهوریت نه بلکې بادشاهت دی چې ټولې فیصلې په کې د پوځ مشر کوي. تر دې وروسته د پنجاب پولیسو د هغه پر ضد د "غدارۍ" مقدمه درج کړې ده. نن د کرښې په غاړه کې پر دغه موضوع بحث شوی دی
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې، د دفاع وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ ملا محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون مشر ګومارل شوی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې نوی مشر نن په یوه ناسته کې د سردار محمد داود خان روغتون کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. د دې روغتون مخکينی مشر د ارتوپیدي متخصص ډاکتر محمد اسماعیل وردګ و. ازادي راډیو هڅه وکړه د دې خبر د جزیاتو په اړه د طالبانو د دفاع وزارت له ویاند عنایت الله خوارزمي سره خبرې وکړي، خو ځواب یې ور نهکړ. طالبان داسې مهال ملا محمد... Читать дальше...
شهباز شريف د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې د دې کمېشن جوړولو مقصد د دې غمژنې پېښې شفافې پلټنې کول دي.
د یادو لوبو مالي لګښت په عربي هېوادونو کې یو خوستي مساپر راشد خان مخلص پر غاړه اخیستی وو.
مشهور نړیوال اپلېکېشن وټس اپ بېرته کار پیل کړ. د پیغام استولو دغه مشهور او نړیوال اپلېکېشن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لنډ وخت لپاره کار پرېښی و. د افغانستان او پاکستان په ګډون په اسیايي هېوادونو، اروپا، جنوبي افریقا او نوره نړۍ کې د وټس اپ کاروونکو د شاوخوا د دوو ساعتونو لپاره د دې اپلېکېشن له لارې د پیغامونو په استولو کې د ستونزې راپور ورکړی وو. د دې ستونزې علت نه دی څرګند شوی، خو رویټرز خبري اژانس د میټا کمپنۍ چې وټس اپ یې ملکیت دی د ویاند له قوله ویلي چې دوی له ستونزې خبر دي او پر جوړولو یې کار روان دی. Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، روسیې د ده د هېواد د انرژۍ څه باندې درېیمه برخه تاسیسات ویجاړ کړي دي. زیلینسکي نن په برلین کې د اوکراین د رغونې په اړه غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې په وینا کې وویل چې روسیې د اوکراین هر څه وران کړي او د دې هېواد لپاره به دا ګرانه وي چې راروان ژمی تېر کړي. په برلین کې د اوکراین د رغونې په کنفرانس کې د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ او د اروپايي کمېسیون د مشرې اورزولا وان دېرلین په ګډون د اروپا جګپوړو چارواکو ګډون کړی و. مېرمن وان دیرلین د اوکراین پر ملکي تاسیساتو برید تروریستي عمل وباله. Читать дальше...
د پیغام استولو مشهور اپلېکېشن وټس اپ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګڼو کارونکو لپاره کار پرېښی دی. په اروپا، د افغانستان پاکستان په شمول اسیايي هېوادونو، جنوبي افریقا او نوره نړۍ کې د وټس اپ کارونکو ددې اپلېکېشن له لارې د پیغامونو په استولو کې د ستونزې راپور ورکړی دی. تر اوسه د ګڼو کارونکو لپاره د وټس اپ د ناکاره کېدو سبب نه دی څرګند خو رویټرز خبري اژانس د میټا کمپنۍ چې د وټس اپ مالکیت لري د یو ویاند له خولې ویلي: "موږ خبرو یوو چې ځینې خلک دا مهال د پیغامونو په استولو کې ستونزه لري، موږ کار کوو څو هر... Читать дальше...
په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې وې او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی وو، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی.
په زابل کې لسګونه بې ځایه شوې کورنۍ راتلونکي ژمي ته خواړه او سرپناه غواړي. دغه کورنۍ وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره مرسته وکړي. بلخوا ځايي طالب چارواکي د یادو کورنیو ستونزې مني او وایي، دغو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅې کوي. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د امریکا متحده ایالات اوکراین ته د هاوک په نوم د هوایي مدافعې ضد زوړ سیسټم پر ورکولو غور کوي څو دا هېواد وکولای شي د دغه سیسټم پرمټ د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو او لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د شنډولو لپاره کار واخلي. امریکایي چارواکو د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې اوکراین ته د دغه سیسټم د ورکولو وړاندیز چمتو شوی دی. هاوک چې د سټرینګر میزایلو د سیسټم پرمختللې بڼه ده، له ځمکې هوا ته منځني واټن ویشتونکي مزایل مختل کوي. له کله چې روسیې پراوکراین یرغل پیل کړی، متحدو ایالاتونو... Читать дальше...
