Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوکرایني چارواکي: روسیې سلګونه سرتېري خرسون ته لېږلي

د اوکراین پوځ وايي، روسیه د دنیپر سیند په ختیځه څنډه کې د خپلو پوځیانو په راغونډولو بوخته ده.


داسې ښکاري چې دواړه لوري هغه څه ته په چمتووالي بوخت دي، چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون ښار پر سر کلیدي جګړه ګڼل کېږي.


د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز نن جمعه ویلي، چې مسکو په خرسون سیمه کې د اوکراین د روانو ځوابي عملیاتو د زیانونو د جبران لپاره خپل څه باندې ۱۰۰۰ سرتېري سیمې ته لېږلي دي.


دغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: "د روسیې د اشغالګرو ځواکونو قوماندانۍ په خپل پرسونل کې د وارخطایۍ د مخنیوي لپاره له هرې لارې هڅه کوي، چې د خپلو پوځیانو مړینه پټه کړي."


د اوکراین د لوی درستیز دفتر زیاته کړې، د خرسون سیمې په راسته خوا کې په موقتي اشغال شویو ساحو کې د دښمن ډلو د استحکاماتو نښې لیدل شوي، چې څه باندې ۱۰۰۰ کسان هلته ګمارل شوي دي.


دغه دفتر ویلي چې ملکیان په خرسون ښار کې د دنیپر سیند له راسته څنډو چپې څنډې ته روان دي.




اوکراین، د خرسون ښار او د هغه د مرکز د نیولو لپاره پوځي عملیات پرمخ بيايي، روسي ځواکونو دغه ساحې د جګړې په لومړیو ورځو کې نیولې دي.


اوکرایني ځواکونو خرسون له لوېدیځ څخه کلابند کړی او د دنیپر روند په راسته څنډه کې یې د روسیې پر پوځي اډه حملې کړې دي.


چارواکي وايي، سخته اراضي او بده هوا د دې سبب شوې، چې په خرسون کې د اوکراین د پوځ عمده پرمختګ ځنډنی شي.


خرسون له څلورو قسماً اشغال شویو ولایتونو یو دی، چې تېره میاشت یې روسیې د نیولو ادعا وکړه.


مسکو پلوه ځواکونه دا مهال یوازې پر هغه سیمه کنټرول لري کریمیا ټاپووزمې ته غځېدلې لار ورڅخه تېره شوې ده، دغه راز د دنیپر سیند پر خوله یې هم ولکه ټینګه کړې.




دغه سیند اوکراین پر دوو برخو سره وېشي.


کریمیا هغه سیمه ده، چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق کړله.


په خرسون کې د روسیې له‌خوا ګمارل شویو چارواکو پرون پنج شنبه ویلي، چې له دې ښاره څه باندې ۷۰،۰۰۰ کسان وتلي، چې په هغو کې د مسکو له‌خوا ګمارل شوي محلي چارواکي هم شامل دي.




د اوکراین پوځ نن ویلي چې ځواکونو یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۴ روسي پوځیان وژلي او د دوی ځواکونو د وسلو یوه ډیپو او د مهماتو یو زېرمه هم ویجاړه کړې ده.


خو دغه ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه‌ده تأیید شوې.


د دې تر څنګ د چچنیا رهبر، رمضان قدیروف چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین نږدې متحد ګڼل کېږي ویلي، چې په خرسون کې روانه اوونۍ د اوکراین په راکټي حملو کې د ده ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.




دا تبصره غیرعادي ځکه ګڼل کېږي، چې مسکو-پلوه ځواکونه د جګړې په ډګر کې تر ډېره خپله مرګ‌ژوبله نه تأییدوي.


په ختیځه سیمه دونیڅک کې د پوځي ادارې مشر پاولو کیریلینکو نن ویلي، د روسیې په راکټي حملو کې ۴ ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي.


د اوکراین د انرژۍ پر سکټور د روسیې هوايي، راکټي او د ډرون حملې د دې سبب شوي، چې د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو ښارونو کې د چارواکو په خبره د برېښنا پرچاوي زیاته شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus