Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان له روسیې نفتي توکي او غنم واردوي

طالبانو له مسکو سره د تېلو، ډیزلو او غنمو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی.


روسیه به د دې په بدل کې له افغانستانه چې پیسې نه لري، څه ترلاسه کړي؟


طالبان له اقتصادي کړکېچ څخه د وتلو لارې چارې لټوي او د دوی حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، روسیه او ایران یې د لېواله شریکانو په توګه موندلي دي.


له روسیې او ایران سره د نړیوالو بندیزونو له امله تجارت محدود دی.


د طالبانو د تجارت او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تېره اونۍ ویلي و چې افغانستان به له روسیې سره د نوي تړون له مخې هر کال یو میلیون ټنه تېل، یو میلیون ټنه ډیزل، پنځه لکه ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم ترلاسه کوي.


پېژندل شوی اقتصاد پوه ناریندرا تانجا چې په هند کې د انرژۍ د یوې خپلواکې موسسې مشر دی په دې نظر دی چې روسیه له دې تړون سره د هغو څو په ګوتو شمارو هېوادونو په کتار کې راغله چې له طالبانو سره سوداګرۍ ته لېواله دي.


هغه وویل: "د روسیې پر تېلو او ګازو بندیز لګېدلی دی نو روسیه د هغو هېوادونو په لټه کې ده چې نفتي محصولات یې واخلي. افغانستان د دې سربېره چې ستر پېرېدونکی نه دی او د ګازو او تېلو ډیر وړوکی خریدار دی، ډېر دې ته لېواله دی چې له روسیې څخه سودا وکړي. د طالبانو حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی او دا معامله یو ډول جنس د جنس په بدل کې ده چې ښایي روسیې ته په بدل کې وچه مېوه او نور شیان ورکړل شي."


له روسیې سره تجارتي تړون په مسکو کې له اونیو خبرو اترو وروسته وشو.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې تاس دولتي اژانس ته تایید کړه چې لومړی توافق شوی دی خو د نورالدین عزیزي په وینا دواړه لورې له دې موافقې راضي دی او دا به اوږدمهاله توافق وي.




له روسیې سره دا تجارتي معامله د طالبانو له لویو تجارتي معاملاتو ګڼل کېږي او یو لړ نیوکې پرې شوې دي ځکه چې د روسیې اړیکې له لوېدیځ سره وروسته تر دې ښه نه دي چې پر اوکراین یې غیرموجه برید کړی دی.


خو د دې لپاره چې په افغانستان کې وچکالي ده، هلته سېلابونه بهېدلي، جګړو خلک ځپلي دي، نو له روسیې څخه افغانستان ته د غنمو انتقال ته په مثبته سترګه کتل شوې دي، ناریندرا تانجا وایي: "که سیاست اړخ ته کړو چې د اوکراین په تړاو د روسیې او لوېدیځ ترمنځ څه روان دي، فکر کوم چې د یوه انسان په حیث زموږ لپاره دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه کړو چې حتی یو کس هم په افغانستان کې له لوږي نه مري."


د راپورونو له مخې ایران د دوه زره شلم کال د مې له میاشتې د وه زره یو ویشتم کال د مې تر میاشتې پورې شاوخوا څلور لکه ټنه د سون مواد افغانستان ته صادر کړې دي.


د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې یعنې د پروسږ کال د اګست له پنځلسمې مخکې، افغانستان له ترکمنستانه د سون مواد ډېر اخیستل.


د ناریندرا تانجا په وینا، افغانستان په خپله د ګاز او تېلو زېرمې لري چې لاس نه دی وروړل شوی او تر اوسه دا هېواد نه دی توانېدلی چې دا کانونه استخراج کړي او تجارت پرې وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus