Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د هرات ښځينه زندان پخوانۍ رئيسه له تېر يوه کال راهيسې تري تم ده

د هرات ولایت د ښځینه زندان پخوانۍ رئیسې عالیه عزیز کورنۍ ادعا کوي چې د یو کال په تېرېدو سره لاهم له هغې احوال نه‌لري.


د عالیه عزیزي ورور نذیر عارفي ادعا کوي چې خور یې د طالبانو په بند کې ده او له دوی په دې برخه کې د ځواب غوښتنه کوي.


نذیر عارفي ادعا کوي چې دی او د خور د خاوند کورنۍ یې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي چې له رسنیو سره خبرې و نه‌کړي.




نوموړي وويل: "د مېرمن عزیزي ماشومان په ډېر بد وضیعت کې دي، طالبانو هغوی بیا بیا ګواښي چې له رسنیو سره خبرې و نه‌کړي، هغو ډېر د فشار لاندې دي، طالبان باید په دې برخه کې ځواب ویونکي و اوسي چې مېرمن عزیزي په څه وضعیت کې ده ایا ژوندۍ ده کنه؟ په کوم زندان کې ده؟ چېرته ده؟ روغتیايي حالت یې څه ډول دی؟ زه له ټولو نړېوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د بښنې نړېوال سازمان او دغه شان د مېرمنو په برخه کې د بشري سازمانونو نه غواړم چې اغلې عزیزي له یاده ونه باسي."




ښاغلی عارفي وايي، طالبانو ورته ویلي چې، خور یې د کورنیو ستونزو له امله ورکه شوې چې دهغه په وینا دا خبره سمه نه‌ده.


عالیه عزیري له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شول د دوی له واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د میزان میاشتې په ۱۰مه نېټه ورکه شوه.


ورور یې نذیر عارفي وایي، په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو له هغې غوښتي و چې بېرته خپل کار ته حاضره شي خو له هغه مهاله چې بېرته خپل کار ته تللې کور ته نه‌ده راغلې.




خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې د اغلې عزیزې په اړه پلټنې بې پایلې بولي او د ورور کړې ادعاګانې یې ردوي.


نوموړی وايي: "موږ ډېره هڅه وکړه خو له هغې مو هیڅ نښې نښانې تر دا مهاله پیدا نه‌کړې، نوموړې هغه مهال وتلې چې هغه وخت ډېر کسان له افغانستانه وتل، شاید نوموړې هم یو خوا تللې وي، بله خبره دا ده چې له رسنیو سره يې که کورنۍ غږیږي موږ ورته ممانعت نه‌دی کړی د هغې کورنۍ کولای شي له رسنیو سره وغږیږي، په دې برخه کې موږ نه تأییدوو چې دوی له رسنیو نه منعه شوي وي."




له دې پېښې وروسته د بښنې نړېوال سازمان د دلوې میاشتې په لومړۍ نېټه یوې اعلامیه ورکړه او په هغې کې یې د طالبانو له حکومت نه وغوښتل چې د عالیه عزیزي د قضیې په اړه پلټنه وکړي او که خپله طالبانو بندي کړې وي ژر تر ژره دې یې خوشې کړي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د میزان میاشتې په ۲۹مه په یو بشپړ راپور کې په افغانستان کې وژنې، تاوتریخوالی، خپل سرې نیونې او د طالبانو حکومت له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو او د نجونو د حقوقو د نقض ډېری موارد مستند کړل.


په دغه راپور کې ویل شوي و سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې نه د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې تر ۱۵مې پورې طالبانو ۱۶۰ تنه د تېر حکومت چارواکي وژلي دي.


هغه وخت بیا طالبانو د یوناما دغه راپور د دوی په ضد تبلیغات بللي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus