Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول

له یوې اوږدې مودې وروسته چین سره د هوايي دهلیز بيا پيل او له دې لارې د جلغوزیو یا ځڼغوزیو صادرات پیل شول.


له افغانستانه د هوايي دهليز له لارې چين ته ٢٠ ټنه ځنغوزي صادر شول.


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا بهیر به دوام وکړي.


د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، هوايي دهلیز د افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.


هغه وویل: "څنګه چې هوايي دهلیزونه د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسولو کې حیاتي رول لري، نو د افغانستان او چین ترمنځ دا هوايي دهلیز به د دواړو هېوادونو اړیکې او د ځڼغوزیو تولید او پروسس لا پیاوړي کړي."




برادر په دې ناسته کې افغان سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړې.


چین ته د هوايي دهلیز له لارې د ځڼغوزیو صادرات له یوې اوږدې مودې وروسته پيل شول.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوازې یو ځل د کام ایر شرکت له لارې چين ته ځڼغوزي صادر شوي دي.


په ورته وخت کې د تازه او وچې مېوو یو شمېر سوداګر که څه هم له چین سره د هوايي دهلېز د پرانیستې هرکلی کوي، خو وايي چې د نورو مېوو د صادراتو لپاره هم باید ورته هوايي دهلېزونه جوړ شي.


د دې سوداګرو له ډلې فتانې بیات ازادي راډيو ته وویل: "دا یو ښه زېری دی، خو هیله من یوو چې موږ یوازې ځڼغوزیو ته کار ونه کړو، که چېرې په نورو برخو او له نورو هېوادونو سره هوايي دهلیزونه جوړ شي، د سوداګرو ستونزه به حل شي."


نوموړى ټينګار کوي چې حکومت باید سوداګرو ته یوه سب سايډ‌ي هم په پام کې ونیسي.


چين ته د هوايي دهليز له لارې د ځنغوزيو صادات په تېر جهوري نظام کې پيل شول.


د جلغوزیو ترڅنګ نور هېوادونو ته هم د هوايي دهليزونو له لارې وچه مېوه او د افغانستان نور توليدوي توکې انتقالېدل او سـوداګرو ته سب سايډي هم ورکول کېده.


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ چين سره د هوايي دهلیز له لارې د ځڼغوزیو صادرات د دواړو هېوادونو د سوداګریو خونو، د چین د حکومت او د کام ایر شرکت ترمنځ د شوي تړون پر بنسټ د دوبۍ له لارې چین ته انتقالېږي.


د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، افغانستان په کلني ډول چین ته له ۴ تر ۸ زره ټنه جلغوزي صادروي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus