د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، پر اوکراین د روسیې د حملو زیاتوالي له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ به برخه کې نړیواله ټولنه لا سره متحده کړې ده. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، د روسیې د یرغلګرو پر وړاندې په وروستیو کې د اوکراین پوځي بریاوې د پام وړدي او د مسکو د وروستیو توغندویي بریدونو سره سره د جګړې پر لوري اغېز کړی دی. هغه دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو په مقر کې یوې غونډې ته وکړې. اسټن د اوکراین د تماس د ډلې د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو او نورو چارواکو غونډې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، یو امن لرونکی افغانستان د ټولې اسیا او نړۍ لپاره مهم دی. د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټ له مخې حنفي نن د علومو د اکاډمۍ یوه سیمنار ته په وینا کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې که: "خدای مه کړه افغانستان نا امن وي، پر ټولې اسیا به منفي اغېزې ولري." د هغه په خبره افغانستان په اسیا کې مهم رول لري او اسلامي امارت هم د سیمه ییز اتصال ملاتړ کوي. خو په عین حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستو په ترڅ کې په فاریاب کې په زرګونو بېوزلو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې په یوه ټوېټ کې ویلي چې تېره اونۍ یې په دې ولایت کې له اوو زره هغو کورنیو سره د خوراکي موادو مرستې کړي دي چې د خوړو خوندیتوب نه لري. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغانستان نوي سلنه وګړي د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري. دغې ادارې ویلي چې ۷۸ سلنه وګړو د ژوندي پاتې کېدو... Читать дальше...
د ننګرهار پوهنتون د سې شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته افتخاري دوکتورا ورکړه. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، ننګرهار پوهنتون عبدالباقي حقاني ته د علمي او اکاډمیکو خدمتونو له امله د فقې او قانون په برخه کې د دوکتورا افتخاري ډيپلوم او د خدمت ایوارډ ورکړ. خو د تېر جمهوري حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي، عبدالباقي حقاني ته د افتخاري دوکتورا ورکړه د اکاډمیکو معیارونو خلاف عمل بولي. هغه وویل... Читать дальше...
د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د طالبانو په خپلمنځي ډزو کې د دغې ولسوالۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مدیر وژل شوی دی. په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند کامران حبیبي وایي، پېښه نن د اکتوبر ۱۲مه د نه همغږۍ له کبله داسې شوې چې د طالبانو دوه ګزمې سره مخامخ او یو بل ته لاس په ماشه شوي دي. هغه وايي: "د مجاهدینو دوه ډلې چې په ګزمه بوختې وې، د نه همغږۍ له کبله یې پر یو بل ډزې کړي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې د جبل السراج ولسوالۍ جنایي امر قاري صاحب نجیب الله او یو همکار یې په شهادت رسېدلي دي."... Читать дальше...
په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالب چارواکو سره د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپـور ورکونکي ریچارډ بنیټ وروستۍ ليدنو، کتنو ته په اشارې سره د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. وروسته له هغې چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د بېلابېلو مسایلو په اړه له طالب چارواکو سره وکتل، اوس په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو فعالان وايي چې دا ډول هڅې باید ونه درول شي.
په سوات کې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په زرګونو کسانو د وسلوالو بريدونو پرضد غونډه وکړه. د دې ترڅنګ په تېرو څو میاشتو کې په نورو ښاري او قبايلي ضلعو کې هم د وسلوالو بريدونو پرضد ورته لاريونونه او غونډې شوې دي. پوښتنه داده چې د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ.
سویس هغه هېواد دی چې د نولس سوه یو اویایم کال د فبروري تر اوومې نېټې پورې پهکې مېرمنو ته اجازه نه وه چې رایي ورکړي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي. د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې د تقاعد د معاشونو په برخه کې پر سویس تور لګولی دی چې د نارینهو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي. د سویس په قانون کې د اوس لپاره هغو مېرمنو ته چې مېړه یې مري د عمر تر اخره د تقاعد پیسې ورکول کېږي خو نارینه تر هغو د تقاعد پيسې اخیستلی شي چې ماشومان یې تر اتلس کلونو لږ عمر لري. د اروپایي ټولنې د بشري حقونو د محکمې کنوانسیون... Читать дальше...
پرایس دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په پاکستان کې دا تاثر عام دی چې پوځ پر سیاسي، دفاعي او بهرنیو چارو د پام وړ نفوذ لري. البته، پوځ په بیا بیا ویلي دي چې له سیاسي چارو ځان لیرې ساتي.
د جي اووه ټولنې هېوادونو تر سرمشریزې وروسه په بیان کې د روسیې د توغندیو وروستي بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې له "روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین" او نورو ذمه وارانو څخه به حساب غواړي.
د روسیې امنیتي فدرالي ادارې نن د کریمیا لورته په غځېدلي پله د چاودنې په تور د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکړ. روسیه وایي چې درې تنه د اوکراین او یو د ارمنستان دی. د روسیې او له روسیې سره د الحاق شوې کریمیا ټاپوزمې ترمنځ د غځېدلي پله پر سر د شنبې په ورځ چاودنه وشوه. د روسیې د امنیتي فدرالي ادارې په بیان کې راغلي دي چې، د دې چاودنې طرحه د اوکراین دفاع وزارت جوړه کړې وه. اوکراین په رسمي ډول په دې چاودنه کې لاس لرل نهدی تأیید کړي، خو یو شمېر اوکرایني چارواکو پر دې چاودنه خوښي څرګنده کړې وه.
د ماشومانو نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش هم یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې هغه په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د محرومېدو د دوام په اړه "سخت اندېښمن" دی.
په سوات کې زرګونه کسان او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د اکتوبر ۱۱مې احتجاجي مظاهرې ته ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په سیمه کې د ناامنۍ پېښو خلک اندېښمن کړي دي. مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو او ډلو مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې او پر صوبايي حکومت او امنیتي ځواکونو یې د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتګ تور پورې کړ. دوی همداراز له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې پر خبرو هم انتقاد وکړ. خو د خیبر... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د روسیې د برید په اړه یو مخ ناسم اټکل کړی و. جو بایډن ويلي چې، د دې سربېره دی په دې باوري نهدی چې مسکو به د وروستیو څنګزنو ګواښونو سره سره د خپل ګاونډي پر ضد تاکتیکي اټومي وسلې استعمال کړي. ولسمشر بایډن دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د اوکراین پر ښارونو له دوو ورځو پرلهپسې خونړیو بمباریو وروسته چې د دې هېواد پر ملکیانو او د انرژي پر تاسیساتو شوې دي له لوېدیځ څخه غوښتې... Читать дальше...
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو حکومت تر هغه د نړیوالې ټولنې مشروع غړی نهشي کېدلای چې، دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی و نهکړي. د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ویلي چې، د ټولو افغانانو حقونه د اسلام په چوکاټ کې رعایت کوي. رينا اميري پر خپل ټوېټر لیکلي دي، طالبان باید پوه شي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته له درناوي پرته د نړۍوالې ټولنې غړي کېدلای نهشي او دا د مخکې تګ لپاره بنسټیزه موضوع ده. Читать дальше...
د شمالي وزیرستان د شوال او دته خېلو د زڼغوځیو ځنګلونو مالکان وايي، د پخوا پرتله یې سږ کال حاصلات کم دي. دوی د دې لامل کډوالي او همداراز، د اقلیم یا اب و هوا بدلون یادوي. انتظامي چارواکي وايي، د ځنګلونو مالکانو ته یې پر وخت د زڼغوځیو ټولولو اجازه ورکړې وه. ویډیويي رپورټ.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د نړۍ پر اووه لویو صنعتي هېوادونو غږ کړی چې روسیه منزوي کړي. ښاغلي زلنسکي د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۱مه د اوکراین پر ښارونو د روسیې د خونړیو توغندويي حملو په دوهمه ورځ چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل د جي اوه ډلې آنلاین سرمشریزې ته وینا کې وویل، د روسیې د تېلو او ګاز د صادراتو د بیو لپاره باید یو نهايي حد وټاکل شي. هغه زیاته کړه چې روسیه باید له سیاسي پلوه پوره منزوي شي او د بندیزونو د لګولو له لارې سزا وویني. زلنسکي وویل چې یوازې له دې لارې سوله نژدې کېدای شي.
افغانستان د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د اسیا پاسیفیک سیمې د څلورو څوکیو لپاره په سیالۍ کې ماتې وخوړه. پرون د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د بشري حقونو د شورا د ۱۴ انتخابي غړو د غوراوي لپاره د رایو ورکولو پر مهال افغانستان، جنوبي کوریا، بنګلهدېش او مالدیو د اسیا پاسیفیک حوزې د څلورو څوکیو لپاره سیالي وکړه. د سيالۍ په نتیجه کې بنګلهدېش د ۱۶۰ رایو، مالدیو د ۱۵۴ رایو، ویتنام د ۱۴۵ رایو او قرغزستان د ۱۲۶ رایو په ګټلو سره ګټونکي اعلان شول خو جنوبي کوریا د ۱۲۳ رایو او افغانستان د ۱۲ رایو په اخیستو سره ماتې وخوړه.
