له یوې اوږدې مودې وروسته چین سره د هوايي دهلیز بيا پيل او له دې لارې د جلغوزیو یا ځڼغوزیو صادرات پیل شول. له افغانستانه د هوايي دهليز له لارې چين ته ٢٠ ټنه ځنغوزي صادر شول. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا بهیر به دوام وکړي. د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، هوايي دهلیز د افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو په پیاوړي کولو کې مهم رول لري. هغه وویل: "څنګه چې هوايي دهلیزونه... Читать дальше...
د اکتوبر پر نهمه په خوست کې د افغانستان د سوېل ختیزو ولایتونو ۳۵ نجونه او هلکان د فزیوتراپۍ له پوهنځي فارغ شول. د زدکړو د پروګرام مالي ملاتړ د افغانستان لپاره د ناروې کمېټۍ کړی وو. فزیوتراپي د معلولینو او د فالج ناروغانو د درملنې لپاره کارېږي. ویډیويي رپورټ.
په لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې په مهترلام کې د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه نن مازديګر ناوخته د لغمان ولايت مهترلام ښار رحماني چوک کې په يو ريکشه ډوله موټر کې د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې او درې تنه په کې برسېرن ټپیان دي. سرچینه وايي، ټپیان چې دوه تنه یې ټرافیک پولیس او یو تن عام وګړی دی د لغمان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې ډاډمن بلل شوی دی. د امنیې قومندانۍ په وینا د پېښې په ځای کې یې څېړنه پیل کړې او نور جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
د میدان وردک ولایت طالب چارواکي د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د وژل کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ازادي راډيو ته وویل چې یوې ښځې د خپلې بنې درې کوچنۍ لوڼې سختې وهلې او یوه ۱۲ کلنه بنزۍ یې چې عابده نومېږي، تر وهلو لاندې وژلې ده. یاده پېښه د سیداباد ولسوالۍ د اونخي درې اړوند په ګدايي کلي کې تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې. د امنیې قومندانۍ د ویاند محمد یوسف اسرار په وینا یاده ښځه د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولې ده. دا په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي له وروستیو مخ پر زیاتېدونکو پېښو یوه ده.
د اقتصاد لپاره د نوبل معتبره جایزه سږکال د اقتصادي چارو د دریو امریکايي څېړونکو په نوم شوه. په سویډن کې د نوبل اکادیمۍ نن اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل معتبره جایزه د دریو امریکايي پوهانو په نوم شوه. دا جایزه چې ارزښت یې لس میلیون سویډي کرون یا نږدې ۹ لکه ډالرو ته رسېږي بن برنانکې، ډوګلاس ډایمونډ او فلیپ دیبویګ ته د بانکونو او مالي بحرانونو په اړه د څېړنو په خاطر په پام کې نیول شوې. د نوبل اکاډیمي وايي، د دوی څېړنو په اقتصاد کې د بانکي اصولو په اړه، په تېره د اقتصادي بحرانونو پرمهال د خلکو پوهای زیات کړی دی. Читать дальше...
د پښتو ژبې مشهورې سندرې غاړې زرڅانګې د ۲۰۲۲ کال د اغا خان د موسیقۍ نړیواله جایزه ګټلې ده. زر څانګې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ ډېر خوشحاله شو ډېر خوشحاله شو. اوس هم د کوهاټ په یوه سمیه کې په خیمه کې ژوند کوم. ټول عمر مې خیمه کې تېر شو او دا سندرې مې چې ویلي خو حکومت موږ ته څه نه راکوي. شپږ بچي مې دي، یو وفات شوی د هغه یتیمان دي او نور ماشومان هم دي خو هیڅ نه شته." د اغا خان میوزیک ایوارډ وېبپاڼې د اکټوبر پر شپږمه لیکلي چې سږ کال دا جایزه ۱۰ کسانو ته ورکول کېږي چې یوه په کې زر څانګه هم ده. Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي، روسیې د ملکیانو د وژنې په هدف پر کییف او یو شمېر نورو ښارونو ننني بریدونه کړي دي. په اوکراین کې ننني بریدونه پر پلازمېنه کییف، خارکیف، دنیپرو، لفیف او تیرنوپیل ښارونو باندې شوي دي. د اوکراین چارواکو ویلي، روسیې نن د دوی پر خاوره له اتیاوو زیات توغندي ور ویشتلي چې ملکي اهداف او د انرژۍ تاسیسات یې په نښه کړي دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یوه سلاکار روستسلاف سمیرنوف ویلي، په کییف کې یوازې یوه برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي. لوېدیځو اژانسونو... Читать дальше...
د ایران په بوشهر او دماوند کې د پتروشیمې فابریکو له زرو زیات کارګر له هغو مظاهرو سره یو ځای شوي چې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د حجاب د نه مراعتولو په تور د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو پر سر له څو اوونیو راهیسې پیل شوي دي. د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د تېلو کار کونکو نن لارې بندې کړې وې او مرګ پر دیکتاتوریې شعارونه ورکول. د مظاهره کوونکو شاوخوا امنیتي ځواکونو کلکه امنیتي کړۍ را تاو کړې وه. په وروستیو ورځو کې د ایران په ډېرو ښارونو کې د کارګرانو د مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي. Читать дальше...
په پاکستان کې مېشت د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام یو شمېر کارکونکي او خبریالان وایي، په هغه هېواد کې له ستونزو سره مخ دي او د خطر احساس کوي. يوه مېرمن چې د افغانستان د مخکیني جمهوری نظام په کورنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه او د امنيتي ستونزو له امله نهغواړي نوم يې خپور شي وايي، وروستیو میاشتو کې یې په خپل هېواد کې د طالبانو د هدفي وژنو له ویرې افغانستان پرېښود او بهر کې د کډوالۍ غوښتنلیک د سپارلو په موخه پاکستان ته تللې. يادې مېرمنې ازادي راډیو ته یې وویل، په پاکستان کې هم ځان خوندي نه احساسوي،... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، په هغو چاودنو کې چې نن د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې شوي، خلکو ته مرګژوبلې اوښتي. زلنسکي په یوه ټویټ کې ویلي چې، روسیې له بې پیلوټه الوتکو څخه په استفادې پر اوکراین ۷۵ توغندي ویشتي چې څه باندې نیمایي یې د اوکراین د هوایي مدافع ځواک له لوري له منځه وړل شوي دي. په کییف کې چارواکو ویلي، په ننیو حملو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي. د اوکراین له نورو دنیپرو، لیویف او تیرنوپیل ښارونو هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. زلنسکي ویلي،... Читать дальше...
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې په پر سلګونو سېلاب ځپلو د مرستو د وېشلو خبر ورکوي. دغې ټولنې نن په څو ټویټونو کې ویلي چې، د میدان وردګ د دایمیرداد ولسوالۍ په څه باندې پنځلسو کلیو کې یې ۴۴۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته نژدې د څلور نیم ملیونه افغانیو نغدو پیسو مرسته وېشلې ده. هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوي دي. د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په وینا څلور ورځې وړاندې یې هم د دې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مختلفو سیمو له ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه. Читать дальше...
د ملګروملتونو د وګړو صندوق وایي، په کندهار کې ۳۱ نویو قابله ګانو د زدهکړو یو کورس چې اته اوونۍ یې دوام کړی، بشپړ کړی. د ملګرو ملتونو صندوق په يوه ټوېټ کې ويلي، روزل شوې قابلې دې ته چمتو شوي چې د دې صندوق په ملاتړ په ټولنو کې د کورنیو په روغتیایي خونو کې په کار پیل وکړي. په ټوېټ کې راغلي، دغه قابله ګانې به د کورنیو لپاره د همدغو روغتیایي خونو له لارې خپلو خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د ملګروملتونو د وګړو د صندق په وینا قابله ګانې د خلکو ژوند ژغورلی شي او پر ماشوم د مور د مړینې مخه نیولی شي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د افغانيو په وړاندې د ډالرو بیه ورځ تر بلې د راښکته کېدو په حال کې ده خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لا هم د تېر په څېر لوړې دي. نن د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر د ۸۵ افغانیو په بدل کې خرڅیږي، تېره ورځ دا بیه ۸۶ او له دې وړاندې ۸۸ عشاریه ۶۰ افغانۍ وه. د کابل ښار يوې اوسېدونکې لیدا ازادي راډيو ته وویل: "کله چې ډالر پورته شي، د خوراکي موادو بیې لوړیږي خو چې ډالر راښکته شي نرخونه هماغسې لوړ پاتې کېږي، هیله لرم چې په دې برخه... Читать дальше...
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د غږیزو او تصویري رسنیو ترڅنګ چاپي رسنۍ هم کمې شوي او ډېرې یې تړل شوي دي. د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسؤل ظریف کریمي وايي، د دوی د څېړنو له مخې په تېر یوه کال کې ۳۲ چاپي رسنۍ بندې شوې او اوس یوازې ۴ چاپي رسنۍ فعاليت کوي خو نوموړي د دې څلورو چاپي رسنيو په اړه جزيات ورنهکړل. ښاغلي کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د نی هغه وروستي ارقام چې په ۲۰۲۱ کال کې یې درلودل، ۳۶ چاپي خپرونې چې ورځپاڼې او اوونیزې وې، فعاليت یې کاوه چې له دې شمېر اوس یوازې ۴ چاپي... Читать дальше...
د اوکراین پلازمېنه کیف او یو شمېر نورو ښارونو دنیپرو، لفیف او تیرنوپیل کې چارواکو نن سهار د چاودنو راپورونه ورکړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دغو چاودنو ته په سملاسي غبرګون کې ویلي، روسیه هڅه کوي چې د دوی هېواد "د ځمکې له مخې لرې کړي". زلنسکي ویلي، چاودنو کې یو شمېر کسان وژل او ټپیان شوي دي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپل انسټاګرام لیکلي چې چاودنو د دغه ښار مرکزي سیمې لړزولي دي. دا له څو میاشتو ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې په کیف ښار کې د میزایل توغندیو د چاودنو غږونه اورېدل کېږي. Читать дальше...
یو شمېر افغان خبریالان وايي، لا هم په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په وړاندې يې محدودیتونه دوام لري. دوی وايي په کابل او ولایتونو کې معلوماتو ته نه لاس رسی، د خبریالانو لنډمهالي توقیفونه، وهل ، ټکول او دوی ته ګواښونه هغه څه دي چې د خبریالانو د رسنیزو کارونو په وړاندې يې ستونزې ډېرې کړي دي. دوی د طالبانو له حکومته غواړي، چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د رسنیو ازادۍ ته ژمن و اوسي. خاطره نوري چې په پلازمېنه کابل کې د یو خصوصي رسنۍ سره کار کوي ازادي راډيو ته يې وویل... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال د اکتوبر ۱۰مه د ذهني صحت ورځې په توګه لمانځي چې موخه یې په دې اړه پوهاوی پیدا کول دي. په اسلام اباد کې د نفسیاتي ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالوهاب وايي، د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله په پاکستان او افغانستان کې زیات خلک په ذهني او رواني ناروغیو اخته دي. له نوموړي سره بشپړه مرکه وګورئ.
نن سهار وختي څو چاودنو د اوکراین د پلازمېنې کییف مرکزي برخه ولړزوله. د کییف ښاروال، ویټالي کلیچکو نن په ټلګرام کې لیکلي: دغه چاودنې په شیف چیس کفسکي ساحه کې شوې دي. نوموړي لیکلي چې، په دې اړه به جزییات وروسته خپاره شي، خو لا د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی. عیني شاهدانو ویلي، داسې ښکاري چې دغه چاودنې د میزاییلو حملې وې.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ادعا وکړه، هغه لویه چاودنه چې په اشغال شوې کریمیا کې د یوه لوی پله د ویجاړېدو سبب شوه یو «تروریستي» عمل و او د اوکراین ځانګړو ادارو تنظیم کړې وه. دغه پله د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا ټاپو وزمه د روسیې له خاورې سره تړلې وه. پوتین په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون کرملین د خپل ټلګرام په کانال کې خپره کړې ویلي، شک نهشته چې دا د ټروریزم یو عمل دی او هدف یې د یوه خورا مهم ملکي بنسټ ویجاړول و. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې د تحقیقاتي کمېټې له مشر الکساندر... Читать дальше...
د کندهار باغ لرونکي وايي، د بې وخته بارانونو له امله یې د ابجوشو حاصلات اتیا سلنه کم شوي. ابجوشي چې د کندهار مشهوره وچه مېوه ده له يو ډول سختو انګورو ترلاسه کېږي. د انګورو باغ لرونکي چې دا مهال د ابجوشو په پروسس بوخت دي د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي. نور تفصیل په دې راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په ناروې کې مېشتې دغې ډلې چې ایران کې د اعتراضونو وضعیت څاري، پرون یکشنبه وویل، وژل شویو کې ۱۹ تنه ماشومان هم شامل دي. د ایران رژیم سره له دې چې مظاهرې ځپي، خو اعتراضونه لا هم روان دي. اکثره اعتراض کوونکي غوښتنه کوي چې ایران کې باید د ایت الله علي خامنهیي رهبري وپرځول شي. د ایران په ګڼو ښارونو کې دغه مظاهرې وروسته تر هغه پيل شوې چې د اخلاقي امنیت پولیسو د مهسا امیني په نوم ځوانه نجلۍ د حجاب نه مراعاتولو په تور توقیف او وروسته یې سا ورکړه. پولیس وایي، هغه د زړه د حملې له کبله سا ورکړې، خو... Читать дальше...
د عراق په خودمختاره سیمه کردستان کې د پارلمان غړو عمومي ټاکنې یو کال وځنډولې. د کردستان د پارلمان د اعلامیې له مخې د ۱۱۱ استازو له ډلې ۸۸ هغو پرون یکشنبه د ټاکنو د ځنډیدو پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د کردستان د پارلمان ټاکنې راتلونکې میلادي میاشت ترسره شي. د کردستان د دیموکراتیک ګوند او وطن پرستو ټولنې ترمنځ سیاسي اختلافونه د دغو ټاکنو د ځنډیو اصلي لامل بلل شوی دی.
په دوهمه پرلهپسې ورځ هم د نړۍ یو شمېر ښارونه د افغانستان د هزارهګانو په ملاتړ د اعتراضونو شاهدان وو. د راپورونو له مخې دا اعتراضونه پرون د امریکا او اروپا په ښارونو کې ترسره شول. د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې لسګونه کسان چې "د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ" شعارونه یې لېږدول، د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو. دا مظاهرې وروسته له هغه پيل شوې چې تېره جمعه کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز خونړی برید وشو. په دغه برید کې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول چې ډېری هغه یې هزاره توکمه نجونې وې.
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ د خپل ماموریت د غځېدو هرکلی کړی دی. ښاغلي بېنیټ پرون ( یکشنبه/ د تلې ۱۷مه) په یوه ټویټ کې وویل، له ټولو اړخونو سره به کار وکړي چې افغانستان کې بشري وضعیت ښه شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د ریچارد بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم وغځاوه. بېنیټ به د بشري وضعیت پر ارزونې سربېره د ماشومانو د حقونو او دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او راپور ورکولو چارو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله یې د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کوي. افغانستان په ( H ) ډله کې له تاجکستان، منګولیا او شرقي تیمور سره د سیالیو په لېست کې و، خو دا چې یوه لوبډله له لوبو لاس په سر شوه، اسیایي جام ته یې د افغانستان لار پرانيسته. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې له تاجکستان سره ډاډه لوبه وکړه. نوموړي وويل: "د لار موندنې شرایط داسې و چې دغو سیالیو کې شرقي تیمور هم... Читать дальше...