Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اسټن: پر اوکراین د روسیې د حملو زیاتوالي نړیواله ټولنه لا سره متحده کړې

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، پر اوکراین د روسیې د حملو زیاتوالي له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ به برخه کې نړیواله ټولنه لا سره متحده کړې ده.


د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، د روسیې د یرغلګرو پر وړاندې په وروستیو کې د اوکراین پوځي بریاوې د پام وړدي او د مسکو د وروستیو توغندویي بریدونو سره سره د جګړې پر لوري اغېز کړی دی.


هغه دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو په مقر کې یوې غونډې ته وکړې.


اسټن د اوکراین د تماس د ډلې د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو او نورو چارواکو غونډې ته په خبرو کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د حملو زیاتوالي له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ به برخه کې نړیواله ټولنه لا سره متحده کړې او د دې هېواد د هغو هڅو به زیات ملاتړ وکړي چې له خپل ځانه د دفاع لپاره یې کوي.


د اوکراین د تماس په ډله کې له څه باندې پنځوس غړي هېوادونه راټول دي.


په عین حال کې ټاکل شوې چې د ناټو دفاع وزیران هم نن په غونډه کې پر دې خبرې وکړي چې د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندویو بریدونو د دوام پر وړاندې له اوکراین سره د هوایي مدافعې ضد وسلو په ګډون څه ډول پوځي مرسته کولای شي.


روسیې له تېرو درې ورځو راهیسې د اوکراین د پلازمېنې کییف په ګډون پر ښارونو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.


د اوکراین د ختیځ دونیڅک د سیمې والي پاولو کیریلینکو ویلي چې د دې سیمې د اویدیوکه په ښارګوټي کې نن د خلکو پر یوه ګڼه ګوڼي مارکېټ د روسیې په هوایي برید کې لږترلږه اوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.




هغه ویلي چې دغه حمله داسې مهال شوې چې مارکېټ له خلکو ډک وو او زیاته یې کړه چې دغه برید له پوځي اړخه هېڅ توجیه نه لري.


د امریکا دفاع وزیر ویلي چې اوکراین په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي او د پوتین له خوا له نویو حملو سره سره د اوکراین ځواکونو د جګړې لوری بدل کړی دی.


د اسټن په خبره اوکرایني ځواکونو په سلګونو ښارونه او ښارګوتي د روسیې له اشغال څخه ازاد کړي او هم یې په لسګونو زره کیلومتره مربعه سیمه بېرته ترکنټرول لاندې راوستې.


د امریکا دفاع وزیر له اوکراین څخه د لوېدیځ ملاتړ مهم بللی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus