Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کانکور کې ګډونوالې نجونې: د خپلو خوښو پوهنځيو د ټاکنې اجازه را نه‌کړل شوه

له پلازمېنې کابل پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو د کانکور یو شمېر کډون‌والې نجونې وايي، اجازه ور نه‌کړل شوه چې د زده‌کړو لپاره د خپلې خوښې پوهنځی وټاکي.


دوی وايي، د دوی د ټاکنې په پاڼه کې د ډېرو پوهنځیو نومونه نه و.


۱۸ کلنه شمیلا چې د کندز اوسېدونکې ده او د پنج‌شنبې په ورځ یې د کانکور ازموینه ورکړې، ازادي راډیو ته وویل، له دې امله چې د خپلې خوښې پوهنځي د ټاکنې اجازه ور نه‌کړل شوه، مایوسه ده.


نوموړې وويل: "له کوچنیتوبه له ژورنالېزم سره مینه لرم، خو دا رشته یې له نوملړه لېرې کړې وه. بله اندېښنه مو دا وه چې موږ ته وویل شول چې لېرې ولایتونه مه ټاکئ. ازموینه واخيستل شوه، مګر هیڅ پوهه نه‌شو چې څه ډول واخيستل شوه. دا چې ولې موږ ته یې اجازه را نه‌کړه چې د خپلې خوښې رشته وټاکو، شاید زموږ د جنسیت له امله وي چې موږ نجونې یوو او نه‌شوو کولای لېرې ولایتونو ته ولاړې شو او زده‌کړه وکړو. ذهن کې مې نورې زر ډوله خبرې تېرې شوې."




يوه زده کوونکې چې نه‌غواړي نوم یې د حساسیتونو له امله راپور کې یاد شي او د پنج‌شنبې په ورځ یې کندهار کې د کانکور ازموینه ورکړې وايي، له دې بهیر خوښه نه‌ده.


هغې ازادي راډیو ته وویل، لومړی انتخاب یې حقوق و، خو د ټاکلو حق ترې واخستل شو.




نوموړې وويل: "کله چې لاړم د ازموینې په صحنه کې کېناستم، موږ ته یې فورمې را کړې. کله چې د انتخاب وخت شو، موږ ته یې وویل، دا پوهنځي نه‌شئ ټاکلی. و مې ویل، ولې؟ ځواب یې را کړ چې تاسې یې نه شئ ټاکلی. ډېره نا راحته شوم. ما چې څه انتخاب کړي و، غوښتل مې خپل راتلونکې پرې وټاکم."


له کندهاره د کانکوز ازموینې یوه بله ګډون‌واله چې هغه هم نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو سره خبرو کې همدا ستونزه یاده کړه.


يادې زده کوونکې وويل: "په کندهار کې د نجونو لپاره یوازې د طب، شرعیاتو، عامه ادارې، تعلیم وتربیې او ادبیاتو د ټاکنې حق و. نجونو پر دې نیوکه درلوده چې ولې د اقتصاد، حقوقو، کمپیوټر ساینس، انجینرۍ او ژورنالېزم څانګې نه‌شي ټاکلی، ځکه دوی ویلي، دا څانګې یې خوښېږي."




و موغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نظر واخلو، خو د دې وزارت ویاند احمد تقي او د ازموینې د ملي ادارې رئیس عبدالقدیر خموش زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.




د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ازموینې د ملي ادارې مشر عبدالقدیر خموش د پنج‌شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، په سږني کانکور کې ۱۵۰ زره کسان ګډون کوي چې ۳۵ سلنه یې نجونې دي.


د ښاغلي خموش په خبره، د تلې په ۲۱مه به په کابل او د همدې میاشتې په ۲۹مه د کابل په ولسوالیو کې او له هغو کسانو چې په ولایتونو کې د کانکور له ازموینې پاتې دي او وروسته یې ثبت نام کړی وي، د کانکور ازموینه واخيستل شي.


په افغانستان کې د کانکور ازموینه داسې مهال اخيستل کېږي چې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus