Курс рубля на Московской бирже снизился к доллару, но вырос к евро

Совещание с Путиным по созданию федеральных круглогодичных курортов. Главное

Синоптик рассказал о погоде в выходные в Москве

Глава Минэкономразвития назвал главную задачу при строительстве трассы от Санкт-Петербурга до Екатеринбурга

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2022

Новости за 05.10.2022

Pa.azadiradio.com 

طالبان له روسیې نفتي توکي او غنم واردوي

طالبانو له مسکو سره د تېلو، ډیزلو او غنمو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی. روسیه به د دې په بدل کې له افغانستانه چې پیسې نه لري، څه ترلاسه کړي؟ طالبان له اقتصادي کړکېچ څخه د وتلو لارې چارې لټوي او د دوی حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، روسیه او ایران یې د لېواله شریکانو په توګه موندلي دي. له روسیې او ایران سره د نړیوالو بندیزونو له امله تجارت محدود دی. د طالبانو د تجارت او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تېره اونۍ ویلي و چې افغانستان به له روسیې سره د نوي تړون له مخې هر کال یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري د دوو رسنیو د ویبپاڼو بندولو خبریالان اندېښمن کړي

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړچې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا یې په دې تورچې جعلي خبرونه یې خپرول او انډول یې نه ساته، بندې کړې. دغه اقدام د خبریالانو او رسنیو د مدافع ټولنو له تندو غبرګونونو سره مخامخ شو. احمد تکل د دغه اقدام د پایلو په اړه په افغانستان کې د جنوبي آسیا د خبریالانو د ټولنې له ریس ضیا بومیا سره د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.

Mashaalradio.com 

ایران کې حکومت ضد مظاهرې روانې دي

په ایران کې مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم د یوې ښځې تر مړینې وروسته پیل شوې. احتجاجیان وايي، د ګشت ارشاد په نوم د پولیسو په ولکه کې تر ژوبلېدو او بېهوښه کېدو وروسته په روغتون کې ومړه. پولیسو هغه د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: کابل کې جومات دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د دې وزارت یوه فرعي جومات کې دننه د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل: "په تاسف سره باید ووایو چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کورنیو چارو وزارت په یوه فرعي جومات کې چاودنه رامنځته شوه. په یاده چادنه کې ۴ تنه لمونځ کوونکي په شهادت ورسېدل او ۲۵ تنه نور هم زخمیان دي. دپېښي په اړه پلټنې رواني دي چې کله پلټنې پای ته ورسېدې جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړو." هغه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې هر کال د سینې سرطان لسګونه زره پېښې ثبتېږي

په نړۍ کې هر کال د اکتوبر میاشت د سینې سرطان په اړه پوهاوي ته ځانګړې کېږي. په پاکستان کې د سینې سرطان په اړه د اګهۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي اداره پېنک رېبن وايي، په هغه هېواد کې هر کال ۴۰،۰۰۰ ښځې د سینې سرطان له وجې مري. اداره زیاتوي چې په پاکستان کې هر کال د سینې د سرطان شاوخوا ۹۰،۰۰۰ پېښې ثبتېږي. چارواکي وايي، په دې برخه کې یې د اګهۍ کیمپېنونو ته دوام ورکړی دی. نور په رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

"روزلی ښوونکی په مړ نصاب کې سا اچولی شي"

د اکتوبر پینځمه د ښوونکي د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې موضوع "په زده کړو کې بدلون له ښوونکو څخه پیلېږي" ده. د دې ورځې په مناسبت مو په لندن کې د تعلیمي چارو له پوه فايق خان یوسفزي سره مرکه کړې ده او په سر کې مو ورڅخه پوښتلي چې "په زده کړو کې بدلون له ښوونکو څخه د پیلېږي" څه معنا لري؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ایمرجنسي روغتون: کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي

د ایمرجنسي روغتون وايي، په کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي. دا روغتون چې د ایټالیا د یوې غیردولتي موسسې په مرسته چلېږي، په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې تر چاودنې وروسته دوی ته ۲۰ تنه وروړل شوي دي چې دوو یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولي پیغام کې هغه راپور رد کړی چې مخکې ویل شوي و چې دا چاودنه د کورنیو چارو د وزارت دننه په جومات کې شوې ده. دی وایي چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایا د پاکستان اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی؟

له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د امریکايي ډالر پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت لوړ شوی دی. يو وخت د يوه امريکايي ډالر قیمت ۲۳۹روپۍ ته رسېدلی وو. د دې ترڅنګ حکومت د تېلو قيمتونو هم کم کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اقتصاد له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او په هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده. پوښتنه دا ده چې د ډالر پرتله د روپۍ ارزښت ولې مخ په ښه کېدو دی او ایا دا د هغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي؟ په دې اړه په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

يوناما پنجشېر ته له بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو لپاره پلاوی استولی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (UNAMA) پرون ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل، چې پنجشېر ولایت ته یې یو پلاوی استولی چې په دې ولایت کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي. یوناما دغه شان ویلي، چې د سیاسي او بشري حقونو څانګې غړو یې یې په پنجشېر کې د طالبانو د حکومت له والي محمد نسیم نوري سره هم لیدلي دي. یوناما وروسته له هغه په پنجشېر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پلټنو خبر ورکوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې د طالبانو او د مقاومت ملي جبهې ترمنځ په جګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښوونکي ورځ؛ ځينې ښوونکي له جدي اقتصادي ستونزو شکایت لري

نن د اکټوبر پنځمه چې د میزان میاشتې له ۱۳مې سره سمون خوري د ښوونکي له ورځې سره برابره ده. ازاده د کاپیسا ولایت یوه له هغو ښځینه ښوونکو څخه ده چې له کال زیاته موده کېږي په کور ناسته ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل ، مېړه يې هم وزګار دى او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. ازاده وايي، په جمهوري نظام کې یوه اندازه معاش ورکول کېده، چې خپلې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې یې پرې هوارولې. نوموړې زیاتوي: "له تېر یو کال راهیسې موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. په کرايي کور کې اوسېږم، مېړه مې هم وزګار دی او دا مهال له معلمۍ سره ډېره لېواتیا لرم. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

په سيند کې د سېلاب ځپلو لپاره موقتي کېمپونه لګول شوي

د پاکستان په سيند صوبه کې له سېلابه د بېکوره شويو خلکو لپاره کېمپونه لګول شوي دي. حکومتي ادارې وايي چې لا هم يوشمېر سېلاب ځپلي تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي او مرستو ته اړتيا لري. د سیند په جامشورو کې د عارضي کېمپ په اړه ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

ایا پوځ به په سیاست کې له مداخلې لاس واخلي؟

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي دي چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او غواړي په راتلونکې کې هم ورڅخه لیرې پاتې شي. باجوه دا خبره په امریکا کې د پاکستان په سفارت کې یوې غونډې ته د نارسمي خبرو پر مهال کړې ده. خو د پاکستان پوځ په اړه دا تاثر عام دی چې پر سیاسي، دفاعي او بهرنیو چارو پراخ نفوذ لري. موږ په اسلام اباد کې د انډېپېنډنټ ورځپاڼې له مدیر هارون رشید سره په سیاست کې د پوځ کردار په اړه خبرې کړې دي او ورڅخه مو پوښتلي چې ایا پوځ به واقعي په سیاسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي؟ مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې معترضې نجونې: موږ پښتانه هزاره ګان يو د خپلو خويندو غچ به اخلو

د ننگرهار په مرکز جلال‌اباد کې نن سهار یو شمېر نجونو او ښځو پر کاج ښوونیز مرکز‌ د برید په غبرگون‌ کې اعتراض‌ کړی‌. دوی په هغو بېنرونو‌ کې چې له ځان سره یې لېږدول لیکلي و «موږ پښتانه هزاره‌گان‌ یوو او د خپلو خویندو او وروڼو غچ به اخلو.» معترضینو نجونو او ښځو همدا ډول د افغانانو ترمنځ د یووالي شعارونه ورکول او د عدالت غوښتنه یې کوله‌. دا له کابل، هرات، بامیان او مزار شریف وروسته، په جلال‌اباد کې د ښځو راټولېدنه ده چې د افغانانو د خونديتوب او د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي‌. د تېرې جمعې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سيف ده چلډرن: افغانستان کې د ماشومانو زده‌کړييز بهير د سقوط له ګواښ سره مخ دی

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې يا سیف ده چلډرن، ویلي دي افغانستان د هغو سلو هېوادونو په سر کې دی چې د ماشومانو (نجونو او هلکانو ) د زده کړو بهیر يې د سقوط له ګواښ سره مخ دی. ځلا چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره په کور ناسته ده او ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. وايي هیله يې درلوده، چې په راتلونکې کې لوړې زده‌کړې او د خپلو خلکو خدمت وکړي. نوموړې وايي: "دا چې زه د دولسم ټولګي زده کوونکې یم، تر اوسه لا هیله لرم چې زموږ په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د هرنايي مظاهره چیانو تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت ځنډولی دی

ترین د اکتوبر پر پینځمه د لانګو په استازیتوب مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بابړ کورنۍ ته ۱۵ لکه روپۍ او د مظاهرې پر مهال ژوبلو شویو ته پینځه، پینځه لکه روپۍ ورکړې دي او د هغې پېښې مقدمه یې هم دایره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

پوتين نن د روسيې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې تصويب شوې لايحه توشيح کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه سند لاسلیک کړ چې د اوکرايین څلور سیمې، خرسون، زاپروژیا، لوهانسک او دونیڅک له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. په ورته وخت کې پرون د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اوکرایين له جمهور رئیس ولودومیر زلنسکي سره په ټیلفون خبرې وکړې او له کییف سره یې د شپږ سوه پنځه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه. د دې مرستې له اعلان وروسته مسکو خبرداری ورکړ چې اوکرایين ته د نورو وسلو ورکړه د روسیې او لویدیځ ترمنځ د مخامخ جګړې خطر زیاتوي. د اوکرايین ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان د ښځو له حقونو په انکار سره د هغوی له منځه وړلو هڅه کوي

د بښنې نړیوال سازمان د يو راپور په خپرولو د افغان ښځو او نجونو د روان وضعیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ ادعا کړې، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دې موده کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو ځکه سرغړونې کړي، چې غواړي له ټولنې یې ګوښه کړي. د بښنې نړیوال سازمان دا راپور نن د اکتوبر په ۵مه نېټه يې خپور کړی، چې په یوه برخه کې یې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له بیا راتلو وروسته، د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو سیستماتیک تېری، شکنجې او د ناوړه چلند په ګډون د تاوتریخوالي کارول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوړو زده کړو وزارت: سبا له کابل پرته ټول افغانستان کې کانکور ازموينه اخيستل کېږي

سبا پنجشنبه د روانې تلې یا میزان ۱۴ مه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلیږي. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د سږ کال کانکور ازموینه به درې ورځې دوام وکړي. د دې وزارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ازادي راډيو ته وویل، په هغه ولایتونو کې چې د زده‌کوونکو شمېر يې کم دی په یو یا دوه خو په لویو ولایتونو کې چې د ګډون کوونکو شمېر په کې زیات دی درې ورځې دوام کوي. دی وايي، د سږ کال د کانکور ازموینې د ګډون کوونکو ۳۵ سلنه يې نجوني دي. په همدې حال کې د لوړو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د ۸۱۶ مېليونه ډالرو خواست کړی

پر دې مهال د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس وویل چې پاکستان د عامي روغتیا د "ناورین پر درشل ولاړ" دی او که مرستې ورسره و نه شي نو په راتلونکې کې به نور خلک هم ژوند له لاسه ورکړي.

Mashaalradio.com 

جنرال باجوه وايي پوځ ځان له سیاسته لیرې ساتي

باجوه دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د تحریک انصاف مشر په خپلو احتجاجي جلسو کې د پوځ پر مشرتابه د انتقاد ترڅنګ په وروستیو کې تور پورې کړ چې اوسنی وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د درغلیو پټولو لپاره د خپلې خوښې پوځ مشر ټاکل غواړي.

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د معیادي تبې واکسينو کيمپېن روان دی

په بلوچستان کې د اکتوبر له درېیمې څخه ماشومانو ته د معیادي تبې (ټايفایډ) واکسین ورکولو کیمپېن پیل شوی دی. د روغتيا صوبايي چارواکي وايي چې د روان کيمپېن پر مهال به له نهو میاشتو څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمر لرونکي تر ۱۷۰،۰۰۰ زیات ماشومان واکسین شي. د بلوچستان په ۱۵۳ ښارونو کې به دغه واکسيني کيمپېن د اکتوبر تر ۱۵ مې پورې روان وي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د داعش ډلې د بهرنيو اړيکو مالي مسؤل مو نيولی

د طالبانو د حکومت استخبارات وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د 'خوارجو' د ډلې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسؤل نیولی دی. طالبان د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړو لپاره کاروي. په یوه بیان کې چې بېګا د استخباراتو پر رسمي ټویټر خپور شو ویل شوي چې د مالکي په مستعار نوم دې تورن کس د اوکرايین، جرمني او اسپانیا په ګډون له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې د دوی په وینا د خوارجو ډلې ته راوړلې او د دې ډلې د جلب او جذب مسوول هم و. طالبانو د دوحې په تړون کې له متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: اوکرايين ته نږدې د روسيې له‌خوا د اټومي وسلو کارولو ته تياری نه‌شو تأييدولی

امریکايي چارواکي وايي، داسې معلومات نه‌لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به په اوکرایين کې یا اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي. د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون (د اکتوبر ۴مه) وویل دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي دي او زیاته یې کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نه‌دي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي. په دې اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

فارن افېير خپرونه: د بهرنیو چارو یا فارن افېیر خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د القاعده شبکې له‌خوا پېښو پخوانیو او اوسنیو ګواښونو ته کتنه کړې او لیکي چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري په وژل کېدو سره هغه پاڼه چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې عاملانو ته د سزا ورکولو لپاره پرانیستې و، وتړل شوه. د مطلب په دوام کې راغلي دي چې الظواهري د افغانستان له خاورې د جهاد ستراتیژي چې د دې شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن عملي کوله تر ډېره حده پرېښوده. فارن افېیرز لیکي، الظواهري چې په ۲۰۱۱... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Синоптик рассказал о погоде в выходные в Москве

Пай-мальчик, насильник, многодетный отец: новые странные факты о террористах из «Крокуса»

В столице изменились условия получения карты москвича

До 1 апреля этого года пенсионерам нужно подать заявление на новую льготу

Музыкальные новости

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии

На ЧЭРЗ приступили к реорганизации производственной площадки

Миллиарды Абрамовича не помогли: либерал глумился над ЧП в "Крокусе"

ЦИК: В регионах России в 2024 году пройдет 3,5 тыс. избирательных кампаний

Новости России

Уже известна дата: когда панде Катюше придется покинуть Россию

Кассация подтвердила отказ ЦБ в подключении фирмы из США к системе финсообщений

Глава Минэкономразвития назвал главную задачу при строительстве трассы от Санкт-Петербурга до Екатеринбурга

Больше, чем игры: выручку от 22-го тура РПЛ направят семьям пострадавших в «Крокусе»

Экология в России и мире

Консультации, Составление Договоров, Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.

Узкое горлышко: зачем даже маленькой компании регламенты

Топливному компромиссу между Украиной и Азербайджаном пришел конец?

"Яндекс.Маркет" начнет выпускать одежду под своими брендами

Спорт в России и мире

Рыбакина о том, что не играла в Индиан-Уэллс из-за болезни: «К сожалению, восстановление заняло много времени»

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США

Хачанов победил Черундоло и пробился в 1/8 финала турнира ATP в Майами

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер

Moscow.media

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Utrace выходит на рынок цифровой маркировки консервной продукции

Сегодня свой 75-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации, Спасатель международного класса - Зиявдин Никомагомедов!

 В Ставрополе проведена очередная проверка о соблюдении гражданами, получившими гражданство России, требований действующего законодательства по воинскому учету











Топ новостей на этот час

Rss.plus






В Москве задержан директор структурного подразделения «Росатома»

Волейболистка «Ленинградки» Анастасия Гарелик набрала 15 очков в победном для команды Александра Кашина матче плей-офф Суперлиги с командой «Динамо-Метар»

Синоптик рассказал о погоде в выходные в Москве

Юрист Феттер объяснила, как взыскать алименты, если бывший муж ушел на СВО