د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا برېسبېن ښار ته ورسېده چې خپلې بلې مسابقې ته ځان چمتو کړي.
د افغانستان راروانه مسابقه د سې شنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ده.
د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن درې مسابقې پلان شوې دي.
په لومړۍ مسابقه کې بنګله دېش وتوانېد زیمبابوې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړي.
دغه شېبه د پاکستان او هالنډ ترمنځ مسابقه روانه ده.
هالنډ چې د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې پاکستان ته د ۹۲ منډو هدف وټاکه.
درېیمه مسابقه نن ماسپښین د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې د هند او جنوبي افریقا ترمنځ کېږي.
د نړیوال جام لوبې د اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوې چې پایلوبه یې د نوامبر پر ۱۳مه ده.