Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

راپورونه: د هغې ښیښې جوړېدل ډېر شوي چې د 'ومان بوټی' په‌کې کارول کېږي

په وروستيو میاشتو کې د سيمې په هېوادونو کې په پراخه پيمانه هغه نشه يي مواد نيول شوي چې ډېری يې د افغانستان او ايران له لارې دې هېوادونو ته قاچاق شوي دي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې له افغانستان او ايران څخه عراق ته د نشه يي موادو د قاچاقو د ډېرېدو يادونه کړې ده.


په دې راپور کې ويل شوي، د ايران له لارې په افغانستان کې د جوړو شويو نشه يي موادو ترڅنګ، په ايران کې د هيرويينو او ښیښې جوړولو کارخانو، د سيمې هېوادونو ته د دې موادو د قاچاقو زمينه برابره کړې ده.


د جرمي اقتصاد کارپوه ډيويډ منسفيلډ (David Mansfield) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي چې: " ۲۰۱۷ ميلادي کال د نشه يي موادو د جوړولو په لارو چارو کې د بدلون کال و. په دې کال کې د نشه يي موادو توليدوونکو د ومان له وحشي بوټو څخه کار اخیستی چې دا بوټي د افغانستان په غرونو کې شنه کېږي. هغه ښیښه چې ومان بوټی په‌کې کارول کېږي، د هغې ښیښې په پرتله نيم لګښت لري چې کيمياوي مواد پکې کارول کېږي."


ومان یو وحشي بوټی دی چې د فراه ولایت په دښتونو او غزني ولایت د غرونو په لمنو کې راشين کېږي، له دې بوټو څخه پخوا په عنعنوي او کورني طبابت کې کار اخیستل کېده.


په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې په افغانستان کې د نشه يي موادو مافيايي ډلو دا بوټي راټول کړل، پروسس يې کړل او بيا يې د ايفيډرين (ephedrine) په نوم سپين رنګه ماده ځنې ترلاسه کړه چې اوس له دې موادو څخه د تېزابو پر ځای د هېرويينو او ښیښې په جوړولو کې کار اخلي.




د اروپايي ټولنې له نشه يي موادو سره د مبارزې څېړونکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، اوس په هغه ښیښه او هيرويينو کې هم د افغانستان ومان بوټی کارول کېږي چې په ايران کې جوړېږي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين ملا عبدالحق همکار يوه اوونۍ مخکې د ښیښې جوړولو په اړه داسې ويلي و: "د هر ډول نشه يي موادو د مخنيوي لپاره، که کښت او که کېمياوي نشه يي مواد وي، په ټول افغانستان کې مو هلي ځلي پيل کړي دي، هيله لرو چې دا کار به پايله ولري، د ښیښې او ټولو نشه يي موادو د مخنيوي لپاره له ولسونو، مجاهدینو او علماوو څخه هيله لرم چې زموږ سره په دې کمپاين کې همکاري وکړي."


د طالبانو حکومت پروسږکال د قوس په میاشت کې د ومان د بوټي راټولول منع کړل، خو د فراه ولایت اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته ويلي چې، اوس هم د دې ولایت د ودود بازار د هيرويينو او ښیښې جوړولو په کارخانو کې د کېمياوي موادو پر ځای له ومان بوټي څخه کار اخیستل کېږي.


د ملګرو ملتونو د څار او بنديزونو د ګروپ راپور چې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې خپور شو، په هغه کې راغلي وه، هغه ښیښه چې په فراه او بادغيس ولایتونو کې د ومان بوټي په مرسته جوړېږي، شپېته سلنه يې په افغانستان کې دننه مصرفېږي او پاته يې د نړیوالو مافيايي ډلو په همکارۍ ایران، اسټراليا، خليجي هېوادونو، افريقا او منځنۍ اسيا هېوادونو ته قاچاق کېږي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus