د خیبرپښتونخوا په دره اسماعیل خان کې د نښتې پرمهال لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي عطا اله انعام پرون ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو پر هغو امنیتي ځواکونو او پولیسو برید وکړ چې له یوې ډلې سره روان وو. دې ډلې له یوې سېل ځپلې سیمې څخه لیدنه کوله. د ښاغلي انعام په وینا برید په یوې غرنۍ سیمه کې شوی دی او هلته د برید کوونکو د موندلو هڅې روانې دي. د حملې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی. تر دې پېښې یوه ورځ مخکې په جنوبي وزیرستان کې... Читать дальше...
په استرالیا کې د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن درې سیالۍ دي. لوموړۍ لوبه د پاکستان او هالنډ ترمنځ ده چې دې دواړو لوبډلو تر اوسه دوې دوې لوبې کړې دي، په دواړو کې یې ماتې خوړلې ده چې تر اوسه هېڅ امتیاز نه لري. دویمه لوبه د زیمباوې او بنګله دېش ترمنځ ده چې دې دوو لوبډلو هر یوه یوه لوبه بایللې، یوه ګټلې، په دې ډول هر یو تر دې دمه درې امتیازه لري. درېیمه د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ ده. د پاکستان او هالنډ چانس چې له خپل ګروپه به بل پړاو ته بریالي کېږي تقریباً له منځه تللی دی او زیمبابوې... Читать дальше...