د سیمې اعلاوزیر خالد خورشید د اکتوبر پر څلورمه خبري غونډې ته وویل، د سیالیو پر مهال فرهنګ ته پام کوي. "د حکومت په حیث موږ باید ټولو ته یو ډول موقعې ورکړو. څنګه چې مو زامن دي، همهغسې راته لوڼه هم ګرانې دي. موږ د خپلو مذهبي مشرانو د رایې احترام هم کوو.
د کاج ښوونیز مرکز یو شمېر زدهکونکو پر دغه مرکز د تېرې اوونۍ د چاودنې له امله د قرباني شویو کسانو یادغونډه جوړه کړې وه. زهرا هغه زده کونکې ده چې د (کاج) پر ښوونیز مرکز د انتحاري حملې پر مهال خپله ټپي شوه او په وړاندې یو شمېر ملګري او ټولګیوال ووژل شول. زهرا وايي، د پېښې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز کې د ازمایښتي کانکور په ازموینه کې د زدهکونکو شمېر د نورو ورځو په پرتله ډېر و. نوموړې وايي: "هغه څه چې ما ولیده، لومړۍ یې د دروازې ګاردان وویشتل چې موږ هم اول د ډزو غوږونه واورېده، له هغې وروسته... Читать дальше...
په تایلینډ کې حکومت تر هغې یوه ورځ وروسته ماتم اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر شپږمه په یوه وړوکي ښار کې یوه پخواني پولیس افسر پر وړکتون په برید کې د ۲۲ ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان ووژل. عیني شاهدان وايي، پېښې زښت خواشیني کړي دي. بریدګر تر پېښې وروسته د خپلې کورنۍ غړي او بیا ځان وژلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
له پلازمېنې کابل پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو د کانکور یو شمېر کډونوالې نجونې وايي، اجازه ور نهکړل شوه چې د زدهکړو لپاره د خپلې خوښې پوهنځی وټاکي. دوی وايي، د دوی د ټاکنې په پاڼه کې د ډېرو پوهنځیو نومونه نه و. ۱۸ کلنه شمیلا چې د کندز اوسېدونکې ده او د پنجشنبې په ورځ یې د کانکور ازموینه ورکړې، ازادي راډیو ته وویل، له دې امله چې د خپلې خوښې پوهنځي د ټاکنې اجازه ور نهکړل شوه، مایوسه ده. نوموړې وويل: "له کوچنیتوبه له ژورنالېزم سره مینه لرم، خو دا رشته یې له نوملړه لېرې کړې وه. بله اندېښنه... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان مشرې اګنېس کالامار ویلي دي چې ایرانیو چارواکو "په بیا بیا د انساني ژوند حرمت له پامه غورځولی او په واک کې د پاتې کېدو لپاره پر هېڅ صرفه نه کوي."
نن د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکایي ځواکونو د برید له يووېشتمې کليزې سره برابره ده. طالبانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې، یو ویشت کاله مخکې د امریکا دولت پرته له کوم دلیله پر افغانستان برید وکړ. د امریکا د متحد ایالتونو حکومت هغه مهال له طالبانو څخه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن غوښت چې پر نیویارک او واشنګتن پر بریدونو تورن و. د طالبانو حکومت د اسامه له ورسپارلو سره مخالفت وکړ، همهغه و چې متحد ایالتونو د ترهګرو د ځپلو په خاطر پر افغانستان حمله وکړه. طالبانو په نننۍ اعلامیه... Читать дальше...
اوکرایني پوځیانو د مسکو له لورې د اشغال شویو سیمو د ازادېدو لپاره ځوابي بریدونه زیات کړې دي چې روسیي ځواکونه یې په ځینو سیمو کې له ماتې سره مخامخ کړې دي. دې بدلون د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن دې ته اړ کړ چې خبرداری ور کړي چې د کرملین له لورې د اټومي وسلو د استعمال خطر په تېرو شپږو لسیزو کې تر بل هر وخت زیات شوی دی. ولسمشر بایډن پرون په نیویارک کې وویل، پوتین ټوکې نهکوي. روسیې تېره اوونۍ نړیوال قانون تر پښو لاندې کړ او د اوکرايین څلور سیمې یې له خپلې خاورې سره الحاق کړې. ولسمشر... Читать дальше...
شریف د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو له وزیرې مریم اورنګزېب او د پلانونو او پرمختګ چارو وزیر احسن اقبال خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې عمران خان "جعلکار دی" او هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال "د ولس له برخلیک او معاش سره لوبې وکړې. ولس یې له نړۍ ګوښه کړ."
د اوکرايين په ليمان ښارګوټي کې د شکست خوړلو روسي پوځيانو ټانکونه او پوځي ګاډي پاتې دي. پر دغه ښار څو مياشتې د روسي ځواکونو کنټرول و خو اوکرايني سرتيرو ترې تر سختو عملياتو وروسته ونيو. البته ژوند لا هم عادي شوی نه دی او له جګړې ويجاړې شوې ودانۍ ښيي چې بیا رغونه به اوږد وخت واخلي. په اړه یې د رويټرز خبري اژانس له ويډيو، د بشيرګواښ جوړ کړی راپور وګورئ.
په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې دي او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی دی، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی. په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو اتحاد ډله وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته د مناسب ځواب په ورکولو کې پاتې راغلې، چېرې چې بشري حقونه په بشپړ معافیت سره تر پښو لاندې کېږي. ددغې ډلې په استازیتوب د بښنې نړېوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر د ملګرو ملتونو د بشرۍ حقونو له شورا د داسې یو مېکانېزم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي د ماموریت د تمدید ترڅنګ هغه کړۍ او ډلې چې د سرغړونې مرتکبین دی حساب ورکولو ته راکش کړي. Читать дальше...
طالبانو دا خبره د اکټوبر د اوومې نېټې، یا په افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې ده. طالبانو په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې تر ډېره د خپلو وسلهوالو او د خپلې تېرې شل کلنې جګړې ستاینه او دفاع کړې ده، هغه جګړه چې پایله یې د زرګونو افغانانو قرباني کېدل وو. خو د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد له دفتره د دې خپرې شوې خبرپاڼه کې په یوه برخه کې نړۍ ته یو ځل بیا د افغانستان د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی. اعلامیه کې راغلي: "طالبان اعلانوي چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید... Читать дальше...
د اروپا د پارلمان رئیسه وايي د اروپایي ټولنې اتباع باید پوه شي د ډیموکراسۍ لپاره چې کومه قیمت ورکوي دوام پيدا کړي. روبرتا میتسولا (Roberta Metsola) پرون (اکتوبر ۶) په پراګ کې د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې په څنډه کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې، اروپايي ټولنه کولای شي پر روسیې باندې د اوکرایین د ناحقه یرغل په سبب نور بندیزونه ولګوي. میتسولا وویل، تل دا ممکنه ده چې نور خلک د اروپایي ټولنې د بندیزونو په لېست کې شامل شي. د روسيې پر وړاندې د اروپايي ټولنې د بنديزونو اتمه بسته له تایید وروسته پرون (اکتوبر شپږمه) په رسمي ډول تصويب شوه.
د کرملین وروستیو څرګندونو چې له اوکرايین سره د جګړې د پراخېدو په صورت کې اټومي وسلې یو انتخاب دی، د نړیوالو اندېښنې راپارولي دي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، د روسیې فدراسیون اټومي جګړې ته د اجازې د نه ورکولو اصولو ته ډېره پابنده ده. خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نورو جګپوړو روسي چارواکو په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې مسکو د «نويو الحاق شویو سیمو» په ګډون، د خپلو سیمو د دفاع لپاره له ټولو پوځي وسایلو د کار اخیستلو حق لري او په دې مسله کې «ټوکې» نهکوي. Читать дальше...
په هند کې یو سوداګر د سېګرېټو له پاتې شونو څخه د ماشومانو د لوبو شیان او نور سامانونه جوړوي. هغه وايي، د دې کار موخه خلکو ته روزګار ورکول او چاپېریال پاک ساتل دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) اېتلافي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په روانه اکتوبر میاشت کې یې صوبايي حکومت ته د ملازمانو د تنخاګانو لپاره ۲۶ اربه روپۍ ورکړې دي.
افغان ادبي بهير کې کره کتنه او لکچرونه، کندهار کې له يوه داسې ځوان سره خبرې چې په خپلو هڅو فرهنګي چارې مخته وړي، پر سينوهه ناول بحث، له سندرغاړي مومند کندهاري سره مرکه او يو شمېر نور مطالب مو په نننۍ خپرونه کې ځای کړي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
په کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز روغتایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي. په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نهشته، خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري.
دا څېړنه د امريکا متحده ایالتونو په ماسچوست ایالت کې د هاروارډ پوهنتون په همکارۍ په یوه عمومي روغتون کې د روغتيايي معایناتو په وسيله پر هغو څلورو کسانو تر سره شوې چې اليکټرونيکي سګرېټ يې څکول. په دې لړ کې هغه خلک چې معاينه شوي، هر يوه يې له دريو څخه نيولې بيا تر اتو کالو پورې اليکټرونيکي سګرېټ څکولي او د سالنډۍ له جدي ناروغۍ څخه ځورېدلي وو. په ماسچوست روغتون کې د تنفسي سيسټم متخصص ډاکټرانو موندلې، هغه څوک چې اليکټرونيکي سګرېټ څکوي لومړی يې تنفسي سيسټم تخریش يا خارښت پيدا کړی او د وخت په تېرېدو... Читать дальше...
د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولایتونو کې د کوکنارو د نوي فصل وخت رانژدې شوی، خو بزګران وايي چې تر اوسه دوی ته د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه خبر نهدی ورکول شوی. عبدالقيوم چې د کندهار ولایت کې په میوند ولسوالۍ یو بزګر دی څو کاله مخکې او سږ کال د حمل په میاشت کې یې په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي وايي چې، تر اوسه دوی ته په رسمي ډول د طالبانو حکومت او ځايي ادارې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه څه نه دي ويلي. نوموړی وايي: "تر اوسه موږ ته اعلان نهدی شوی او خطونه هم نهدي ځړول شوي، که له موږ سره... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوتزل په کابل کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ابن سینا د مخدره توکو د درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه. نوموړي د ياد مرکز د هغو کارکوونکو د کار ستاینه وکړه چې د ډېرو هغو کسانو لاسنیوی کوي چې زیانګالي دي او په ذلت کې ژوند کوي. هغه يه یوه ټویټ کې پر افغانستان د طالبانو پر واکمنو چارواکو هم غږ وکړ چې د دې مرکز د کارکونکو د تنخواو، خوړو، درملو او جامو لپاره دې سرچینې برابرې کړي. له يوه کال راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي په... Читать дальше...
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې په زرګونو کسان چې وروستیو سېلابونو او د جون د میاشتې زلزلې یې کورونه وران کړي، تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي. او چا په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ژمي په راتلو سره دوی د خپلو کورونو د ترمیم لپاره مرستې ته اړتیا لري او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې کورنۍ یې د ژمي په جریان کې تر چت لاندې ژوند وکړي. یوازې په پکتیکا او خوست کې د تېر دوبي مرګونې زلزلې په زرګونو کسان بېکوره کړي دي. تر دې مخکې د طالبانو حکومت هم له نړيوالو څو څو ځل غوښتنه... Читать дальше...
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره یا FAO وایي، په بدخشان ولایت کې په زرګونو کسانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او نورې مرستې وېشي. FAO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په دې ولایت کې به له ۹۵ زره زیاتو کسانو سره دغه مرستې وشي او هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، پنځوس کیلو ګرامه کیمیاوي سره او دغه راز لازمې زده کړې ورکړي. د فاو په خبره اصلاح شویو تخمونه ډېر ښه حاصل ورکوي او لیدل شوي چې په دوه جریبه ځمکه چې اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، تر۱۴۰۰ کیلو ګرامه پورې حاصل ترلاسه شوي دي. خو یو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو پروګرام WFP وایي، روان کال یې په افغانستان کې ۲۱ ميلیون وګړو ته چې اقتصادي بحران، چاپیریالي ناورینونو او د جګړو له امله اغېزمن شوي، مرستې ته رسولي دي. WFP په یوه ټویټ کې ویلی چې، د دغو مرستو وړتیا یې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د خپلو شریکانو د مرستو پرمټ ترلاسه کړې او له سخاوتمندانه مرستو یې مننه کوي. که څه هم نهدي ویل شوي چې امریکا له دغه پروګرام سره څومره مرسته کړې خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ تېره اونۍ وویل چې، د امریکا... Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار اداره سیګار وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت استخباراتو ویلي، د افغانستان د تېر حکومت د وسلهوالو ځواکونو یو محدود شمېر پرسونل د طالبانو ضد وسله والو ډلو سره يو ځای شوي. سيګار ويلي، پخواني امنيتي سرتېري د طالبانو ضد ځواکونو لکه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، د ملي مقاومت په نوم جبهې او د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې سره یو ځای شوي دي. سیګار دغه څرګندونې پرون په څو ټویټونو کې د خپل درې میاشتني راپور په استناد چې د امریکا کانګرس ته یې استولی، کړي. Читать дальше...