Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ناروې د افغانستان په اړه مهمه غونډه جوړوي

ناروې د افغانستان په اړه د بحثونو لپاره د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې دایمې استازولۍ په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې که څه هم د دغه غونډې دقیق وخت نه دی ښودلی خو ویلي دي چې د بندو دروازو تر شاه به د افغانستان په اړه په بېلابېلو مسایلو په کې بحثونه وشي.


په اعلامیه کې راغلي: "يوناما چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې استازولي کوي څنګه کولای شي چې افغانان او سياسيون سره همغږي کړي او دا چې امنيت شورا څه بايد وکړي چې په افغانستان کې داسې يو جوړښت چې د ښځو او ټولو افغانانو غږونه په کې واوريدل شي رامنځته کړي."


په اعلامیه کې راغلي چې غونډې ته د امنیت شورا پنځه دایمې غړي هېوادونه بلل شوي دي، خو د ګډون کوونکو هېوادونو نومونه نه دي اخيستل شوي.


د خبرپاڼې پر بنسټ، دې غونډې ته به د افغانستان د وضعیت په اړه په ياد هېواد کې د ملګرو ملتونو استازی معلومات ورکوي.


دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ له يو کال زياته موده تېرېږي.


په دې موده کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، ښځو ته د کار او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه نه ورکول کېږي او حجاب هم پر دوى اجباري شوى دى.




د دې ترڅنګ پر طالبانو تور دی چې د دوحې د هوکړې خلاف يې یو ټولشموله حکومت نه دی جوړ کړی، خو طالبانو تل دا موضوع رد کړې او ويلي چې حکومت يې ټولشموله دی.


د يادونې ده، چې ناروې د روان زېږديز کال په جنوري مياشت کې هم د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربه و چې طالب چارواکو ته يې په کې د ګډون بلنه ورکړې وه چې له د يو شمېر افغانانو له انتقادونو سره مخ شوه.


نيوکې دا وې چې نړۍ د داډول غونډو په جوړولو سره غواړي طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي او د دوى په خبره، په نيمګړتياوو يې سترګې پټې کړي.


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شازدافیره کیرن ډیکر ترکیې ته رسېدلې او هلته به د افغانستان په اړه له بېلابېلو افغان لوریو سره خبرې وکړي.




اغلې ډيکر پر خپل ټوېټر لیکلي، ترکیې ته دې لپاره تللې ده چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان سیاسیونو، مېرمنو، خبریالانو، مدني فعالانو، د بېلابېلو قومونو استازو او نورو اړخونو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.


نوموړې ویلي، دا د هغه ناستو دوام دی چې تدابیر یې تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې او دوی پلان لري چې په نورو سیمو کې هم له میشتو افغانانو سره خبرې وکړي.


خو نوموړې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د ناروې د ناستې او دغه شان د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د شارزدافیرې د لیدنو کتنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې پوښتنې ځواب نه کړې.


له دې وړاندې بيا د طالبانو حکومت د افغانستان په اړه د هرې هغه غونډې هرکلی کړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د کنترول او افغانانو سره د مرستې په تړاو جوړېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus