Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د وروستيو ځانمرګو بريدونو په اړه د 'ايروشيا ريويو' ورځپاڼې تبصره

ایروشیا ریویو:



د ایروشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې په وروستیو خونړیو ځانمرګو بریدونو تمرکز کړی دی.


د خپرونې په باور په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه بریدونه په کابل کې شوي دي چې لسګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.


ددې بریدونو تر ټولو خونړۍ هغه د کابل په لوېديځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز برید و چې په کې د ۴۵ ښځینه زده‌کونکو په شمول پنځوس تنه ووژل شول.


په لیکنه کې وړاندې د روسیې د سفارت په دروازه کې، په خیرخانه مېنه کې د صدیقیه په جومات کې او تر هغې مخکې په یوه مدرسه کې د چاودنو یادونه شوې ده چې په وروستیو میاشتو کې پرله‌پسې وشوې.


خپرونې د جنوبي اسیا د ترهګرۍ د څار د ادارې د شمېرو په حواله ویلي، په افغانستان کې د تیر کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ راوروسته شپږ سوه یو څلوېښت کسان په څوارلس ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.


د ایرو ایشیا ریویو په وینا د افغانستان په خاوره کې لومړی ځانمرګی برید په ۲۰۰۱ م کال کې د دوو عربانو له‌خوا پر پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود وشو.


په لیکنه کې د ملګرو ملتونو ځینې شمېرې هم خپرې شوې دي چې په‌کې ویل شوي د ۲۰۰۹ م کال د جنورۍ له میاشتې څخه د ۲۰۲۱ م کال د جون تر پای پورې په افغانستان کې ۶۵۴ ځانمرګي بریدونه شوي دي چې په‌کې تر څلور زره او اوه سوو زیات کسان وژل شوي او ۱۵ زره نور ټپیان شوې دي.


په تېر یو کال کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسؤلیت د داعش د خراسان څانګې منلی دی.


ددې بریدونو د قربانیانو یوه لویه برخه ملکیان وو.


مېل انلاین ورځپاڼه:



مېل انلاین ورځپانې د بدخشان د مرکز فیض اباد پر پرونۍ (د تلې ۱۹ مې) زلزلې تمرکز کړی دی.


ددې زلزلې شدت د ريښتر په حساب پنځه عشاریه یو ګڼل شوی او مرکز يې د شغنان غرنیزه ولسوالي ښودل شوې ده.


مېل انلاین د بلخ ولایت د اوسېدنکو په حواله لیکي؛ د زلزلې له مرکزه په ۳۵۰ کیلومټره لیرې واټن کې يې د زلزلې زورور ټکانونه احساس کړي دي.


وړاندې په جون میاشت کې د افغانستان په خیتځ کې مرګونې زلزلې ته اشاره شوې چې څه د باندې زر تنو ژوند يې واخیسته.


د ورځپانې په ټکو؛ که څه هم طالبانو له نړیوالو څخه د زلزله ځپلو لپاره د مرستو غوښته وکړه خو ډېری هېوادونو د طالبانو دغې غوښتنې ته په لېوالتیا ځواب ورنه‌کړ.


مېل انلاین په دې خپل مطلب پای ته رسولی چې د نړیوالو مرستو بندیدو د افغانستان اقتصاد د سقوط په څنډه درولی دی او سخت بشري ناروین يې په دې هېواد کې رامنځته کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus