فېروزاباد له هندۍ پلازمېنې نوي دلي څخه شاوخوا ۲،۰۰۰ کېلومیټره لیرې پروت وړوکی صنعتي ښار دی چې په ټوله نړۍ کې د بنګړیو جوړولو او کاروبار لپاره پېژندل کېږي. په هغه ښار کې ډېری خلک د بنګړیو له کاروبار سره تړلي دي. په فېروزاباد کې له ۲۰۰ کلونو راهیسې د ښیښې بنګړي جوړېږي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
جنوبي افریقايي لوبډلې په وروستي اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان هدف پوره کړ او هند ته یې په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دولتي ډبرو سکرو بیه چې د طالبانو د حکومت لخوا ټاکل شوی د تېر کال په پرتله لوړه ده. په داسې حال چې ژمۍ راتلونکی دی او د خلکو اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې د دولتي ډبرو سکرو بیه یو ټن ۹ زره افغانۍ ټاکلې چې دغې پرېکړې د خلکو اندېښنې راپورته کړي. د کابل ښار ځینې اوسېدونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت په دې پرېکړې انتقاد کوي وايي چې سږکال د دوی اقتصاد ښه نه دی او نه شي کولای چې په دغه بیه د ډبرو سکاره راونیسي. Читать дальше...
په زابل ولایت کې په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان شوي دي. د زابل ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي د دغو پېښو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ او تېره شپه د زابل په شینکۍ او د مرکز کلات په کاکړانو چینه سیمه کې یو ځای په ټکر کې ۴ کسان ټپیان شوي او د کاکړانو په چینه کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې ۴ هېوادوال ژوبل شوي دي." ده همداراز وویل چې ټول ټپیان ولایتي روغتون ته رسول شوي دي.
د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، په وروستیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق ډېر شوی. له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق په اړه د افغانستان د صرافانو ټولنې اندېښنه. دا ټولنه وايي، په وروستیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق ډېر شوی. د دې ټولنې د رسنیو برخې مرستیال عبدالرحمان ځیرک ازادي راډيو ته وویل چې د ډالرو قاچاق یوازې د صرافانو نه، بلکې د ټولو افغانانو په تاوان دی او باید مخه یې ونیول شي. Читать дальше...
د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود وايي، چې پرون په پلازمېنه موګادیشو کې غبرګو موټربم حملو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي دي. هغه نن د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې له ګڼه ګوڼې پر ډک سړک په بمي حملو کې نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي. محمود زیاته کړه، دا چې نه شي کولای ټپیان د درملنې لپاره له هېواده بهر ولېږي، له خپلو نړیوالو شریکانو او په ټوله نړۍ کې له مسلمانانو غواړي چې سومالیا ته ډاکتران ولېږي. تروریستي ډلې الشباب چې له القاعده سره اړیکې لري، د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د پوهنې وزارت... Читать дальше...
په بدخشان ولایت کې هغه معترضې ښځینه محصلانې چې پوهنتون ته د ننوتلو مخه یې نیول شوې ادعا کوي چې د طالبانو له خوا ډبول شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بدخشان پوهنتون د ښځینه محصلانو حق غوښتنه. خو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د دې حق غوښتنې ځواب د طالبانو لخوا په درو ورکول کېږي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو چې د بدخشان ولایت د پوهنتون ښځینه محصلانو ازادي راډيو ته استولې، په کې لیدل کېږي چې طالبان دغه محصلانې د درو په وهلو سره د پوهنتون له دروازې لرې کوي. اعتراض کوونکې محصلانې... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مدیره ډامنیک ایزابیل هایډ وايي، افغانستان ته تللې، چې په راروانو ورځو کې له ښځو د ژوند تامین لپاره د دوی د مبارزو او هیلو په باب واوري. هغې نن په ټوېټر کې لیکلي، چې ښځې د دغه هېواد مهمه برخه ده چې د کورنیو د ثبات دغه راز د ټولنې او افغانستان د سوکاله راتلونکي لپاره مهم نقش لري. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼې ښځې په دولتي ادارو کې له کاره منع کړای شوي او وخت ناوخت د دوی لاریونونه هم ځپل شوي دي.
صومالي ولسمشر له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. "موږ له خپلو نړیوالو شریکانو او د نړۍ له مسلمانانو غوښتنه کوو چې ډاکتران راواستوي ځکه چې موږ ټول ژوبل کسان له هېواده بهر درملنې ته ولېږدوو."
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او اقتصادي بحران له کبله ګڼې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن په خپل رسمي ټوېټر کې په فاریاب کې د ۱۶ کلن حضرت ګل عکس هم خپور کړی، چې د دې پروګرام د خوړو مرسته یې ترلاسه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې شا و خوا ۱۹ ملیونه وګړي کافي خواړه نه لري او شاوخوا ۲۴ میلیونه بشري مرستو ته اړتیا لري.
محلي سرچینې وايي، د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د یوه کان ۵ تنه کارګران مړه شوي دي. دغو سرچینو نن ازادي راډیو ته ویلي، چې نن سهار په انجیر سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د پرېوتو له کبله دغه ۵ کارګران مړه شوي دي. د تخار لپاره د طالبانو چارواکو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا برېسبېن ښار ته ورسېده چې خپلې بلې مسابقې ته ځان چمتو کړي. د افغانستان راروانه مسابقه د سې شنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ده. د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن درې مسابقې پلان شوې دي. په لومړۍ مسابقه کې بنګله دېش وتوانېد زیمبابوې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړي. دغه شېبه د پاکستان او هالنډ ترمنځ مسابقه روانه ده. هالنډ چې د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې پاکستان ته د ۹۲ منډو هدف وټاکه. Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ویلي، دې ته اړتیا ده چې د تور سمندرګي د غله جاتو د صادراتو په موافقه کې د روسیې د ګډون ځنډولو له کبله ملګري ملتونه او د نړۍ شل لوی اقتصادلرونکي هېوادونه د مسکو پر وړاندې نړیوال قوي اقدام وکړي. زلینسکي په یوه ویډیو کې ویلي، دا په افریقا او اسیا کې په لویه پیمانه د قحطۍ خطر ته د لمن وهلو لپاره د روسیې کاملاً یوه شفافه هڅه ده. د اوکراین ولسمشر غوښتنه وکړه، چې روسیه دې د جي ۲۰ له ډلې هم وایستل شي. ولودمیر زلینسکي زیاته کړه، په کرملین کې څنګه د ګوتو په شمېر... Читать дальше...
د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د هالوین جشن پر مهال د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۵۱ تنه مړه شوي دي. د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې نن سهار د غم فضا خوره وه او د یوې ګڼې ګوڼې د قربانیانو خپلوان د روغتونونو شاته کتار ولاړ و. لږ تر لږه ۱۵۱ تنه هغه مهال تر پښو لاندې ووژل شول چې لسګونه زره کسان د هلوین جشن پر مهال په هغې تنګه کوڅه کې ګیر پاتې شول چې د شپې مېلې په کې روانې وې. عیني شاهدانو ویلي، د پېښې ځای ته نږدې لارې کوڅې دومره له خلکو او موټرو ډکې وې چې سیمې ته یې د امبولانسونو او ژغورنډلو د تګ مخه نیولې وه. Читать дальше...
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې غلاوې ډېرې شوي او دې کار دوی اندېښمن کړي دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې ښار کې د غلاو له ډېرېدو شکایت کوي. دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې ادعا کېږي، پرون ماسپښين غلو د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې یو ځوان وواژه. د دغې سیمې یو اوسېدونکی، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، چې د یاد کس جسد د ۲ ساعتونو لپاره په سیمه کې پروت و چې وروسته په یوه امبولانس کې ولېږدول شو. هغه وويل: "کله چې... Читать дальше...
د تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت ضد لاریون نېټه د اکتوبر پر ۲۵مه تر هغې څلور ورځې وروسته اعلان کړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ. د نوموړي په مشرۍ لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شو.
عذرا نفيس د سيند پر ډبرو انځورګري کوي. نوموړې وايي د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسله وال بريد وروسته يې انځور ګري پيل کړې ده۔ هغه وايي خپل هنر نورو ته هم ورزده کول غواړي.
زاړه افغاني بانکنوټونه د افغانستان په بازارونو کې هره ورځ د پلورونکي او پېرونکي ترمنځ ستونزې جوړوي. دې راپور کې زړو افغاني بانکنوټونو او له دې امله راولاړو شویو ستونزو ته کتنه شوې.
والسټریټ ژورنال: والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، هغه افغانان چې د امریکا متحده ایالتونو ته لېږدول شوي له نامعلوم وضعيت سره مخ دي او په دې هېواد کې د دایمي اقامت د ترلاسه کولو په لټه کې دي. لیکنه د یو افغان په کیسه پیلېږي. ورځپاڼه لیکي، کله چې اسرار له څلور سوه نورو افغانانو سره له کابل څخه امریکا ته په الوتکه کې سپور شو، د ملي امنیت دې افسر ویلي یو څه یې احساس کړل چې د اوږدې مودې لپاره یې نه درلودل او هغه د خوندیتوب احساس دی. خو د افغانستان دا پخوانی ډګروال چې شمالي کارولینا... Читать дальше...
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ ستر لاریون له لاهور څخه د پلازمېنې اسلام اباد په لور وخوځېد. پرون د دې لاریون تر سفر مخکې عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د 'ای ایس ای' د دوو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ولس دې په دې پوه شي چې د عمران خان نیت شخړو ته لمن ووهل او ګډوډۍ رامنځته کول دي. د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له پوځ څخه وغوښتل چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځي استخباراتو دوه مشران له خپلو دندو ګوښه کړي. Читать дальше...
د یو شمېر راپورونو له مخې امریکایان غواړي له طالبانو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي. وروسته تر دې چې د جولای په یو ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري ووژل شو، امریکایي لوري په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته اندېښنه ښکاره کړه، همغه و چې نږدې درې اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې، خو د نویو خبرو په تړاو طالبان وایي چې په لنډ راتلونکې کې په لوړه کچه د خبرو پروګرام نه لري. داسې ناتایید شوي راپورونه خپاره... Читать дальше...
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې یو ماشوم وژلی بل یې ټپی کړی دی. طالبان وایي چې دا پېښه پرون ناوخته وشوه او علت یې په درېیمه امنیتي حوزه کې ناچاوده مرمۍ وه. د ژوبل ماشوم روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی او په روغتون کې بستر دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي چې د افغانستان د دیني مدرسو پر نصاب کار روان دی. انعام اله سمنګاني په ټوېټر کې لیکلي دي چې د افغانستان د دیني مدرسو اوسنی نصاب تر ډېره د هند او پاکستان مدرسو ته نږدې دی. بل لور ته پرون د 'اي ډي ایف' په نوم د ترکیې د یوه بنسټ او د طالبانو د پوهنې وزارت ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو چې له مخې یې دا ترکي بنسټ د افغانستان په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.
د افغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي. په تېر څه باندې یوه کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی د افغانۍ د ثبات لپاره نږدې هره اونۍ بازار ته ډالر د لیلام لپاره وړاندې کوي. تر اوسه د دې پیسو سرچینه نه ده معلومه او طالبانو هم په رسمي ډول د دې ډالرو په اړه څه نه دي ویلي. یو امریکایي ډالر تر پرون پورې په اته اتیا افغانۍ او شل پوله تبادله کېده.
د اروپایي ټولنې د عدلي چارو د کمېشنر په وینا پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه د روسیې په میلیاردونو یورو شتمنۍ کنګل شوې دي. دیدیر رینډیرز پرون په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې تر اوسه د نوي کسانو شتمني چې تر ۱۷ میلیارده یورو زیاته ده د اروپایي ټولنې په اوو هېوادونو کې کنګل شوې ده او یوازې دوه اعشاریه دوه میلیارده یورو په جرمني کې منجمده ده. اروپایي ټولنې په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، پر روسیې اته ځله بندیزونه لګولي دي.