ريچارد بېنيت افغانستان کې د خپل ماموريت د تمديد هرکلی کړی دی
ښاغلي بېنیټ پرون ( یکشنبه/ د تلې ۱۷مه) په یوه ټویټ کې وویل، له ټولو اړخونو سره به کار وکړي چې افغانستان کې بشري وضعیت ښه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د ریچارد بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم وغځاوه.
بېنیټ به د بشري وضعیت پر ارزونې سربېره د ماشومانو د حقونو او دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او راپور ورکولو چارو ته دوام ورکړي.