بلوچستان کې يو پوليس افسر وژل شوی
د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې د واکسین ډلې ته زیان نهدی اوښتی او دوه تنه بریدګر چې پر موټرسایکلونو سپاره وو په تېښته بریالي شوي دي.
د پولیسو یوه چارواکي غلام اصغر ویلي چې، پېښه د بلوچستان ایالت په پشین ولسوالۍ کې شوې ده.
د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نهده منلې.