باغ لرونکي وايي وچکالۍ او وروستیو اورښتونو يې سږ کال د انارو حاصلاتو ته زیان اړولی او کم شوي دي. د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست هم مني چې سږ کال د انارو حاصلات لس سلنه تر پخوا کم دي. نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د خيبرپښتونخوا د خوړو څانګې له خوا د صحت مند او معياري خوړو په اړه د پوهاوي او د خوارځوکۍ د مخنيوي په اړه دوه ورځنی کنفرانس او مېله پای ته رسېدلې ده. په پېښور کې د اکتوبر پر ۲۶مه او ۲۷مه شوي دې کنفرانس کې پر پاکستان سربېره د روغتيا او خوړو نړيوالو پوهانو هم ګډون کړی وو.
قانون پوهان وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په نوم دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او د زياترو تعلق له نورو مذهبونو يا منونکو سره وي او بیا په نښه کېږي.
د هرات ولایت د ښځینه زندان پخوانۍ رئیسې عالیه عزیز کورنۍ ادعا کوي چې د یو کال په تېرېدو سره لاهم له هغې احوال نهلري. د عالیه عزیزي ورور نذیر عارفي ادعا کوي چې خور یې د طالبانو په بند کې ده او له دوی په دې برخه کې د ځواب غوښتنه کوي. نذیر عارفي ادعا کوي چې دی او د خور د خاوند کورنۍ یې د طالبانو لهخوا ګواښل کېږي چې له رسنیو سره خبرې و نهکړي. نوموړي وويل: "د مېرمن عزیزي ماشومان په ډېر بد وضیعت کې دي، طالبانو هغوی بیا بیا ګواښي چې له رسنیو سره خبرې و نهکړي، هغو ډېر د فشار لاندې دي، طالبان... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO نن په یوه راپور کې په افغانستان کې د شري او شدید اسهال د ناروغیو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ. دې سازمان په خپل راپور کې لیکلي، په دې دوو ناروغیو ډېری اخته شوي ماشومان دي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې لس مخیز راپور کې لیکل شوي، د روان کال د جنورۍ له میاشتې د اکټوبر تر ۲۲مې ۷۱ زره ۹۰ د شري مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوي چې له امله یې ۳۷۸ تنه مړه شوي دي. راپور زیاتوي، په اوسط ډول وروستیو اته میاشتو کې په شري د اخته شویو مشکوکو کسانو شمېر ۵۴۱ تنه و. د روغتیا... Читать дальше...
د نړي تر ټول شتمن کس ایلان ماسک د توېټر د کنټرول له ترلاسه کولو سره سم د دې ټولنیزې شبکې لوړ پوړي اجرایه چارواکي له دندو لرې کړي دي. د توېټر د ترلاسه کولو وروسته ماسک پر خپلې ټوېټر پاڼې ولیکل "مرغۍ ازاده شوه" د هغه دا خبره د ټوېټر پر لوګو باندې د مرغۍ نښې ته اشاره وه. د امریکايي رسنيو د راپورنو پر بنسټ، ماسک د ټوېټر ترلاسه کولو وروسته په سملاسي توګه د دې کمپنۍ اجرایوي مشر پاراګ اګروال، د مالي برخې مشر نیډ سیګال او د کمپنۍ حقوقي مشر ویجې ګډ له دندو لرې کړل. اګروال تر دې مخکې محکمې ته تللی و... Читать дальше...
نن په قرغزستان کې په لسګونه رسنيو، خبریالانو او مدني فعالانو د دریو ساعتونو لپاره د کار نهکولو اعتصاب وکړ. دوی له هغې وروسته اعتراض وکړ چې د قرغزستان حکومت د دوو میاشتو لپاره په دې هېواد کې د ازادي راډیو د قرغزي څانګې د وېبپاڼې د تړلو پرېکړه وکړه. د قرغزستان حکومت د وېبپاڼې د تړلو پرېکړه د اکټوبر په ۲۶مې وروسته له هغې وکړه چې ازادې اروپا/ ازادي راډيو د هغه ویډیويي راپور له لرې کولو ډه ډه وکړه چې د "کرنټ ټایم" په نوم روسي ژبې ټلوېزون د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي شخړو په اړه خپور کړی دی. قرغزي... Читать дальше...
اقبال ترنک په رسم کې د سیمبول په اړه نظر راسره شریکوي، د افغانستان د چاپیریال او تاریخ په اړه دوه مهم کتابونه چاپ شول. شعرونه هم دلته اورېدلی شئ او د ګردیز د ادبي بهیر حال درکوو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي پهکې ادبي، هنري او کلتوري مالومات راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په مشال مرکه کې خبريال عزيز بونيری ميلمه دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د بونېر دی او له تېرو شلو کالو راهيسې د سيمي حالاتو په اړه راپورونه ورکوي. دی وايي، په سيمه او په ځانګړې توګه بونير کې خلک د بدامنۍ خلاف راوتي دي او په دې پاڅون کې ځوانانو مهم رول لوبولی دی. له نوموړي سره مو په خپرونه کې په سوات کې د ۲۰۰۷ز کال او اوسنیو حالاتو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
خو سوداګر وايي چې که څه هم په وروستیو میاشتو کې تجارت زیات شوی دی خو تر دې مخکې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچ خورا لوړ وو.
د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه هم د باران له امله لغوه شوه. ټاکل شوې و چې نن جمعه افغانستان خپله درېیمه لوبه له ایرلنډ سره وکړي خو د باران له امله دغه لوبه لغوه شوه او دواړو ټیمونو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه. خو ایا افغانستان په دې جام کې د مخکې تګ لپاره چانس لري؟ د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میروس اشرف وايي، چانس هغه مهال ډېر و چې نننۍ لوبه له ایرلنډ نه ګټل شوي وای. هغه د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، سره له دې چې په یاد جام کې افغان کرکټرانو له لومړۍ ماتې... Читать дальше...
غنچه ګل ۳۶ کلنه ښځه ده چې په هرات کې د مچیو فارم لري. هغه د ښځو په وړاندې د تبعیضي چلند د مخنیوي لپاره ، پیرودونکیو ته د شاتو د رسولو پرمهال نارینه جامې اغوندي او پر موټر سایکل ګرځي. غنچه ګل د خپلې سیمې د کوچنیانو منځ کې د " مچیو په مور " مشهوره ده. په دې راپور کې له دې سره تور اشنا شئ.
د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د تحریک انصاف د مشر عمران خان او پوځ ترمنځ د ځوابي څرګندونو له کبله په ملک کې سیاسي ماحول نور هم تود شوی چې په راتلونکي کې به د دې ملک په اقتصاد او ټولنه ژور اغیز ولري.
په کابل کې د معتادینو د درملنې پنځه زره بستريز مرکز د جوړېدو کار د روان کال د جوزا په میاشت کې پيل شو او اوس د طالبانو حکومت وايي چې د دې مرکز د جوړېدو کار به په څو راتلونکو ورځو کې بشپړ شي. د عامې روغتيا وزارت وايي چې، دا مرکز د معتادینو د درملنې، ملاتړ او ساتنې لپاره جوړ شوی او هر معتاد به تر درملنې وروسته د (۴۵) ورځو لپاره په تربيتي کورس کې شاملېږي تر څو ټولنې ته بېرته له ورتګ سره سم په کار بوخت شي. د عامې روغتيا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ازادۍ راډيو ته وويل، که څه هم د دې مرکز د کار کوونکو... Читать дальше...
په وروستيو میاشتو کې د سيمې په هېوادونو کې په پراخه پيمانه هغه نشه يي مواد نيول شوي چې ډېری يې د افغانستان او ايران له لارې دې هېوادونو ته قاچاق شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې له افغانستان او ايران څخه عراق ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو يادونه کړې ده. په دې راپور کې ويل شوي، د ايران له لارې په افغانستان کې د جوړو شويو نشه يي موادو ترڅنګ، په ايران کې د هيرويينو او ښیښې جوړولو کارخانو، د سيمې هېوادونو ته د دې موادو د قاچاقو زمينه برابره کړې ده. د جرمي اقتصاد کارپوه ډيويډ... Читать дальше...
د اوکراین پوځ وايي، روسیه د دنیپر سیند په ختیځه څنډه کې د خپلو پوځیانو په راغونډولو بوخته ده. داسې ښکاري چې دواړه لوري هغه څه ته په چمتووالي بوخت دي، چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون ښار پر سر کلیدي جګړه ګڼل کېږي. د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز نن جمعه ویلي، چې مسکو په خرسون سیمه کې د اوکراین د روانو ځوابي عملیاتو د زیانونو د جبران لپاره خپل څه باندې ۱۰۰۰ سرتېري سیمې ته لېږلي دي. دغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: "د روسیې د اشغالګرو ځواکونو قوماندانۍ په خپل پرسونل کې د وارخطایۍ د مخنیوي... Читать дальше...
په ترکیه کې د افغاني ډیالوګ لپاره د امریکا د پیل شویو هڅو په دوام، د افغانستان لپاره د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره غږېدلی. وېسټ تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه د دې ټیلفوني اړیکې جزییات خپاره کړي او لیکي، دوی د افغانانو ترمنځ د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د رښتیني ملي ډیالوګ په بېړنۍ اړتیا خبرې کړي. ټام وېسټ زیاته کړې، حامد کرزي ورسره د افغانستان د اقتصاد او د افغان ځوانانو د راتلونکې په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې ده. د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسنبالې / شارژدافیرې کېرېن ډېکر په استانبول کې له افغان سوداګرو ښځو سره کتلي. اغلې ډېکر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې له دې افغان ښځو سره یې په اقتصادي ننګونو او ځینو فُرصتونو بحث کړی. هغې اندېښنه ښودلې چې د ښځینهو سوداګرو په وړاندې ننګونې زیاتې دي. د امریکا د سفارت دې چارواکې ټینګار کړی چې افغان ښځې باید د دې په خبره هېڅکله په شا نهشي.
تمه وه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمو پيل شوې وای،خو په ملبورن ښار کې د هوا د خرابولي او دوامداره اورښت په سبب د لوبې د ترسراوي چارواکو بلاخره پرېکړه وکړه چې لوبه لغوه اعلان کړي. په دې ترتیب ایرلند او افغانستان دواړو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه. ایرلند اوس د اې ګروپ په دویم مقام کې دی. افغانستان چې لومړۍ لوبه یې په انګلستان بایللې وه او دویمه لوبه یې هم د باران له کبله له نیوزیلند سره لغوه شوه د جدول په وروستي مقام کې دی. د افغانستان د ټیم کپټان محمد نبي وویل په دې خپه دی چې لوبه... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري پر ټویټر پانه د امریکا د دې مرستو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په پاکستان کې سېلاب ځپلي لا هم تر ټولو لویه ستونزه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ای اېس پي ار او د ای اېس ای مشرانو د اکتوبر پر ۲۷مه د خبري غونډې پرمهال په خپلو څرګندونو کې د عمران خان له نوم اخیستو پرته وویل چې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د ګوښه کېدو لپاره د هېڅ ((بهرني سازش ثبوت نه شته.))
د مراکش په جامع الفنا څلور لارې کې د خواړو بازار کې هره ورځ تر ۱۰،۰۰۰ زيات خواړه تياريږي او خرڅېږي. د سړکونو پر غاړه خواړو پلورونکي د سیلانیانو لپاره د مراکش دودیز خواړه پخوي. دغه ځای ته د ۲۰۱۹ز کال په شان ګڼو سېلانيانو ورتګ پيل کړی دی. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لهخوا د ازادي راډیو د فردا څانګې د خبریال رضا حقیقت نژاد د جنازې د تښتولو له پېښې خپله کرکه ښودلې. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند فردا راډیو ته ویلي چې متحده ایالات د هغو راپورونو په اړه خواشینی دی چې ایراني ځواکونو د رضا حقیقت نژاد جسد تښتولی او په ایراني چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره د حقیقت نژاد مړی د هغه کورنۍ ته وسپاري. ۴۵ کلن رضا حقیقت نژاد د اکتوبر په ١٧مه په برلين کې مړ شو او جسد يې د اکتوبر په ٢٥مه د تدفين لپاره ايران ته انتقال شو. Читать дальше...
تمه وه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمو دا لوبه پیل شي خو د باران ورېدو او د هوا خرابولي وځنډوله. کره نهدي ویل شوي چې لوبه به څه وخت پیلیږي خو که پيل هم شي ښايي اورونه یې لږ څه را کم شي. افغانستان تر دې مخکې هم له نیوزیلند سره لوبه د باران له کبله له لاسه ورکړه او دواړو ټیمونو ته یوازې یوه یوه نمره ورکړل شوه. ایرلند بیا د انګلستان په ماتولو سره په نسبتاً ښه موقف کې دی او د دې لوبې په ګټلو سره د دې چانس لا پسې زیاتوي چې مخکې پړاو ته لاړ شي. نن به په دویمه لوبه کې کوربه اسټرالیا او انګلستان لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره یې سوداګري سږ کال دوه چنده شوه. د پېښور د ګمرک مسؤل سهیل خان ازادي راډیو ته وویل سږ کال په دریو میاشتو جولای، اګست او سپټمبر کې د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱۶۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلې. د هغه په خبره تېر کال د اوړي په دریو میاشتو کې دا سوداګري شاوخوا ۹۱ میلیونه ډالره وه. سوداګر بیا وايي سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې تجارت زیات شوی دی خو تر دې مخکې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچ خورا لوړ وو.