د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړچې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا یې په دې تورچې جعلي خبرونه یې خپرول او انډول یې نه ساته، بندې کړې. دغه اقدام د خبریالانو او رسنیو د مدافع ټولنو له تندو غبرګونونو سره مخامخ شو. احمد تکل د دغه اقدام د پایلو په اړه په افغانستان کې د جنوبي آسیا د خبریالانو د ټولنې له ریس ضیا بومیا سره د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.