په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ناامنيو پېښو ولسي غبرګونونه پارولي دي. د قبايلي ضلعو تر څنګ په سوات، دير او ملاکنډ کې د هدفي بریدونو، چاودنو او د ناامنۍ تر پېښو وروسته په ګڼ شمېر کې ولسي وګړيو لاریونونه کړې او پرلتونه يې وهلي دي. په تېرو وختونو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ترهګرۍ يا ناامنۍ پرضد دا ډول هممهاله ولسي غبرګونونه ډېر کم تر سترګو شوي دي. دا چې د ځايي ولس د دا ډول غږ پورته کولو تر شا څه لاملونه دي او د دې به څه اغېز وي؟ د مشال راډيو خبريال مجيد بابر يې په اړه راپور لري.
ایروشیا ریویو: د ایروشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې په وروستیو خونړیو ځانمرګو بریدونو تمرکز کړی دی. د خپرونې په باور په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه بریدونه په کابل کې شوي دي چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده. ددې بریدونو تر ټولو خونړۍ هغه د کابل په لوېديځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز برید و چې په کې د ۴۵ ښځینه زدهکونکو په شمول پنځوس تنه ووژل شول. په لیکنه کې وړاندې د روسیې د سفارت په دروازه کې، په خیرخانه مېنه کې د صدیقیه په جومات کې او تر هغې مخکې په یوه مدرسه کې د چاودنو یادونه... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم یائیر لاپید (Yair Lapid) پرون وویل، هېواد یې له لبنان سره د سمندري پولو په تړاو پر یوه «تاریخي موافقه» سلا شوی دی. دا موافقه د امریکا په منځګړیتوب د څو میاشتو تر بحثونو وروسته کېږي او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو لوی پرمختګ بلل شوی دی. د دې موافقې په اړه لبنان تبصره نهده کړې. اسرائیل او لبنان په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیل تر ایجاد وروسته په خپلو کې په جګړه کې وو. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ موافقه بیا هم په اسرائیل کې د یو لړ کلیدي قانوني او سیاسي چلنجونو له کبله له ځینو خنډونو سره مخامخ دی. Читать дальше...
د برېتانیا یو چارواکی وايي، په اوکراین کې د روسیې پوځي ستراتیژي ناکامه شوې ده. د برېتانیا د دولتي امنیت د ارتباطاتو او استخباراتي ادارې مشر، جرمي فلېمینګ (Jeremy Fleming) پرون سې شنبه په لندن کې یوه انستیتیوت ته په وینا کې وویل: "په پخوانیو دوو پوځي ستراتیژیو کې تر ناکامۍ وروسته د پوتین پلان د اوکراین له زړورتیا د ډکې دفاع له واقعیت سره مخامخ شو او له لږو موثرو داخلي ازمېښتونو سره- سره د پوتین تصمیم نیمګړی ثابت شو، پرون هم پر کییف او ټول اوکراین حملې یې بله بېلګه ده." پر اوکراین د روسیې غیرموجه... Читать дальше...
د طالبانو چارواکي وايي، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره یې د نجونو پر تعلیم، د اقلیتونو پر خوندیتوب او نورو مسایلو خبرې وکړې. په بېلابېلو اعلامیو کې ویل شوي، چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون له ریچارد بېنیت سره د هندوانو او سېکهانو د خوندیتوب تر څنګ، د نجونو د تعلیم پر حق، د ښځو پر حقونو، بشري حقونو او د رسنیو پر فعالیت بحث وکړ. د طالبانو د عدلیې سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي هم له ریچارد بېنیت سره د قوانینو پر جوړولو، د ټروریزم... Читать дальше...
د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون په پرونۍ غونډه کې په عاجل ډول د رسنیو د قانون د تصویب غوښتنه وشوه. د باختر اژانس په حواله، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون په درېیمه غونډه کې پر دې موضوع بحث وشو. د اژانس په حواله، په دې غونډه کې چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین حیات اله مهاجر فراهي یې مشري کوله، غوښتنه وشوه، چې د رسنیو هره اړونده موضوع دې د همدې کمېسیون له لارې تعقیب شي. له کله چې طالبانو شا و خوا ۱۵ میاشتې مخکې پر افغانستان... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، یوازې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د نجونو د تعلیم مخه نیول شوې ده. مېرمن بار پرون د وړو نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي، څه باندې کال کېږي چې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي. د وړو نجونو په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي: "د هېواد له ټولو نجونو غواړم چې په قوي اراده او نه ستړې کېدونکو هڅو زدهکړې وکړي." بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي... Читать дальше...