د طالبانو لهخوا د نجونو په ثانوي زدهکړو د بندیز په ۴۰۰مه ورځ رینا امیري وايي، طالبانو سربېره پر دې چې عملاً د نجونو ښوونځي تړلي، تر خوا یې د هغوی د لوړو زدهکړو پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي دي. عادله د کندهار اوسېدونکې او د دوولسم ټولګې زدهکوونکې ده. هغه وايي، طالبانو یې ترې شرعي او انساني حق اخیستی او هره ورځ دې ته په تمه وي چې کله به د ښوونځیو دروازې پرانیستل کېږي. نوموړې وویل: "موږ خپل شرعي حق له لاسه ورکړی. هره ورځ موږ په دې انتظار تېرو چې نن ورځ به موږ زدهکړې پيلوو، نن ورځ به د ښوونځي... Читать дальше...
ناروې د افغانستان په اړه د بحثونو لپاره د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې دایمې استازولۍ په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې که څه هم د دغه غونډې دقیق وخت نه دی ښودلی خو ویلي دي چې د بندو دروازو تر شاه به د افغانستان په اړه په بېلابېلو مسایلو په کې بحثونه وشي. په اعلامیه کې راغلي: "يوناما چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې استازولي کوي څنګه کولای شي چې افغانان او سياسيون سره همغږي کړي او دا چې امنيت شورا څه بايد وکړي چې په افغانستان... Читать дальше...
چین قطر ته د "ثریا" او "سهیل" په نوم دوه پانډا د ښه نیت په خاطر ډالۍ کړي دي. دغو دوو پانډا له چین څخه قطر ته اوږد مزل کړی او باید چې د تودوخې په ځانګړې درجه کې وساتل شي. په قطر کې خلکو د پاڼدا تود هرکلی وکړ. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د پاکستان نېږدې هر وفاقي حکومت له راتګ سره سم دا منلي چې په بلوچستان کې ظلم شوی او دوی به یې د ازالې هڅه کوي.
د لاهور په سېول لاین تاڼه کې درج شوې مقدمه کې تور پورې شوی چې منظور پښتین په لاهور کې عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په وینا کې پر پوځي جنرالانو نیوکې کړې دي او د ریاستي ادارو پرضد یې د ولس پارولو هڅه کړې ده.
د طالبانو د حکومت چارواکي په کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د یوه پنځه زره بستریز مرکز د جوړېدو خبر ورکوي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات نشراتي مرستیال مهاجر فراهي پرون په څو ټوېټونو کې ویلي چې د دغه مرکز د جوړېدو کارونه نوي سلنه بشپړ شوي او په یوه میاشت کې دننه به په کې د روږدو کسانو ځای پر ځای کول پیل شي. د هغه په خبره په دې مرکز کې به د معتادینو لپاره د درملنې ترڅنګ د بېلابېلو مهارتونو د روزنې امکانات برابر شي او هم به ورته دیني او عقیدوي زده کړې ورکړل شي. د ښاغلي... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، طالبان چې ادعا کوي، افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ لور ته روان دی، نه شي کولای د دې هېواد د نیمایي وګړو له زده کړې او کاري فرصتونو سترګې پټې کړي. مېرمن امیري نن په څو ټوېټونو کې ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ښوونه او روزنه له بېوزلۍ څخه د افغانستان د وتلو او د هیلو د راژوندي کولو لپاره یوه کلیدي مسئله ده. رینا امیري ویلي، ۴۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. د دې په وینا دوی په... Читать дальше...
د اروپا پارلمان نن د طالبانو د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېزو بحث کوي. دغه بحث د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېته کې جوړېږي. تمه ده د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن، د بشري حقونو د څار سازمان یوه مسووله هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان د ټاکل شوي ډلګۍ مشر او ځينې افغان فعالان برخه واخلي. د اروپا په پارلمان کې داسې وخت د طالبانو د واکمنۍ په اغېزو بحث کېږي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۴۰۰ ورځې تېرې شوې. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي... Читать дальше...