د نړي تر ټول شتمن کس ایلان ماسک د توېټر د کنټرول له ترلاسه کولو سره سم د دې ټولنیزې شبکې لوړ پوړي اجرایه چارواکي له دندو لرې کړي دي.
د توېټر د ترلاسه کولو وروسته ماسک پر خپلې ټوېټر پاڼې ولیکل "مرغۍ ازاده شوه" د هغه دا خبره د ټوېټر پر لوګو باندې د مرغۍ نښې ته اشاره وه.
د امریکايي رسنيو د راپورنو پر بنسټ، ماسک د ټوېټر ترلاسه کولو وروسته په سملاسي توګه د دې کمپنۍ اجرایوي مشر پاراګ اګروال، د مالي برخې مشر نیډ سیګال او د کمپنۍ حقوقي مشر ویجې ګډ له دندو لرې کړل.
اګروال تر دې مخکې محکمې ته تللی و څو ماسک د ټوېټر د پېرلو کړې معاملې ته چې نوموړې ترې د ځان ایستلو هڅه کوله، را وګرځوي.
ماسک د ټوېټر کنټرول له هغې څو ساعته مخکې خپل کړ چې د محکمې لهخوا د دغې ټولنيزې شبکې د اخیستلو لپاره ورته ضرب الاجل وټاکل شو.
نن سهار وختي ایلن ماسک ولیکل، ټوېټر ځکه اخلي چې "دا د بشري تمدن د راتلونکې لپاره مهمه ده څو داسې یو ډیجیټلي بنډار ځای و اوسي چېرته چې خلک بېلابېل باورونه په سالمه توګه بحث کړي."
ټوېټر تر اوسه د خپل اجرایوي مشر د لرې کېدو په اړه څه نهدي ویلي.